له جینیټيکي پلوه اصلاح شوی حیوان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي حیوانات هغه حیوانات دي چې د درملو د تولید، د محصولاتو د زیاتوالي، د ناروغیو په مقابل کې د مقاومت د ډېرولو او داسې نورو مواردو په ګډون د بېلابېلو موخو لپاره له جینټيکي پلوه اصلاح شوي دي. له جینیټيکي پلوه د اصلاح شوو حیواناتو غوڅ اکثریت یې لا د څېړنې په پړاو کې دي او بازارونو ته د را ایستلو لپاره د چمتو شویو شمېر یې تراوسه ډېر کم دی.[۱]

تولید[سمول]

سد تي لرونکو حیواناتو د جینیټيکي انجنیرۍ پروسه ټکنۍ، ستومانوونکې او ګرانه ده. جینیټيکي انجنیران باید له جینیټيکي پلوه د نورو اصلاح شویو موجوداتو یا ارګانېزمونو په څېر د دغو حیواناتو په برخه کې هم لومړی هغه جین له نورو جلا کړي چې غواړي کوربه ارګانېزم ته یې دننه کړي. دا ښايي له یوې داسې حجرې څخه واخیستل شي چې جین په کې وي یا هم ښايي په مصنوعي ډول سنتېز شي. که ټاکل شوی جین یا د ورکوونکي ارګانېزم جینوم په ښه ډول مطالعه شوی وي، ښايي مخکې له مخکې په یوه جینیټيکي لایبررۍ کې د لاسرسي وړ وي. [جینیټيکي لایبرري د ډي.اېن.اې د ټوټه شویو قطعاتو هغې ټولګې ته ویل کېږي چې د ډي.اېن.اې د تسلسل‌ټاکنې او نورو موخو لپاره چمتو کېږي]. وروسته بیا دغه جین له نورو جینیټيکي عناصرو سره ترکیبېږي یا یوځای کېږي.[۲][۳][۴][۵]

په کوربه جینوم کې د جلا شوي جین د اېښودلو لپاره یو شمېر تخنیکونه موجود دي. حیواناتو ته ډي.اېن.اې په ټولیز ډول د مایکروانجېکشن له لارې دننه کېږي، په داسې ډول چې د حجرې د هستوي پوښ له لارې په مستقیم ډول هستې ته او یا هم د ویروسي لېږدوونکو له لارې تزریق کېدای شي. لومړني ټرانس‌جینیک حیوانات جنین ته د ویروسي ډي.اېن.اې د تزریق او بیا په ښځینه حیواناتو کې د جنین د کرلو له لارې تولید شول.[۶][۷][۸][۹]

تاریخچه[سمول]

انسانانو تر میلاد مخکې له شاوخوا ۱۲۰۰۰ کال راهیسې د انتخابي روزنې یا (د طبیعي انتخاب پر خلاف) د مصنوعي انتخاب له لارې حیوانات اهلي کړي دي. د نژاد د انتخابي اصلاح پروسه چې په هغې کې د پام وړ ځانګړنو لرونکي (او د پام وړ جینونو لرونکي) ارګانېزمونه د بل نسل د روزنې یا اصلاح لپاره کارول کېږي او هغه ارګانېزمونه چې دغه صفت یا ځانګړنه نه‌لري هغوی نه روزل کېږي، د جینیټيکي اصلاح د مدرن یا اوسني مفهوم لرغوني څرکونه دي. د جینیټيک په برخه کې بېلابېلو پرمختګونو له انسان سره مرسته وکړه چې په مستقیم ډول د موجوداتو ډي.اېن.اې او بالاخره جینونه بدل کړي. په ۱۹۷۲ کال کې «پل برګ» د ډي.اېن.اې لومړنی بیاترکیب شوی مالیکول هغه مهال جوړ کړ چې د بیزو د یوه ویروس ډي.اېن.اې یې د لامبډا له ویروس سره یوځای یا ترکیب کړه. [۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۹۷۴ کال کې «روډولف یانیش» د یوه موږک جنین ته د بېرونۍ ډي.اېن.اې په ور دننه کولو سره یو ټرانس‌جینیک موږک جوړ کړ او دا په نړۍ کې لومړنی ټرانس‌جینیک حیوان شو. له دې سره سره، تر اتو کلونو وروسته داسې ټرانس‌جینیک موږکان تولید شول چې دغه جین یې خپلو اولادونو ته لېږدولی شوای. په ۱۹۸۴ کال کې له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي داسې موږکان جوړ شول چې بیاتولید شوي انکوجینونه یې لېږدول او دغو انکوجینونو موږکانو ته په سرطان د اخته کېدو وړتیا ورکوله. هغه موږکان چې ناک‌اوټ شوي جینونه یې لرل، په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شول. لومړني ټرانس‌جینیک اهلي حیوانات په ۱۹۸۵ کال کې تولید شول او لومړنی هغه حیوان موږک و چې ټرانس‌جینیک پروتینونه یې په خپلو شیدو کې سنتېز کړل. دغه حیوانات په ۱۹۸۷ کال کې د انساني نسج د پلاسمینوجین د فعالوونکي د تولید لپاره په جینیټيکي لحاظ اصلاح شول.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تي لرونکي حیوانات[سمول]

