منځپانگې ته ورتلل

لارښود:سمادېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی د ١٣٣٤ كال د غويي دمياشتې پر ٢١مه نېټه په کندهار ښار كې زېږېدلی دی . دکابل ښارد محمود هوتکي له ښوونځي څخه وروسته په (١٣٥٤ ) کې دکابل له حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوليسانس يې په (١٣٥٨)ل کال کې دکابل دکرنې پوهنځي د مېوو او ځنګلونو په څانګه كې اخيستى دى.

د کرنې په پوهنځي کې يې د استاد په توګه دنده تر سره کړې او په (١٣٦٧ ل )  د  تاجکستان دکر نې له انيستيتوت څخه  يې ماستري اخېستې ده په نړيوالو موسسو کې يې دمېوودمسول په ټوګه هم کار کړی دى . ښاغلی نظري له تېرو څه باندې لسو كلونو راپه دې خوا په لندن كې اوسي .

د كرنې په برخه كې په كتابي بڼه د دۀ دا اثار چاپ شوي دي :

زعفران د مېوولرونکو ونو ډېرونه د روميانو پيازو او بېنډيو وچول باغباني

دسابو تازه ساتنه
په باغونوکي د سرې استعمال او نور

له ١٣٦۰کا ل راهيسې يې د طنز او کيسو په ليکلو پيل کړی .

چاپ شوي ادبي اثار:

د څوکۍ خوند  ( د طنزونو ټولګه)

سر خلاص که ! ( د طنزونو ټولګه) انساني سرکس ( د طنزونو ټولګه) پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه) خندنۍ بهرنۍ ټوکې (لومړی ټوک) خدا روزيش کنه ( د طنزو نو ټولګه) پايلوچان ( ناول)

اسماني کتابونه

هوا( د لنډو کيسو ټولګه) اسلام او معاصر ساینس

چاپ ته چمتو اثار:

خندنۍ بهرنۍ ټوکې (دویم ټوک) طنز څه شی دی!( د طنز لیکولو اساسات) د نړۍ افسانه يي الوتونکي


هغه د (tanzona.com ) په نامه یو وب پاڼه لري چې هر اوونۍ د طنز په هکله نوی مطلبونه خپروي

دطنزبیلګې

سر خلاص که!

موږک د يوې عريضی او يوې ټوټې پورزې سره د زمري دوتر ته چې د ځنګله ر ييس وو ورغی ،هغه لا سکرتريت ته نه وو رسيدلی چې رييس ته د هغه په هکله په انګريزی ژبه يو سپارښتی تيلفون هم وشو. نو رييس بېله دې چې دهغه سوانح او تحصيلی اسنادوګوري هغه يې سمدسي د پيل(فيل) په بست کې مقرر کړ. په لومړي سر کې موږک ډير خوشاله وو لوړ معاش ، موټر غټ دوتر.... يې درلوداو ډب- مب يې لوړ وو خو د پلان په ليدو چې له ورځی د شپږ و ونو پرېکول او له ځنګله نه تر پاخه سړکه د هغو وړل وه، په ليدو يې غړي وتښتېدل، د بريتو وېښتان يې نيغ ودريدل او لکۍ يې يو ډانګ شوه.

 هغه ددرواغو راپورونو ځوراوه او د راتلونکی مسوليت نه ډارېده، نو په خپل ګريوان کې يې سر دننه کړ اوسر يې هلته بند شو نو دا يې وپتيله چې  ګریوان غټ کړی لږ ټيټ بست ونيسی چې نه وجدان او نه بل بد پرې ووايی نو په همدې هوډ د رييس دوتر ته ورغی او موضوع يې په شفاهی ډول  هغه ته وويله ،چې په ټيټ بست کې يې مقرر کړی خو رييس نه منل 

موږک رييس ته په زاريوويل :صيب په خدای زه موږک يم ! والابيلاکوشنی موږک يم! زه کله کولای شم د پيل په بست کې کار وکم. له ډيرو خبرو اترو وروسته رييس پوه شوچې غټه واسطه لرونکی کوچنی موږک يې نه منی او په سياسي غولونې يې سر نه خلاصيږی اوګټوری نه دی او په يوازی تشوخبر و يې بسيا کوای نشی، نو زنګ يې وواهه او خپلي سکرترې ته يې وويل: دلته ځانګړې غونډه ده څوک مه را پريږده! بيا يې تړلی وره ته يو ميز کيښود ،کړکۍ يې وتړله د دوترد کړکۍ او وره پرده يې کش کړه اود بي بي سي راديو ږغ يې جګ کړ او موږک ته يې په جدی ټوګه ورو وويل: چې نور يې کولای شی ته خو لاشکر ځوان يې تيز غاښونه ،شخ شخ بريتونه ،،اوږده لکۍ... موږک له غروره په خپلو دوه تارو شخو بريتو لاس تير کړ

رييس د   ميز شا ته غلی کيناست  او ورو يې د مخ نقاب  ته ګوتې وروړې او د موږک نه يې ورو مګر جدی  وپوښتل:

ته پوهيږی زه چې د زمری په بست کې کار کوم

څوک يم سر خلاص که!؟

موږک بېله ځنډه په موسکا ورته وويل: ـ هو صيب موشه خر . رييس په ګونګه ژبه ترې وپوښتل: ته له... څه... نه نه نه ...پوهيږی ....چې... زه موشه خر يم؟ موږک ورته وويل : ټوله پوهيږی صيب !چې ته خر يې او د زمری دنده اجرا کوی د رييس په تندی دخولو مرغلری راماتي شوي د ساختګی غور پر ځای زار زار په هنګا شو او د زمری نقاب يې له ځمکې وويشت.

