Jump to content

فهد بن عبد العزیز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فهد بن عبدالعزیزالسعود (په عربي ژبه فهد بن عبدالعزیز آل سعود، په لاتیني Fahd ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd,، د عربي ژبې په النجدیه لهجه یې تلفظ: [fah(aː)d ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې زېږېدلی د ۲۰۰۵ ز کال د اګست په لومړۍ مړ شوی) د سعودي عربستان یو سیاستوال، چې د ۱۹۸۲ز کال د جون له دیارلسمې نېټې څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۲۰۰۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. د هغه تر رسم ګذشت مخکې، هغه د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ  له ۲۵ څخه د ۱۹۸۲ ز کال د جون تر دیارلسمې نېټې پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه د معاصر سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز اتم زوی و. همدارنګه د عبدالعزیز له شپږو زامنو څخه څلورم زوی و چې پاچهي یې وکړه (نور یې سعود، فیصل، خالد، عبدالله او سلمان وو).

د سعودي عربستان فهد
فهد بن عبد العزيز آل سعود (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۲۱[۱] — ۱۹۲۳[۲] — ۱۹۲۰[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱ اگسټ ۲۰۰۵[۴][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
  لړۍ...
Seeta bint Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلAl-Bandari bint Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلAl Jawhara bint Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلLatifa bint Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلMusa'id bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلMutaib bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلMuhammad bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلTurki I bin Abdul (en) ژباړلخالد بن عبدالعزيزد سعودي عربستان فیصلSaud of Saudi Arabia (en) ژباړلTurki II bin Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلMishaal bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلAbdul-Rahman bin Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلSattam bin Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلSultan bin Abdulaziz (en) ژباړلNayef bin Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلسلمان ابن عبدالعزیز آل سعودAhmed bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلAbdul Majeed bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلHazloul bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلBadr bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلFawwaz bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلMashhur bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلAbdul Ilah bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلBandar bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودMamdoh bin Abdulaziz (en) ژباړلMansour bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلNasser bin Abdulaziz (en) ژباړلNawwaf bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلTalal bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلSaad bin Abdulaziz (en) ژباړلMuqrin bin Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلThamir bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلHaya bint Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلLuluwah bint Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلSultana bint Abdul-Aziz Al Saud (en) ژباړلMajid bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلMishari bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلHamoud bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړلAbdul Muhsin bin Abdulaziz Al Saud (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې

هغه د اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د پاچا عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) تر ټولو مشر و، چې د حسه بنت احمد السدیري څخه د پاچا عبدالعزیز زامن وو. هغه د پاچا سعود د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۵۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر په توګه خدمت وکړ. تر هغه وروسته د پاچا سعود د واکمنۍ تر پایه او د پاچا فیصل د واکمنۍ په ټوله دوره کې له ۱۹۶۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر و. کله چې په ۱۹۷۵ ز کال کې د پاچا فیصل تر ترور وروسته، د هغه ناسکه ورور خالد واک ته ورسېده، نوموړی ولیعهد وټاکل شو. فهد د خالد د واکمنۍ په بهیر کې د هغه د وروستي ناسم روغتیايي حالت له امله د عربستان اصلي واکمن و.  

فهد په ۱۹۸۲ ز کال کې، د پاچا خالد تر مړینې وروسته واک ته ورسېده. هغه په ۱۹۹۲ ز کال کې د سعودي عربستان د اساسي قانون د معرفي کولو امتیاز لري. هغه په ۱۹۹۵ ز کال کې له ناتوانوونکې مغزي سکتې سره مخامخ شو او تر هغې وروسته یې ونه شو کولی ،په بشپړ ډول خپلو رسمي دندو ته دوام ورکړي. د هغه ناسکه ورور ولیعهد شهزاده عبدالله د نایب السلطنه په توګه په دې پاچهۍ کې خدمت وکړ او په ۲۰۰۵ز کال، د هغه تر مړینې وروسته ځای ناستی پاچا شو. فهد له ۲۳ کاله پاچهۍ سره تر ټولو اوږد مهال لپاره  د سعودي عربستان پاچا پاتې شوی دی.

