لطيف الله حکيمي
مفتي لطيف الله حکيمي (په انګريزي Mufti Latifullah Hakimi) د افغانستان يو مشهور سیاسي او ديني عالم دی، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو د يرغل په دوران کې د افغانستان اسلامي امارت لومړنی وياند،[۱] [۲] [۳] [۴] [۵] د صفونو د تصفيې کميسيون پخوانی رئیس [۶] او د ۲۰۲۱ ميلادي کال راهيسې د دفاع وزارت د سرمفتش[۷] په توګه دنده ترسره کوي.
| مفتي لطيف الله حکيمي | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| د افغانستان اسلامي امارت وياند | |||||||
| د مسؤليت موده ۲۰۰۱ز – ۲۰۰۵ز | |||||||
| امیرالمؤمنین | ملا محمد عمر | ||||||
| |||||||
| د صفونو د تصفیې کمېسیون رئیس | |||||||
| د مسؤليت موده ۲۰۲۱ز – ۲۰۲۲ز | |||||||
| امیرالمؤمنین | شیخ هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله | ||||||
| لومړی وزیر | الحاج ملا محمد حسن اخند | ||||||
| د دفاع وزارت سرمفتش | |||||||
| د مسؤليت موده ۲۰۲۱ – تر اوسه | |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| اصلي نوم | مفتي لطيف الله حکيمي | ||||||
| پيدايښت | زابل ولايت، نوبهار ولسوالۍ | ||||||
| تابعیت | |||||||
| ګوند | اسلامي امارت | ||||||
| پلار | ملا محمد عجم | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | وياند | ||||||
| کاروونکې ژبه(ي) | پښتو | ||||||
| سمول | |||||||
مخينه
[سمول]مفتي لطيف الله حکيمي د مرحوم ملا محمد عجم اخند زوی او د ملا حبيب الله اخند لمسی، په کال ۱۳۵۲ ھش کې د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ د موسی زو په کلي کې زيږېدلی دی.
موسی زيي د افغانستان د پښتون قام د غلجي ټبر له توخي قبیلې څخه یوه غټه پښه ده، چې اصلي هستوګنځی يې د زابل ولايت د شاجوی سیمه ده، خو ډېری يی نورو ولايتونو ته کوچېدلي دي، د کابل قره باغ، ده سبز او نورو ولسوالیو، د بادغيس ولايت مرغاب او غورماچ ولسواليو، د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ، د تخار ولايت درقد ولسوالۍ کې دېره دي او په نورو ولايتونو کې هم کم کم شته.
زدهکړې
[سمول]مفتي لطيف الله حکيمي لومړنۍ ابتدايي زدکړې په سيمهييزو خصوصي ديني مدرسو او جوماتونو کې ترسره کړې دي.
د متوسطه او لوړو زدکړو لپاره ښاغلي حکيمي د علم او معرفت د ترلاسه کولو اوږد او له کړاوونو ډک سفر د هيواد په بېلابېلو علمي حوزو او همدارنګه د هجرت په ستونزمنو پړاوونو او د مهاجرت په پنډغالو کې په لوړ عزم، زغم او نه ستړي کېدونکو هڅو سره تعقيب کړ او په همدې لړ کې يې په فقهي علومو کې د تخصص (دوکتورا - PHD) تر کچې خپلې لوړې زدکړې بشپړې کړې.
مشهور استادان
[سمول]- مرحوم علامه شيخ عبدالفتاح أبو غده(د سوریې مشهور حنفي عالم) رحمه الله.
- مرحوم علامه مفتي محمد زرولي خان رحمة الله عليه.
- مرحوم علامه شيخ حبيب الله سندهي رحمه الله.
- علامه شيخ مفتي عبدالرؤف غزنوي (د دارالعلوم دیوبند استاد).
- مرحوم علامه شيخ عنايت الله «د غبرګي اخندزاده صاحب» رحمه الله.
- علامه شيخ عبدالحکيم حقاني (د افغانستان اوسنی قاضي القضاة) حفظه الله.
سياسي او جهادي فعاليتونه
[سمول]مفتي لطيف الله حکيمي چې هغه مهال له ديني علومو تازه فارغ سوی و، په افغانستان کې د شر و فساد پر وړاندې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) تحريک پيل کړی و، مفتي حکيمي صيب هم له همدې تحريک سره ملګری سو، د کندهار، په ځانګړې توګه د سوېل لوېديځ زون له فتحې وروسته د يوې پېښې په ترڅ کې له روسانو سره د خبرو اترو او د بنديانو د تبادلې يو هيئت (کميسيون) جوړ او مشري يې حکيمي صيب ته وسپارل سوه، له څه مودې هلو ځلو وروسته هغه هيئت منحل او کميسيون پای ته ورسېدی، بيا حکيمي صيب د زابل له والي مولوي عبدالغني جوزجاني سره د مرستيال په حيث واستول سو، له څه مودې وروسته بيا نيمروز ته له همدغه والي سره په همدې حيث ولاړی، له څو ورځو او شپو وروسته د مخالفينو د تعروضي بريد په پايله کې د تورن اسماعیل خان په لاس نيمروز سقوط او مفتي حکيمي سخت زخمي سو، د سيمې د خلکو په همکاري د مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمې څخه وايستل شو او د تداوي په موخه کندهار ته واستول سو.
