منځپانگې ته ورتلل

قمرگله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قمر گله
زېږون نوم قمر گله
زېږېدنه ۲۱ جنوري ۱۹۵۲(1952-01-21) ننگرهار، افغانستان
مړينه ۹ ډېسمبر ۲۰۲۲ کاناډا، تورنټو
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

د طلايي آواز لرونکې قمرگل يا قمرگله چې له درنښته ورته مېرمن قمر گل وايي، چې اصلي نوم يې شکريه و، د گل شېرين لور وه، چې په ١٣٣٦ لمريز (۱۹۵۶زېږديز) کال د د ننگرهار ولايت[۱] د ښېوې ولسوالۍ د شگې کلي کې سترگې غړولي.[۲] [۳][۴][۵]او د افغاني موسيقي هنر ته له همغه وخته يوه ځانگړې ډالۍ وه.

په اووه کلنۍ يې په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت څخه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځلېده .

د مېرمن قمرگل لومړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې په دې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري ژوندانه په بدل کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه ، سردار محمد داود خان ، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله له خوا څخه د خلکو او ملت په نماينده گۍ طلايي مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي ، او د (( زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم )) سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډېره وځلوله او د ميرمن قمر گل وروستۍ لاس ته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا څخه ورته ورکړل شوى دى. ميرمن قمر گل په اووه کلنۍ په سندرو ويلو پيل کړى او لومړنۍ سندره يې ، لكه څنگه چې پاس هم وويل شول ، (( په ما مينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) ده.

اغلې قمرگل د ورو ورو کېږده قدمونه سندرې ويلو سره ډېره مشهوره شوه، چې د نوموړې د دې سندرې د زيات شهرت پراساس د وخت پاچا محمد ظاهر شاه له خوا ورته د سرو زرو مډال ورکړ.

[۶]په ۱۹۸۳ کال کې د هغه وخت د ولسمشر ببرک کارمل له خوا د طلایې حنجرې لقب ورکړل شو او په ۲۰۰۷ کال کې یې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د افغانستان د بلبلې لقب ترلاسه کړ.[۷]

مېرمن قمر گل يو وختي د راډيو افغانستان له خوا څخه د کال سندرغاړې ، په دې وروستيو وختونو کې د آريانا د ټلويزيون له خوا د خلکو په نماينده گۍ د ښې سندر غاړې جايزه او ١٩٩٨ يم کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا او په دې توگه په سلگونو نورې جايزې او لقبونه گټلي دي . ميرمن قمر گل واده کړى ، درې لوڼې او درې زامن لري ، په کاناډا کې ژوند کوي . د خپلو زامنو په مرسته لا تر اوسه هم خپلو هنري کارنو ته دوام ورکوي.

مړينه

مېرمن قمر گل د ۲۰۲۲ زېږديز کال د دېسمبر په ۹مه نېټه د جمعې په ورځ د کاناډا په تورنتو کې د ۷۰ کلنۍ په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.[۸][۹][۱۰] [۱۱][۱۲][۱۳]

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/07/090728_mmn_s7qamargul-310709.shtml
  1. "د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې قمرګل مړه شوه". ۸ صبح. ۲۰۲۲لمريز ډېسمبر ۱۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ياد, لطيف (۲۰۲۲لمريز ډېسمبر ۱۰ مه). "میرمن قمرګل له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه". دعوت مېډيا.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. "د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګل مړه شوه". پښتو.ازادي راډيو.کام. ۱۴۰۱لمريز ليندۍ ۱۹ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. "اغلې قمرګل مړه شوه د «افغانستان د بلبلې» هنري ژوند ته لنډه کتنه". امو.ټي‌وي/پښتو. ۱۴۰۱لمريز ليندۍ ۱۹ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. "د ښځو نړۍواله ورځ؛ کاناډا کې د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه جوړه شوه". افغانستان اينټرنېشنل/پښتو. ۱۴۰۲لمريز کب ۱۸مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې قمرګل مړه شوه". ۸ صبح. ۲۰۲۲لمريز ډېسمبر ۱۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "اغلې قمرګل مړه شوه د «افغانستان د بلبلې» هنري ژوند ته لنډه کتنه". امو.ټي‌وي/پښتو. ۱۴۰۱لمريز ليندۍ ۱۹ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. ياد, لطيف (۲۰۲۲لمريز ډېسمبر ۱۰ مه). "میرمن قمرګل له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه". دعوت مېډيا.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. "د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې قمرګل مړه شوه". ۸ صبح. ۲۰۲۲لمريز ډېسمبر ۱۰ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. "د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګل مړه شوه". پښتو.ازادي راډيو.کام. ۱۴۰۱لمريز ليندۍ ۱۹ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. "اغلې قمرګل مړه شوه د «افغانستان د بلبلې» هنري ژوند ته لنډه کتنه". امو.ټي‌وي/پښتو. ۱۴۰۱لمريز ليندۍ ۱۹ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. سهرابي, عاطفه (۲۰۲۲زېږديز دېسمبر ۱۰ مه). "د افغانستان مشهوره سندرغاړې مېرمن قمرګل مړه شوه". پژواک خبري اژانس/پښتو.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. "د ښځو نړۍواله ورځ؛ کاناډا کې د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه جوړه شوه". افغانستان اينټرنېشنل/پښتو. ۱۴۰۲لمريز کب ۱۸مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)

وېشنيزه:ننگرهاريان