له جینټيکي پلوه اصلاح شوي تي لرونکي حیوانات د څېړنې، صنعتي یا درملیزو محصولاتو د تولید، کرنیزې استفادې یا خپل روغتیايي ښه‌والي په موخه جوړ شوي دي. د دې تر څنګ د جینیټيکي اصلاح شویو کورنیو حیواناتو لپاره مارکېټ یا بازار هم موجود دی. [۲۵]

طب[سمول]

تي لرونکي حیوانات د انساني ناروغیو لپاره تر ټولو ښه ماډل دی او د ډېرو جدي ناروغیو د درملو او درملنو د کشف او پراختیا لپاره جینیټيکي اصلاح شوي ماډلونه حیاتي کوي. د هغو جینونو حذفول چې په انسان کې د جنیټيکي ګډوډیو لامل دي، څېړونکو ته دا امکان برابروي چې د دغې ناروغۍ میکانېزم مطالعه کړي او احتمالي درملنې وازمايي. له جینيټيکي پلوه اصلاح شوي موږکان تر ټولو معمول تي لرونکي حیوانات دي چې په بایومېډيکل یا بیولوژيکي-طبي څېړنو کې کارول شوي دي، ځکه چې ارزانه دي او اصلاح یې اسانه ده. خوګان هم د دې موخې لپاره ښه دي؛ ځکه چې د بدن اندازه، اناتومیکې ځانګړنې، فیزیولوژي، پاتوفیزیولوژيکي غبرګون او غذايي رژیم یې مشابه دی. غیر انساني تي لرونکي حیوانات انسانانو ته تر ټولو ډېر ورته ماډل ارګانېزمونه دي، خو د څېړنیزو حیواناتو په توګه یې استفاده په عمومي ډول کمه منل شوې ده. په ۲۰۰۹ کال کې پوهانو وویل چې په بریالیتوب سره یې یو جین د تي لرونکو یوې نوعې (مارموسټ) ته انتقال کړی دی او د لومړي ځل لپاره یې د ټرانس‌جینیکو تي لرونکو یوه پایداره کرښه تولید کړې ده. د دغه مارموسټ لپاره یې لومړنۍ څېړنیزه موخه پارکینسون ناروغي وه، خو د دې تر څنګ د عصبي حجرو د ویجاړۍ له امله د عضلاني حرکاتو او هانټینګټون ناروغۍ د څېړنې په لټه کې هم وو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اهلي حیوانات[سمول]

کورني یا اهلي حیوانات د مهمو اقتصادي ځانګړنو د ښه کولو په موخه اصلاح کېږي چې د ودې کچه، د غوښې کیفیت، د شیدو ترکیب، د ناروغیو په مقابل کې مقاومت او پایښت یې د بېلګې په توګه یادولی شو. حیوانات له جینیټيکي پلوه په داسې ډول اصلاح شوي دي چې چټکه وده وکړي، روغ وي او د ناروغیو په مقابل کې مقاومت ولري. اصلاحاتو د مېږې د وړیو تولید او د غواوو د تیو یا غولانځو روغتیا ښه کړې ده.[۳۱][۳۲][۳۳]

