لغمانيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

لغمانيان هغه خلکو ته وېل کېږي چې د لغمان ولايت اصلي اوسېدوونکي وي، لغمانيان د لغمان ولايت په مختلفو ولسواليو کې ژوند کوي، لغمانيان د اخلاقو، عنعناتو، اقتصاد، قوم، ژبې او دين له اړخه په لاندې ډول دي.

اخلاق

لغمانيان د اخلاقو له نظره پر مختللي خلک دي، د هر داخلي او خارجي مېلمه ډېر قدر او عزت کوي او ډېر مېلمه پاله خلک هم دي.

عنعنات

لغمانيان په فرهنګ او کلتور محکم او ولاړ خلک دي.

اقتصاد د لغمان خلکو يا د لغمانيانو اقتصاد نسبتا ښه دې، لغمانيان زياتره په کرنه او مالداري بوخت او زحمت کښه خلک دي.

قوم

په لغمان کې مختلف قومونه ژوند کوي چې وېلای شو لغمانيان په مختلفو قومونو لکه: صافی يا ساپی قوم، بارکزی قوم، سهاک قوم، شېرزاد قوم او داسې په شمار نور قومونه اوجود لري

ژبه

لغمانيان په درې ژبو خبرې کوي چې عبارت دی له: پښتو، دري، او پشه يي

دين

لغمانيان ۹۹.۵۰ سلنه مسلمانان دي او پاتې نور يې د مختلفو دينونو تابع دي.