منځپانگې ته ورتلل

له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو افغان د سپینې ماڼۍ مخ ته د پاکستان ریاست د ترهګرۍ پر ضد لاریون کوي.

له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ د بېلابیلو نومول سویو ترهګرو سازمانونو څخه ددغه هیواد ملاتړ څرګندوي. پاکستان په نړیواله کچه د بشپړو ثبوتونو سره سره په پرله پسې ډول د مختلفو هیوادونو لخوا تورن سوی چي په سیمه کي د خپلو شومو موخو لپاره د ترهګرو سازمانونو او ډلو څخه ملاتړ کوي. په یادو هیوادونو کي تر ډېره افغانستان ، ایران ، [۱] او هند ، [۲] او همدارنګه د متحده ایالاتو ، [۳] [۴] انګلستان، جرمني، [۵] [۶] او فرانسې [۷] [۸] هیوادونه راځي. [۹] د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني اړخ شمال لویدیځ قبایلي سیمې د لویدیځو رسنیو او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لخوا د ترهګرو لپاره د خوندي ځایونو په توګه نومول سوي دي.[۱۰] [۱۱] [۱۲] دا پداسي حال کي چي هند بیا پاکستان تورن کړی چي په جمو او کشمیر کي ترهګرو وسله والو ډلو ته د مالي ملاتړ او وسلو په ورکولو سره په سیمه کي تروریزم ته پراختیا ورکوي،[۱۳] او همدارنګه د کنټرول کرښې او د هند-پاکستان د پولې هاخوا د دولت لخوا روزل سوي ترهګر لیږي ترڅو په کشمیر او هند کي بریدونه ترسره کړي. [۱۴] [۱۵] [۱۶] د بروکینګز انسټیټیوټ د منځني ختیځ د پالیسۍ لپاره د سابان مرکز لخوا په ۲۰۰۸ کال کي د خپاره سوي تحلیل له مخي پاکستان او ددغه هیواد استخبارات د ایران له احتمالي استثنا پرته په نړۍ کي د ترهګرو ډلو تر ټولو فعال ملاتړی ګڼل سوي دي. د منځني ختیځ د پالیسۍ په مرکز کي د ترهګرۍ او امنیت پروفیسور او لوړ پوړی شنونکی ډینیل بایمن هم ادعاء کوي چي پاکستان په عمومي توګه په ۲۰۰۸ کال کي د ترهګرۍ تر ټولو فعال ملاتړی وو. په ۲۰۱۸ کال کي د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ادعاء وکړه چي د پاکستان حکومت د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بریدونو کي لوی رول لوبولی دی. هغه برید چي د پاکستان مېشته لښکر طیبه ترهګري ډلي لخوا ترسره سو.[۱۷] د ۲۰۱۹ کال په جولای کي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان متحده ایالاتو ته د رسمي سفر په ترڅ کي ددغه هیواد په خاوره کي د شاوخوا ۳۰،۰۰۰-۴۰،۰۰۰ وسله والو ترهګرو شتون ومانه.

د متحده ایالاتو د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو په نوملړ کي پاکستان د ترهګرو د خوندي ځای په توګه تشریح سوی دی، چیري چي ترهګر او د هغوی ډلي کولای سي د استخباراتي، سیاسي، پوځي او هر ډول ملاتړ څخه په پراخه توګه برخمن سي. [۱۸] اسامه بن لادن چي د القاعدې مشر او په ۲۰۰۱ کال کي پر متحده ایالاتو باندي د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو اصلي طراح وو، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایبټ آباد کي د پاکستان پوځي اکاډمۍ ته نږدې د خپل کور په انګړ کي د نیپټون سپیر عملیاتو په پایله کي د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لخوا ووژل سو. [۱۹] [۲۰]

پاکستان په تاریخي توګه د افغانستان په دننه او هندي کشمیر کي څو لسیزي پرله پسې د ترهګرو د فعال ملاتړي په توګه پاته سوی دی، چي په دې جریان کي یې د بېلابیلو ډلو لکه افغان مجاهدینو، طالبانو، حقاني شبکې، لښکر طیبه، جماعة الدعوة، سپاه صحابه او نورو په مټ ستر ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي، او د افغانستان او کشمیر ترڅنګ یې د پښتونخواه په لکونو وګړي مړه، زخمیان او بې ځایه کړي دي، او د یادو سیمو اقتصاد یې سخت ځپلی دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د راپورونو له مخي په ۲۰۲۵ کال کي اعتراف وکړ چي هیواد یې د دریو لسیزو څخه زیات د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی، او دا یې د امریکا په مشرۍ د بهرنۍ پالیسۍ پریکړو سره تړلې تېروتنه وبلل.

  1. . 16 February 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 2022-11-15. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. International Terrorism: Threats and Responses: Hearings Before the Committee on the Judiciary By United States Congress House Committee on the Judiciary, ISBN 0-16-052230-7, 1996, pp. 482.
  4. . 3 April 2006. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. . 2019-02-28. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . 2019-11-15. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2019-01-23. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  8. . 29 May 2002. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  9. . 18 July 2006. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  10. . 7 June 2012. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  11. . 12 April 2007. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  12. . 7 December 2010. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. . 2021-03-03. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  14. . 2020-11-25. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  15. . 2020-06-28. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  16. . 2021-03-25. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  17. . 24 September 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  18. . 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  19. . 2025-04-25. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  20. . 2015-10-28. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)