وزې د دې لپاره له جینیټيکي پلوه اصلاح شوې دي چې په شیدو کې د غڼې تار ته ورته قوي ورېښمي پروتینونه تولید کړي. د وزې د جین تسلسل د دې لپاره اصلاح شوی دی چې د انسان «لیزوزیم» انزایم کود کړي. څېړونکو غوښتل چې د وزو له‌خوا تولید شوې شیدې بدلې کړي تر څو داسې لیزوزیم ولري چې په انسان کې له اسهال زیږوونکو باکتریاوو سره مبارزه وکړي.[۳۴][۳۵]

په ۱۹۹۰ کال کې د نړۍ لومړنی ټرانس‌جینیک غویی جوړ شو چې هرمن نومېده. هرمن د مایکرو انجېکشن له لارې د هغو جنیني حجرو د تزریق په مرسته له جنیټیکي پلوه اصلاح شوی و چې د لاکټوفرین کود کوونکی انساني جین یې درلود. د هالنډ پارلمان په ۱۹۹۲ کال کې قانون تعدیل کړ تر څو هرمن ته د مثل د تولید اجازه ورکړي. په ۱۹۹۴ کال کې یې اته خوسکیان وزیږېدل او ټولو خوسکیانو لاکټوفرین جین په میراث یووړ. په نورو زیږونو کې هرمن په ټولیز ډول ۸۳ خوسکیان وزیږول. د هالنډ قانون داسې و چې هرمن باید د ازمېښت په پای کې ذبحه شي. کله چې خلکو او پوهانو د هرمن دفاع ته را ودانګل، د هالنډ د هغه مهال د کرنې وزیر «جوزیاس ون ارټسن» هرمن ته په دې شرط د ژوندي پاتې کېدو مهلت ورکړ چې باید ډېر اولادونه ونه زیږوي. دغه اصلاح شوي غوايي د «هولي» او «بېل» په نامه له نورو بیاتولید شویو غوایانو سره په ناټورالیس کې خپل پاتې ژوند وکړ. هرمن د ۲۰۰۴ کال د اپرېل میاشتې په ۲یمه نېټه د یوترېخت پوهنتون د حیواني ډاکترانو یا وېترنرانو له‌خوا ووژل شو، ځکه چې د هډوکو یا مفصلونو د اماس په ناروغۍ اخته و. هرمن د مړینې پر مهال په هالنډ کې تر ټولو پخوانی غویی و. د هرمن پوستکی ساتل شوی دی او په ناټورالیس کې د دایمي نندارې لپاره اېښی دی. ویل کېږي چې دغه غوایی له طبیعت سره د انسان د چلند په ډول کې د یوې نوې دورې پیل ښيي او د علمي پرمختګ سمبول دی.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

انسانان[سمول]

جینیټیکه درملنه له جینیټيکي اصلاح شویو ویروسونو څخه د هغو جینونو د انتقال لپاره استفاده کوي چې په انسان کې د ناروغۍ درملنه یا علاج کولی شي. که څه هم جینیټیکه درملنه لا هم څه ناڅه نوې ده، خو بریالیتوبونه یې هم لرلي دي. دغه ډول درملنه د ګڼو جینیټيکي اختلالاتو د درملنې لپاره کارول شوې ده چې «لېبر» مورزادي ړندوالی یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د دې تر څنګ د پارکینسون، سرطان، شکر، د زړه ناروغۍ او عضلاني ډيسټروفي په څېر د ګڼو نورو سخت‌علاجه ناروغیو لپاره له دې لارې درملنې د پراخېدو یا رامنځته کېدو په حال کې دي. دغه ډول درملنې یوازې پر سوماټیک حجرو اغېز کوي، په دې معنا چې هېڅ ډول ارثي بدلون نه پېښوي. جرملاین جینیټیکي درملنه د هر بدلون د ارثي کېدو لامل کېږي او له همدې امله یې په علمي ټولنه کې اندېښنې راپورته کړې دي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

سرچينې[سمول]