د هرات د پوهنې، څارنوال او د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه دندې: له درملنې او رغېدو وروسته، هغه مهال هرات او ورنږدې ولايتونه فتحه سوي وو، هرات ته د پوهنې د رئيس په توګه ولاړی، څه وخت يې هغه مسؤليت تر غاړې و چې بيا د همدې ولايت د څارنوال په حيث وګمارل سو. دا چې هرات د علم، ادب او فرهنګ کور دی، مفتي صيب هم د همدې ډګر ممتاز شخصيت و، له همدې امله د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤليت ور وسپارل سو....
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه دنده: دا چې غزنی هم د علم، فرهنګ او اسلامي ثقافت مرکز و، نو اړتيا وه چې يو داسې څوک يې کلتوري چارې مخته يوسي چې د غزني پخوانی او تاريخي حيثيت او ارزښت وساتل سي نو د مشرتابه له پريکړې سره سم مفتي حکيمي صيب د لرغوني غزني د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه وټاکل سو، بيا پر همدې مسؤليت تر پايه پاته و ترڅو چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې پر افغانستان د امریکا په مشري د ناټو يرغل کېدی.
د امریکا له يرغل وروسته د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وياند په توګه دنده: [۸] [۹]
له امریکايي تاړاک سره هم مهاله اسلامي امارت عقب نشيني وکړه، غرونه يې سنګرونه وګرځول، دا ځل د داخلي شر و فساد پر ځای له بهرنيو اشغالګرو سره جهاد پيل سو، د مجاهدينو د سرښندنو د ښه انعکاس لپاره د مشرتابه له لوري يو ځانګړی رسنيز ادرس د وياند په توګه مفتي حکيمي صيب وګمارل سو، له دې سره هم مهاله حکيمي صيب له داخلي او بهرنيو رسنيو سره کمسارې مرکې وکړې او د اشغال پر وړاندې يې د اسلامي امارت قيام او فعاليت رسنيز کړ.[۱۰]
حکيمي صيب د اسلامي امارت د وياند په توګه د دندې ترڅنګ، په بېلابېلو پيښو کې د اسلامي امارت د استازي په توګه خبرې، اعلاميې، د دريځونو بيانول، رسنيو ته د معلوماتو ورکول او نور فعاليتونه کول.
د بيلګې په توګه، د يو لبنانی شرکت، چې د ناټو په چوکاټ کې يې دلته په افغانستان کې کار کاوه؛ د همدې شرکت يو انجنير چې صفي الدين محمد رضا نومېده، مجاهدينو ونيوه، بيا هغه شرکت له حکيمي صيب سره په رابطه کې سو او د خپل بندي د خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه، حکيمي صيب له مشرتابه سره په مشوره له هغه شرکت سره خبرې وکړې او په دې شرط توافق ته سره ورسېدل چې شرکت به نور دلته په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې فعاليت ختموي او وځي به، په عوض کې به يې اسلامي امارت د دوی بندي خوشی کوي، د العربيې تلويزيون د راپور له مخې حکيمي صيب د فرانس خبري اژانس ته وويل چې رضا د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ ته وړل سوی دی او وروسته ورته ويل سوي و چې د حکومت يوې پوستې ته ولاړ سي، په همدې توګه خوشی سو. دغه خبر د حکيمي صيب د وياندويي ترڅنګ د اسلامي امارت د يو استازي په توګه د هغه د فعاليتونو يوه بېلګه ښيي. [۱۱]
د راپورونو پر اساس هغه مهال ځينو نورو کسانو هم له رسنيو سره په رابطو کې دا ادعا کړې وه، ګواکې د اسلامي امارت ويندويان دي، لکه احمد مختار مجاهد، حامد اغا، ملا عبدالصمد، استاد محمد ياسر، محمد امین، سيف العدل او.... د RFE د راپور پر اساس، چې ډېر ځله به يې خبرې له يو بل سره په ټکر کې وې، خو وروسته بيا د امريکا تر کنټرول لاندې د کابل ادارې اړوند له ارګ څخه چاپېدونکې ورځپاڼې"انيس" هم مفتي لطيف الله حکيمي د طالبانو د وياند په توګه ياد کړ.[۱۲]
زنداني کېدل:
د ۲۰۰۵ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې مفتي حکيمي د ورپيښې ناروغۍ د درملنې په موخه پاکستان ته په پټه سفر وکړ، له کراچۍ څخه د بېرته راستنېدو پر مهال په نيمه لار کې د بلوچستان ايالت په سرښار کوټه کې د پاکستاني استخباراتو له لوري ونيول سو، په زندان کې له يوې مياشتې پلټنو وروسته د افغانستان او امريکا ګډ استخباراتي ټيم ته، له څوارلس نورو افغان طالب مشرانو سره يوځای وسپارل سو.[۱۳][۱۴]
ډېر وخت يې په کابل کې په پټو استخباراتي خونو کې زندان تېر کړ چې وروسته بيا څرخي پله زندان ته واستول سو.