لومړنی ژوند او زده‌کړې

[سمول]

فهد بن عبدالعزیز په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې په سعودي کې زېږېدلی. هغه د عبدالعزیز اتم زوی او تر خپلې مور حسه بنت احمد السدیري وروسته د وروڼو تر ټولو مشر دی چې په اووه سویدري مشهور دي. فهد د هغې دویم زوی و، د هغه مشر ناسکه ورور عبدالله بن محمد د شهزاده محمد بن عبدالرحمن سره د هغه د مور له لومړني واده څخه د هغې یوازینی زوی و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د فهد زده‌کړې، په ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې سرته ورسېدې، هغه ښوونځی چې په ځانګړي ډول د السعود کورنۍ د زده‌کړو لپاره پاچا عبدالعزیزجوړ کړی و. د مور له ټینګار سره یې څلور کاله زده‌کړې وکړې. فهد د شهزاده ګانو په ښوونځي کې د زده‌کړو په بهیر کې د شیخ عبدالغني خیاط په ګډون د کورنيو ښوونکو تر نظر لاندې زده‌کړې وکړې. هغه وروسته د دیني زده‌کړو د ترلاسه کولو په موخه د مکې د دیني علومو د زده کړې انستیتیوت ته ولاړ.     [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

لومړني سیاسي رولونه

[سمول]

شهزاده فهد د خپلې مور په ټینګار سره د سلطنتي مشورتي پلاوي غړی شو. د ۱۹۴۵ ز کال په بهیر کې يې د سعودي د وخت د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل تر امر لاندې خدمت وکړ او په خپل لومړني رسمي سفر کې يې د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک لپاره سانفرانسیسکو ته سفر وکړ. فهد خپل لومړنی رسمي دولتي سفر، په ۱۹۵۳ ز کال کې تر سره کړ او د دویمې ملکې الېزابیت د تاج اېښودلو په مراسمو کې يې د السعود په استازیتوب ګډون وکړ. د ۱۹۵۳ز کال د ډېسمبر په ۲۴ مه، هغه د سعودي عربستان د پوهنې د لومړني وزیر په توګه وټاکل شو.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

شهزاده فهد، په ۱۹۵۹ ز کال کې په عربي هېوادونو کې د سعودي پلوي مشري پر غاړه لرله، چې د سعود په کورنۍ کې د هغه ورځ تر بلې زیاتېدونکي ارزښت او په راتلونکي کې د اړین رول لپاره د هغه تیاری ښيي. په ۱۹۶۲ ز کال کې د کورنیو چارو د وزارت مهم پوست ورته ورکړل شو. په ۱۹۶۵ز کال کې يې  د کورنیو چارو د وزیر په توګه په مصر کې د عربي هېوادونو د مشرانو تر منځ د سعودي پلاوي ریاست پر غاړه و. د ملک فیصل د سلطنت په پيل کې، فیصل د هغې شورا غړیتوب ترلاسه کړ چې د پاچا له خوا د ځای ناستۍ مسائلو د لارښوونې  لپاره رامنځته شوې وه. [۲۷]

شهزاده فهد، د ۱۹۶۷ ز کال د جنوري په دویمه له یو وژونکي بمي برید څخه چې د وزارت د ننه د هغه په دفتر کې یې چاودنه وکړه، وژغورل شو. هغه د پېښې پر مهال په خپل دفتر کې نه وو، خو چاودنې د وزارت د دفتر نږدې ۴۰ کارکوونکي ټپیان کړل. [۲۸]

فهد په ۱۹۶۷ ز کال کې، کله چې پاچا فیصل دفتر رامنځته کړ، د لومړي وزیر دویم مرستیال وټاکل شو. دا پوست د وخت د ولیعهد شهزاده خالد په غوښتنه د وزیرانو شورا دوام ته د هغه د نه تمایل له امله رامنځته شو. پاچا فیصل د یاد پوست لپاره د شهزاده فهد انتصاب ته چندان شوقمن نه و. د ۱۹۶۹ ز کال د اکتوبر او د ۱۹۷۰ ز کال د مې میاشتې تر منځ شهزاده فهد په هغه رخصتۍ کې و چې د نداف صفران له خوا په دولت کې د یوې لویې نښتې نښه ګڼل کېده. شهزاده فهد، د خپل نشتوالي په موده کې چې د چارواکو له خوا د طبي رخصتۍ په توګه راپور شوې وه، په لندن او بیا په هسپانیا کې پاتې شو او خپل وخت یې په قمار او تفرېح(هوساینه) کې تېر کړ. پاچا فیصل، په هغه پسې هم خپل سیاسي استازی عمر ثاقف او هم ګڼ شمېر لیکونه ورولېږل، تر څو بېرته خپل هېواد ته راستون شي، خو شهزاده فهد د هغه غوښتنه ونه منله.  [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۷۳ ز کال په مارچ میاشت کې، کله چې د تېلو عالي شورا د پاچا فیصل له خوا رامنځته شوه، شهزاده فهد يې ریاست ته منصوب شو.  [۳۲]