  1. Forabosco F, Löhmus M, Rydhmer L, Sundström LF (May 2013). "Genetically modified farm animals and fish in agriculture: A review". Livestock Science. 153 (1–3): 1–9. doi:10.1016/j.livsci.2013.01.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Murray, Joo (20). Genetically modified animals Archived 2019-10-13 at the Wayback Machine.. Canada: Brainwaving
  3. Nicholl, Desmond S. T. (2008-05-29). An Introduction to Genetic Engineering. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139471787. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Liang J, Luo Y, Zhao H (2011). "Synthetic biology: putting synthesis into biology". Wiley Interdisciplinary Reviews: Systems Biology and Medicine. 3 (1): 7–20. doi:10.1002/wsbm.104. PMC 3057768. PMID 21064036. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Berg P, Mertz JE (January 2010). "Personal reflections on the origins and emergence of recombinant DNA technology". Genetics. 184 (1): 9–17. doi:10.1534/genetics.109.112144. PMC 2815933. PMID 20061565. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chen I, Dubnau D (March 2004). "DNA uptake during bacterial transformation". Nature Reviews. Microbiology. 2 (3): 241–9. doi:10.1038/nrmicro844. PMID 15083159. S2CID 205499369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jaenisch R, Mintz B (April 1974). "Simian virus 40 DNA sequences in DNA of healthy adult mice derived from preimplantation blastocysts injected with viral DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 71 (4): 1250–4. Bibcode:1974PNAS...71.1250J. doi:10.1073/pnas.71.4.1250. PMC 388203. PMID 4364530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. National Research Council (US) Committee on Identifying and Assessing Unintended Effects of Genetically Engineered Foods on Human Health (2004-01-01). Methods and Mechanisms for Genetic Manipulation of Plants, Animals, and Microorganisms (په انګلیسي ژبه کي). National Academies Press (US). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Setlow, Jane K. (2002-10-31). Genetic Engineering: Principles and Methods. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780306472800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Clive Root (2007). [[[:کينډۍ:Google books]] Domestication] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Greenwood Publishing Groups. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Jackson DA, Symons RH, Berg P (October 1972). "Biochemical method for inserting new genetic information into DNA of Simian Virus 40: circular SV40 DNA molecules containing lambda phage genes and the galactose operon of Escherichia coli". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 69 (10): 2904–9. Bibcode:1972PNAS...69.2904J. doi:10.1073/pnas.69.10.2904. PMC 389671. PMID 4342968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. M. K. Sateesh (25 August 2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Bioethics And Biosafety] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). I. K. International Pvt Ltd. د کتاب پاڼي 456–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-906757-0-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jaenisch, R. and Mintz, B. (1974 ) Simian virus 40 DNA sequences in DNA of healthy adult mice derived from preimplantation blastocysts injected with viral DNA. Proc. Natl. Acad. 71(4): 1250–54 [۱]
  14. (په 2016-11-02 باندې). 'Any idiot can do it.' Genome editor CRISPR could put mutant mice in everyone's reach.
  15. Gordon JW, Ruddle FH (December 1981). "Integration and stable germ line transmission of genes injected into mouse pronuclei". Science. 214 (4526): 1244–6. Bibcode:1981Sci...214.1244G. doi:10.1126/science.6272397. PMID 6272397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Costantini F, Lacy E (November 1981). "Introduction of a rabbit beta-globin gene into the mouse germ line". Nature. 294 (5836): 92–4. Bibcode:1981Natur.294...92C. doi:10.1038/294092a0. PMID 6945481. S2CID 4371351. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hanahan D, Wagner EF, Palmiter RD (September 2007). "The origins of oncomice: a history of the first transgenic mice genetically engineered to develop cancer". Genes & Development. 21 (18): 2258–70. doi:10.1101/gad.1583307. PMID 17875663. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Brophy B, Smolenski G, Wheeler T, Wells D, L'Huillier P, Laible G (February 2003). "Cloned transgenic cattle produce milk with higher levels of beta-casein and kappa-casein". Nature Biotechnology. 