له زندانه خلاصون:
له څه کم دوه کلونو زندان تېرولو وروسته د يوه بهرني، ايټالوي تبعه "دانييل ماسترو جيوکومو" په بدل کې د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې له څلورو نورو طالب مشرانو سره يوځای حکيمي صيب تبادله او له اسلامي امارت سره یوځای سو. [۱۵]
ليکل شوي آ ثار
[سمول]ليکلي آثار، کتابونه، اجزأ، رسالې، مقالې او ځينې مهمې ليکنې.
چاپ شوي آثار
[سمول]لومړی: په پښتو ژبه کې چاپ شوي کتابونه:
۱ــ دستور الاسلام ورسره نظام سلام. د چاپ کال (۱۴۱۹ھق).
۲ــ د سود مسئله. د چاپ کال (۱۴۲۰ ھق).
لرغونی هرات لرغونې ودانۍ. (تاريخي اثر) د چاپ کال (۱۴۲۱ھق).
۴ـ،ـ د سهار او ماښام أذکار. د چاپ کال (۱۴۳۵ھق).
۵ــ په اسلام کې د ماشوم حقونه. د چاپ کال (۱۴۲۰ھق).
۶ــ قرآني بوټي. د چاپ کال (۱۴۴۷ھق).
۷ــ نبوي درملنه. د چاپ کال (۱۴۴۷ھق).
دوهم: په دري ژبه کې چاپ شوي کتابونه:
۸ــ شعر و داستان در آئنه رسالت. د چاپ کال (۱۴۱۸ھق).
۹ــ ابداعات قدیمه و جديده در اسلام. د چاپ کال (۱۴۱۸ھق).
۱۰ــ تحريم اقتصادی و افغانستان. د چاپ کال (۱۴۱۸ھق).
۱۱ــ ماه غفران رمضان المبارک. د چاپ کال (۱۴۱۷ھق).
۱۲ــ فضل المالک فی بيان المناسک. د چاپ کال (۱۴۱۷ھق).
۱۳ــ امنيت و نظام اسلام. د چاپ کال (۱۴۱۷ھق).
درېيم: چاپ شوې مقالې:
۱۴ــ د بيوعو فقهي حيثيت. د دفاع وزارت مجله کې (۱۴۴۶ھق).
۱۵ــ نبوي طب. په الاماره ويب کې سلسله وار. (۱۴۳۱ھق).
۱۶ــ قيامت نامه. نن ټکی آسیا ويب پاڼه....
۱۷ــ عربي گڼ مقالات. په الصمود مجله کې.
۱۸ــ اردو مقالات د امارت په شريعت اردو مجله کې.
څلورم: چاپ ته چمتو کتابونه:
۱۹ــ اسلامي ثقافت او د اسلام ټولنيز نظام.
۲۰ــ عقيدة الطحاوي.پښتو (ژباړه او اړينه تشريح).
۲۱ــ د پوليو څاڅکي دوا که زهر؟. تحقيقي رساله.
۲۲ــ د روژې اړوند ۱۰۰مسئلې.
ناچاپ آثار
[سمول]پنځم: ناچاپ پښتو کتابونه او رسالې:
۲۳ــ الوتونکي پکولونه، ناپيژاندی مخلوق او فراماسيون.
۲۴ــ سوله د ټولو شخړو وروستنۍ حل لاره.
۲۵ــ نابلده مېلمانه.
۲۶ــ لويه قرباني.
۲۷ــ قيامت نامه او د هغې پښتو شرحه الحجة التامه.
۲۸ــ خليفة الله المهدي.
۲۹ــ عجيبه زېری.
۳۰ــ ظالم ورور.
۳۱ــ شعر د شريعت له لارې.
۳۲ــ روانې فتنې او له هغوی څخه د خلاصون لارې.
۳۳ــ پر ځمکه لومړنی قدم.
۳۴ــ د لوی رب خوا ته بلنه او د هغې اصول.
۳۵ــ د ډبرو باران.
