قطبي اېږ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Ursus maritimus
قطبي اېږ
مملکه ژوي
څانگه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه تي لرونکی ژوي
کورني غوښه خوړونکی ژوي
جېنس يږان

قطبي اېږ (په لاتين: Ursus maritimus) د اېږانو څخه دي چې په شمالو قطبو سیمو کې ژوند کوي. په اوس وخت کې په نړی کې ۲۰ - ۲۵ زره تنه قطبي اېږان ژوند کوي. اوږدوالي یی ۲،۵ متره وي او وزن یی ۴۰۰ - ۷۰۰ کیلوگرامه دي. نوموړی ژوي کبان او سمندري خوگان ښکار کوي. قطبي اېږ عالي لامبوزن دي او پرته له انسان، سمندري نولى او وژونکی نهنگ نه هېڅ دښمن نه لري.