21 (2): 157–62. doi:10.1038/nbt783. PMID 12548290. S2CID 45925486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Clark AJ (July 1998). "The mammary gland as a bioreactor: expression, processing, and production of recombinant proteins". Journal of Mammary Gland Biology and Neoplasia. 3 (3): 337–50. doi:10.1023/a:1018723712996. PMID 10819519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gordon K, Lee E, Vitale JA, Smith AE, Westphal H, Hennighausen L (1987). "Production of human tissue plasminogen activator in transgenic mouse milk. 1987". Biotechnology. 24 (11): 425–8. doi:10.1038/nbt1187-1183. PMID 1422049. S2CID 3261903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Vàzquez-Salat N, Salter B, Smets G, Houdebine LM (2012-11-01). "The current state of GMO governance: are we ready for GM animals?". Biotechnology Advances. 30 (6): 1336–43. doi:10.1016/j.biotechadv.2012.02.006. PMID 22361646. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "CNN.com - Glowing fish to be first genetically changed pet - Nov. 21, 2003". edition.cnn.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Aquabounty Cleared to Sell Salmon in USA for Commercial Purposes". FDA. 2019-06-19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bodnar, Anastasia (October 2010). "Risk Assessment and Mitigation of AquAdvantage Salmon" (PDF). ISB News Report. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Rudinko, Larisa (20). Guidance for industry. USA: Center for veterinary medicine Link.
  26. Perleberg C, Kind A, Schnieke A (January 2018). "Genetically engineered pigs as models for human disease". Disease Models & Mechanisms. 11 (1): dmm030783. doi:10.1242/dmm.030783. PMC 5818075. PMID 29419487. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Sato K, Sasaki E (February 2018). "Genetic engineering in nonhuman primates for human disease modeling". Journal of Human Genetics. 63 (2): 125–131. doi:10.1038/s10038-017-0351-5. PMC 8075926 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 29203824. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Sasaki E, Suemizu H, Shimada A, Hanazawa K, Oiwa R, Kamioka M, Tomioka I, Sotomaru Y, Hirakawa R, Eto T, Shiozawa S, Maeda T, Ito M, Ito R, Kito C, Yagihashi C, Kawai K, Miyoshi H, Tanioka Y, Tamaoki N, Habu S, Okano H, Nomura T (May 2009). "Generation of transgenic non-human primates with germline transmission". Nature. 459 (7246): 523–7. Bibcode:2009Natur.459..523S. doi:10.1038/nature08090. PMID 19478777. S2CID 4404433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Schatten G, Mitalipov S (May 2009). "Developmental biology: Transgenic primate offspring". Nature. 459 (7246): 515–6. Bibcode:2009Natur.459..515S. doi:10.1038/459515a. PMC 2777739. PMID 19478771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Cyranoski D (May 2009). "Marmoset model takes centre stage". Nature. 459 (7246): 492. doi:10.1038/459492a. PMID 19478751. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Forabosco F, Löhmus M, Rydhmer L, Sundström LF (May 2013). "Genetically modified farm animals and fish in agriculture: A review". Livestock Science. 153 (1–3): 1–9. doi:10.1016/j.livsci.2013.01.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lai L, Kang JX, Li R, Wang J, Witt WT, Yong HY, et al. (April 2006). "Generation of cloned transgenic pigs rich in omega-3 fatty acids". Nature Biotechnology. 24 (4): 435–6. doi:10.1038/nbt1198. PMC 2976610. PMID 16565727. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 2018-06-24 باندې). Genetically modified animals. The Guardian.
  34. Zyga, Lisa (2010). "Scientist bred goats that produce spider silk". Phys.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . These GMO Goats Could Save Lives. Fear and Confusion Prevent It.. Undark.
  36. Guelph (2010). Enviropig Archived 2016-01-30 at the Wayback Machine.. Canada:
  37. Schimdt, Sarah. "Genetically engineered pigs killed after funding ends", Postmedia News, 22 June 2012. Accessed 31 July 2012.
  38. Golovan SP, Meidinger RG, Ajakaiye A, Cottrill M, Wiederkehr MZ, Barney DJ, Plante C, Pollard JW, Fan MZ, Hayes MA, Laursen J, Hjorth JP, Hacker RR, Phillips JP, Forsberg CW, et al. (August 2001). "Pigs expressing salivary phytase produce low-phosphorus manure". Nature Biotechnology. 19 (8): 741–5. doi:10.1038/90788. PMID 11479566. S2CID 52853680. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Canada. "Enviropig[[:کينډۍ:Snd]] Environmental Benefits | University of Guelph". Uoguelph.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  40. Leung, Wendy. University of Guelph left foraging for Enviropig funding, The Globe and Mail, Apr. 2, 2012. Accessed July 31, 2012.