۳۶ــ د ثموديانو تباهي.
۳۷ــ د پاچا خوب.
۳۸ــ د اولاد بندولو دواګانو حقيقت او حکم.
۳۹ــ د نبوي شمائلو څلوېښت حديثونه، همدا راز د جهاد اړوند څلوېښت حديثونه.
۴۰ــ د قرآن کریم تفسیر: لطائف الرحمن في تفسير القرآن. تر ليکنې لاندې... دېرش ټوکه.
شپږم: په دري ژبه کې ناچاپ کتابونه او مهمې رسالې:
۴۱ــ زلازل تعذيبات و تنبيهات.
۴۲ــ نظم و نثر در موازنهء ادبيات دری.
۴۳ــ تلاش غربیها برای نقاط ضعف در افغانستان.
۴۴ــ مجموعۀ ادبيات دری.
۴۵ــ پيمانهای ننگين دولت دست نشاندۀ افغانستان باغربیها از نظر اسلامي، حقوقي و سياسي.
۴۶ــ عاشورا و اهميت آن.
۴۷ــ جبهات و نظريات ناموافق در ائتلافهای جديد.
۴۸ــ طب سنتی و مؤثريت علاج.
او ځينې نور....
اووم؛ عربي ناچاپ کتابونه او رسالې:
۴۹ــ الأعشاب والعلاج الدين. (مکمل دوه ټوکه).
۵۰ــ جزاء في اعمار المنار و ارحاب المحاريب.
۵۱ــ جزء في وضع اليدين تحت السرة في الصلاة.
۵۲ــ جزء في بنأ القباب علی قبور الصلحآء.
۵۳ــ جزء في أحکام اللحية في المذاهب الأربعة.
۵۴ــ جزء في حقيقة الحرکة الوهابية والخلافة العثمانية.
۵۵ــ جزء في تاريخ القبة الخضرآء وأرآء المتشددين.
۵۶ــ السياسة والإمارة الإسلامية في ضوء القرآن والسنة النبوية.
او....
مرکې او ويناوې
[سمول]له فتحې وروسته نظامیانو ته مهمی سپارښتنې: لينک [۱۶]
صدای شما ؛ له اريانا تلويزيون سره ځانګړې مرکه: لينک [۱۷]
Exclusive interview with Mufti Latifullah Hakimi, Head of the IEA’s Clearing of Ranks Commission [۱۸]
شعرونه
[سمول]د ميرمنې تاريخي حيثيت! لينک [۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=5143&task=view&total=801&start=282&Itemid=2.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2005/10/printable/051027_s-taleban-spokesman.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.alwasatnews.com/news/400122.html.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.rferl.org/a/1061903.html.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.aljazeera.net/news/2005/6/20/%d9%85%d9%82%d8%aa%d9%84-22-%d8%a3%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a%d8%a7-%d8%a8%d9%87%d8%ac%d9%85%d8%a7%d8%aa-%d9%85%d8%aa%d9%81%d8%b1%d9%82%d8%a9-%d9%88%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.gettyimages.com/detail/news-photo/latifullah-hakimi-head-of-the-talibans-ranks-clearance-news-photo/1238666878.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.ariananews.af/fa/%DA%AF%D9%81%D8%AA%DA%AF%D9%88%DB%8C-%D9%88%DB%8C%DA%98%D9%87-%D8%A8%D8%A7-%D9%84%D8%B7%DB%8C%D9%81-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AD%DA%A9%DB%8C%D9%85%DB%8C%D8%8C-%D8%B3%D8%B1%D9%85%D9%81%D8%AA%D8%B4/.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.aljazeera.net/news/2005/6/20/%d9%85%d9%82%d8%aa%d9%84-22-%d8%a3%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a%d8%a7-%d8%a8%d9%87%d8%ac%d9%85%d8%a7%d8%aa-%d9%85%d8%aa%d9%81%d8%b1%d9%82%d8%a9-%d9%88%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.alwasatnews.com/news/400122.html.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=5143&task=view&total=801&start=282&Itemid=2.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.alarabiya.net/articles/2005%2F08%2F18%2F15979.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.rferl.org/a/1060528.html?utm_source=chatgpt.com.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.urduvoa.com/a/for-years-taliban-spokesmen-operated-from-shadows-now-they-are-in-spotlight-26aug2021/6015779.html.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2005/10/051027_s-taleban-spokesman.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2005/10/051027_s-taleban-spokesman.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://x.com/Zabulwal_/status/1671813806886998016.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://m.youtube.com/watch?v=JLzXyDulxZ0.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://www.ariananews.af/exclusive-interview-with-mufti-latifullah-hakimi-head-of-the-ieas-clearing-of-ranks-commission/.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ https://m.youtube.com/watch?v=wRdZ-V8iiEE.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help)
