منځپانگې ته ورتلل

لبنا قرطبیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کوردوبا لوبنا
لبنى (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ناجوت ارزښت[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
10 مه پېړۍ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
10 مه پېړۍ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ناجوت ارزښت[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
زدکړنځی
ناجوت ارزښت پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
قومي ډلې

لبنا قرطبیه (مړینه ۳۷۴ هجري کال، چي د ۹۸۴ زیږدیز کال سره سمون لري ) په اندلس کي د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال د خلیفه الحکم المستنصر بالله کاتبه (لیکونکې) وه. نوموړې مېرمن په اصل کي یوه هسپانوۍ مینځه وه، چي وروسته په قرطبه کي د اموي خلیفه ځانګړې منشي او لیکواله سوه. لبنا د خپل وخت یوه ښه لیکونکې، ګرامر پوه، شاعره، د ریاضي ماهره او په ساینس کي هم څه اندازه ښکېله وه. هغه په ۳۷۴ هجري کال کي وفات سوه.

لبنا د قرطبې په کتابتون کي د ډېرو لیکونو د تیاتر، لیکلو او ژباړي مسؤلیت په غاړه درلود. لبنا او حسداي بن شارع په مدینة الزهرا کي د مشهور کتابتون د جوړولو له امله زیات شهرت درلود.

د عربي تاريخي سرچینو له مخي د خلیفه الحکم په واکمنۍ کي د مدینة الزهرا په کلتوري تولید کي ښځینه قشر پراخه ونډه درلوده، او د ښار په ځینو څنډو کي له ۱۷۰ څخه ډیرو تعلیم یافته ښځو د ارزښتناکو نسخو د کاپي کولو مسؤلیت او چوپړ په غاړه درلود.

سرچینې

[سمول]

https://rehlatandalusia.com/%D9%84%D8%A8%D9%86%D9%8A-%D8%A8%D9%86%D8%AA-%D8%B9%D8%A8%D8%AF-%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%88%D9%84%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%86%D8%AF%D9%84%D8%B3%D9%8A%D8%A9/ Archived 2020-09-17 at the Wayback Machine.

  1. 1 2 "Las mujeres de al-Andalus" (PDF) (in اسپانيايي ژبه). ترلاسه‌کېدو نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۶.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ويل شوي په: Королевская академия истории.