ولیعهد

[سمول]

په ۱۹۷۵ز کال کې د پاچا فیصل تر مړینې او د پاچا خالد تر واک ته رسېدو وروسته، فهد د لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې وليعهد ونومول شو. فهد د پاچا خالد سربېره درې نور ناسکه وروڼه لرل: محمد، ناصر او سعد. په هر حال شهزاده محمد یوه لسیزه وړاندې د پاچا فیصل له خوا د ولیعهدۍ انتصاب رد کړی و، په داسې حال کې چې شهزاده ناصر او سعد دواړه د ولیعهدۍ لپاره وړ کسان نه وو. په مقابل کې شهزاده فهد له ۱۹۵۴ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر او له ۱۹۶۲ز څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې، د کورنیو چارو د وزیر په توګه خدمت کړی و.   [۳۳][۳۴][۳۵]

د مرستیال لومړي وزیر او ولیعهد په توګه د شهزاده فهد انتصاب، هغه د پاچا خالد د موقف په پرتله چې د پاچا فیصل د واکمنۍ پر مهال ولیعهد و، ډېر پیاوړی شخصیت کړ. دا چې ملک خالد د فهد پر فعالیتونو نفوذ درلود او د هغه واک یې محدود کړ، ښايي دا د ایران او د سعودي عربستان د شیعه ټولنو پر ضد د فهد د دښمنانه چلند او روښانه لوېديځ پلوه ليدلوري له امله و. فهد په دغه دوره کې، د کورنۍ د داخلي شورا یو غړی و، چې مشري يې د پاچا خالد پر غاړه وه او د فهد وروڼه محمد، عبدالله، سلطان او عبدالمحسن او د هغه ترونه احمد او مسعید په کې شامل وو. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/fahd-b-abd-al-aziz-COM_40450.
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Fahd.
  3. National Library of New Zealand ID: 22544789.
  4. سرچينې تړی: http://news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/ap/20050801/ap_on_re_mi_ea/obit_fahd.
  5. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ويل شوي په: The Peerage. The Peerage person ID: p70140.htm#i701396. Subject named as: Fahd bin Abdul-Aziz al-Saud, King of Saudi Arabia. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Darryl Roger Lundy. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. "Real Decreto 1525/1977, de 31 de mayo, por el que se concede el Collar de la Orden del Mérito Civil a Su Alteza Real Fahd Ben Abdul Aziz Al Saud, Príncipe Heredero de la Arabia Saudita." (PDF). ۲ جولای ۱۹۷۷. بياځلي په ۲۷ نومبر ۲۰۱۷.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. سرچينې تړی: https://api.parliament.uk/historic-hansard/written-answers/1989/mar/14/british-honours-and-orders-of-chivalry. بياځلي سمون: ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳.
  9. Bernard Reich, ed. (1990). Political leaders of the contemporary Middle East and North Africa: A biographical dictionary. New York; Westport, CT; London: Greenwood Publishing Group. p. 528. ISBN 978-0-313-26213-5.
  10. "Riyadh. The capital of monotheism" (PDF). Business and Finance Group. خوندي شوی له the original (PDF) on 14 October 2009. بياځلي په 1 March 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  11. "The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia". The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia.
  12. "Fahd bin Abdulaziz al Saud".
  13. Nabil Mouline (April–June 2012). "Power and generational transition in Saudi Arabia" (PDF). Critique Internationale. 46: 1–22.
  14. "King Fahd". The Telegraph. 2 August 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 January 2022. بياځلي په 2 February 2013.
  15. Winberg Chai (22 September 2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. University Press. p. 193. ISBN 978-0-88093-859-4.