د څوکۍ خوند

ترهغې وروسته چې جلندر خان له رياست ليري شو برات ګل خان چې ډير ښه چلندي او ټولنيږ سړي دی زموږ رييس شو هغه هر چا ته ان که د نهمې رتبې مامور هم وي له ځايه ورته پورته کيږي د لاس روغبړ ورسره کوي او تر کتنې وروسته يې تر وره پوري بدرګه کوي. زما دا کړه وړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی . ورو ورو ځير کيدم چې نوی رييس صيب يوازي پخواني رييس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږي په ناستي روغبړ ورسره کوي او وروسته يې هم نه بدرګه کوي ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه مې يوه ورځ رييس صيب ته ورغلم .ماته چې د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مې د يوې پوښتنې غوښتنه ترې وکړه هغه په ورين تندي اجازه راکړه: ماځيني وپوښتل: رييس صيب که څه سپين سترګې کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه درڅخه وکړم. مهرباني! تاسود هغه ښه چال چلنداو سلوک له مخي چې لری ټولو اړوندو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګيږی خو... خو يوازي جلندر خان ته ... که مو ډير ځيني بد راځی چې نور دلته د راتلو اجازه ورنه کړم. رييس وويل: نه، نه! د رييس تندي لا پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:- -هغه داسي سړي دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سم له لاسه زما پر ځای کښېني او ورو يې زياته کړه : هغه د دې څوکۍ خوند ليدلی دی.

رايګيري

مدير عارف په منډه منډه د غونډې کوټې ته ځان ورسواوه، هغه سوچ کاوه چې پرې ناوخته شوی به وي نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخيستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليزکې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډ ې کوټې ته ننووت او د نورو غړو په منځ کې چې د هغو هم ښي لاسونه جګ وو، کيناست د ده نه وروسته مدير صمد ، مدير اکرم، مدير جعفر ،پري ګله چې د هغو ښي لاسونه هم پورته وو يود بل پسې کوټې ته راننوتل. رييس د دې اکر ( وضعي) په ليدو لږ سور واوښت موسکی شو او ويي ويل: وبښی! زما په تخر کې دانه راختلې او نه شم کولای لاس ټيټ کړم خير په هر ډول لکه چې د غونډې ډير غړي پوره دي نو غونډه رسماً پيلوم.

د سپین شعر بیلګې

دپښتنوکلی دوږو ستړو ټپوسانو د غره په سهیل کي شپه شوه یو بل ته یې ویله: دا عجبه کانه ده؟! چي پسرلی شی شپې لنډیږی خو دلته لا اوږدیږی!

بیا وږی ستړی ټپوسان

په لور د کلی سوه روان په لاره په یوه وچه ونه که دمه سوه کتل یې و هوا ته دلارې ولنډتیا ته یو کریغه کړه له خوشالۍ اوه! هلته د بم خړوسکې مالومیږی دا ښه سو. دلته ام پښتون اوسیږی آزادی مو مبارک شه! دآزادی مو مبارک شه! په اټنو سره دشهیدانو د قبرونوشناختې وښورېدې په زندانو کي د زولنو شرنګی شو په ګوانتانامو کي د نعت ږغ پورته شو اوویل یې غوښتل کومه آزادی ؟ د ژوند نه آزادی ؟ ما ویل: نه ،نه یو زوړ په ترخو میو مست خماری چي دبوتل دننه یې د میو د یو څاڅکی پسې کتله

راته په هیښتیا وویل:

دچا آزادی؟ ما ژیړ ی سترګې ورته کتل نه پوهیدم څه ورته ووایم

د هغه نه وداړشوم ترې وتښتیدم

او په منډه منډه می ور ته وویل: دغازې امان الله آزادی هغه راته وویل: ولي له رښتیا نه تښتې ؟ هغه څوک دی زه د هغه انځور نه په پیسو نه په دوترو نه په سفارتو کي نه وینم، نه وینم ته هغه وینی؟

ما شاوخوا وکتله 
نه، نه

هغه راپسی ناری کړه: ځان مه غولوه خلک در باندی خاندی امان خپله په لومه کي بند دی لومړی هغه آزاد که! بیا آزادی له آزادی نه آزاده که! تر هغه مه وایه آزادی دی مبارک شه که چا وپوښتل: کومه آزادی ؟؟؟؟ بیا به څه و رته وایي