فی ظلال القرآن (تفسیر)
ونگبڼه
في ظلا القرآن د قرآن کریم یو خورا اغیزمن تفسیر دی چي د ۱۹۵۱-۱۹۶۵ کلونو ترمنځ د مصر انقلابي څېرې سید قطب (۱۹۰۶-۱۹۶۶) لخوا لیکل سوی دی. سید قطب د اخوان المسلمین د ګوند یو مشر و. هغه په ۱۹۵۴ کال کي د راپورونو پر بنسټ د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر د وژنې له هڅي وروسته په زندان کې د قرآن شریف د ۳۰ جلدونو (۱۱۴ سورتونو ) ډیری برخه ولیکله. دا تفسیر د نوموړي له نظره د اسلامي دولت او ټولني لیدلوری بیانوي.
فی ظلال القرآن (تفسیر)
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ژانر | |
| ژانر |
د تفسیر کار تر ۳۰ جلدونو پوري غځېدلی دی چي د قرآن کریم د ۳۰ جز برخو سره ورته والی لري. یاد تفسیر په څو ژبو ژباړل سوی دی، چي انګلیسي ، فرانسوي ، جرمني ، اردو ، ترکي ، اندونیزیايی ، فارسي ، هندي ، ملیالم او بنګالي ژبي پکښي راځي.