  16. Sabri Sharaf (2001). The House of Saud in Commerce: A Study of Royal Entrepreneurship in Saudi Arabia. Sharaf Sabri. p. 301. ISBN 978-81-901254-0-6.
  17. "King Fahd Brought Vision of Progress". Aramco ExPats. Riyadh. 5 اگسټ 2005. خوندي شوی له the original on 4 November 2013.
  18. Robin Allen (1 August 2005). "Obituary: King Fahd - A forceful but flawed ruler". Financial Times. بياځلي په 2 February 2013.
  19. "Biography of King Fahd bin Abdulaziz Al Saud". Babnet. 1 August 2005. خوندي شوی له the original on 4 October 2013. بياځلي په 27 February 2013.
  20. "Fahad played pivotal role in development". Daily Gulf News. 2 August 2005. خوندي شوی له the original on 5 October 2013. بياځلي په 2 February 2013.
  21. "The Political Leadership - King Fahd". APS Review Gas Market Trends. 29 November 1999. بياځلي په 16 March 2013.
  22. "Saudi Foreign Policy". Saudi Embassy Magazine. Fall 2001. خوندي شوی له the original on 7 اگسټ 2013. بياځلي په 18 جولای 2013.
  23. "King Fahd - his first 20 years". Royal Embassy of Saudi Arabia. 18 (4). Winter 2002. خوندي شوی له the original on 2 جون 2012. بياځلي په 1 مارچ 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  24. "King Fahd 1923-2005". Royal Embassy of Saudi Arabia. Washington DC. 1 August 2005. بياځلي په 29 June 2012.
  25. "Educational system in Saudi Arabia" (PDF). Ministry of Higher Education. 2006. بياځلي په 21 July 2013.
  26. Harvey Sicherman (August 2005). "King Fahd's Saudi Arabia". American Diplomacy. خوندي شوی له the original on 17 November 2012. بياځلي په 8 August 2013.
  27. David Rundell (17 September 2020). Vision or Mirage: Saudi Arabia at the Crossroads. Bloomsbury Publishing. p. 63. ISBN 978-1-83860-594-0.
  28. Joseph Mann (2012). "King Faisal and the Challenge of Nasser's Revolutionary Ideology". Middle Eastern Studies. 48 (5): 753. doi:10.1080/00263206.2012.706220. S2CID 144629072.
  29. Nadav Safran (1985). Saudi Arabia: The Ceaseless Quest for Security. Cornell University Press. pp. 17, 118. ISBN 978-0-8014-9484-0.
  30. "Saudi Arabia" (PDF). Association for Diplomatic Studies and Training. p. 77 (PDF). بياځلي په 7 January 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  31. Gary Samuel Samore (1984). Royal Family Politics in Saudi Arabia (1953-1982) (PhD thesis). Harvard University. pp. 265–266. کينډۍ:Proquest.
  32. Nizar Madani (1977). The Islamic Content of the Foreign Policy of Saudi Arabia. King Faisal's Call for Islamic Solidarity 1965-1975 (PhD thesis). American University. p. 54. کينډۍ:Proquest.
  33. Simon Henderson (1994). "After King Fahd" (PDF). Washington Institute (PDF). بياځلي په 2 February 2013.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  34. Anthony H. Cordesman (2003). Saudi Arabia Enters the 21st Century. Greenwood Publishing Group. p. 46. ISBN 978-0-275-97997-3.
  35. A. R. Kelidar (1978). "The problem of succession in Saudi Arabia". Asian Affairs. 9 (1): 23–30. doi:10.1080/03068377808729875.
  36. "New Saudi king shuffles cabinet". The Calgary Herald. Riyadh. AP. 29 March 1975. بياځلي په 2 February 2013.
  37. Caroline F. Tynan (May 2019). Diversionary Discourse: A Historical Comparison of Saudi Interventions in Yemen (PDF) (PhD thesis). Temple University. p. 6.
  38. Gulshan Dhahani (1980). "Political Institutions in Saudi Arabia". International Studies. 19 (1): 59–69. doi:10.1177/002088178001900104. S2CID 153974203.