  41. Schimdt, Sarah. Genetically engineered pigs killed after funding ends, Postmedia News, June 22, 2012. Accessed July 31, 2012.
  42. Lai L, Kang JX, Li R, Wang J, Witt WT, Yong HY, Hao Y, Wax DM, Murphy CN, Rieke A, Samuel M, Linville ML, Korte SW, Evans RW, Starzl TE, Prather RS, Dai Y (April 2006). "Generation of cloned transgenic pigs rich in omega-3 fatty acids" (PDF). Nature Biotechnology. 24 (4): 435–6. doi:10.1038/nbt1198. PMC 2976610. PMID 16565727. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  43. Selkirk SM (October 2004). "Gene therapy in clinical medicine". Postgraduate Medical Journal. 80 (948): 560–70. doi:10.1136/pgmj.2003.017764. PMC 1743106. PMID 15466989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Cavazzana-Calvo M, Fischer A (June 2007). "Gene therapy for severe combined immunodeficiency: are we there yet?". The Journal of Clinical Investigation. 117 (6): 1456–65. doi:10.1172/JCI30953. PMC 1878528. PMID 17549248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Richards, Sabrina (6 November 2012) "Gene therapy arrives in Europe" The Scientist, Retrieved 15 April 2013
  46. Rosenecker J, Huth S, Rudolph C (October 2006). "Gene therapy for cystic fibrosis lung disease: current status and future perspectives". Current Opinion in Molecular Therapeutics. 8 (5): 439–45. PMID 17078386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Persons DA, Nienhuis AW (July 2003). "Gene therapy for the hemoglobin disorders". Current Hematology Reports. 2 (4): 348–55. PMID 12901333. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. LeWitt PA, Rezai AR, Leehey MA, Ojemann SG, Flaherty AW, Eskandar EN, Kostyk SK, Thomas K, Sarkar A, Siddiqui MS, Tatter SB, Schwalb JM, Poston KL, Henderson JM, Kurlan RM, Richard IH, Van Meter L, Sapan CV, During MJ, Kaplitt MG, Feigin A (April 2011). "AAV2-GAD gene therapy for advanced Parkinson's disease: a double-blind, sham-surgery controlled, randomised trial". The Lancet. Neurology. 10 (4): 309–19. doi:10.1016/S1474-4422(11)70039-4. PMID 21419704. S2CID 37154043. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Gallaher, James "Gene therapy 'treats' Parkinson's disease" BBC News Health, 17 March 2011. Retrieved 24 April 2011
  50. Urbina, Zachary (12 February 2013) "Genetically Engineered Virus Fights Liver Cancer Archived 16 February 2013 at the Wayback Machine." United Academics, Retrieved 15 February 2013
  51. (په 11 August 2011 باندې). Treatment for Leukemia Is Showing Early Promise. The New York Times.
  52. Coghlan, Andy (26 March 2013) "Gene therapy cures leukaemia in eight days" The New Scientist, Retrieved 15 April 2013
  53. Staff (13 February 2013) "Gene therapy cures diabetic dogs" New Scientist, Retrieved 15 February 2013
  54. (30 April 2013) "New gene therapy trial gives hope to people with heart failure" British Heart Foundation, Retrieved 5 May 2013
  55. Foster K, Foster H, Dickson JG (December 2006). "Gene therapy progress and prospects: Duchenne muscular dystrophy". Gene Therapy. 13 (24): 1677–85. doi:10.1038/sj.gt.3302877. PMID 17066097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "1990 The Declaration of Inuyama". 5 اګست 2001. Archived from the original on ۰۵ اگسټ ۲۰۰۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  57. Smith KR, Chan S, Harris J (Oct 2012). "Human germline genetic modification: scientific and bioethical perspectives". Arch Med Res. 43 (7): 491–513. doi:10.1016/j.arcmed.2012.09.003. PMID 23072719. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په 23 April 2015 باندې). Chinese Scientists Edit Genes of Human Embryos, Raising Concerns. The New York Times.
  59. Liang P, Xu Y, Zhang X, Ding C, Huang R, Zhang Z, Lv J, Xie X, Chen Y, Li Y, Sun Y, Bai Y, Songyang Z, Ma W, Zhou C, Huang J (May 2015). "CRISPR/Cas9-mediated gene editing in human tripronuclear zygotes". Protein & Cell. 6 (5): 363–372. doi:10.1007/s13238-015-0153-5. PMC 4417674. PMID 25894090. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. (په 28 November 2018 باندې). Amid uproar, Chinese scientist defends creating gene-edited babies – STAT. STAT.