فنا کېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فنا کېدنه له د ژواک چاپېریال له ټولنو څخه د حیواناتو د نفوس یا نوعو په نړیواله، سیمه ییزه یا حیاتي کچه انقراض  یا نشت کېدل دي. د انسانانو د نفوس ودې د کرنیزو حاصلاتو د راټولولو اړوندو پرمختګونو سره په ګډه له چاپېریال څخه د پیاوړې او اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده. یاد شرایط د دې لامل شوي دي چې لوی فقاریه (د ملا تیر لرونکي) حیوانات د خپل ژواک چاپېریال له ټولنو څخه ووځي او په اصطلاح داسې څه رامنځته کړي چې "تش ځنګل" بلل کېږي. فنا له انقراض سره توپیر لري؛ فنا د نوعو ورکېدل او همداراز د پرېمانۍ زوال دواړه شاملوي. د فنا اغېزې د لومړي ځل لپاره  په ۱۹۸۸ز کال کې د برازیل په کامپیناس پوهنتون کې د نویو استوایي ځنګلونو تر عنوان لاندې د نباتاتو-حیواناتو تر منځ د تعامل په یو سمپوزیم کې بیان شوې. له هغه څخه راوروسته دغه  اصطلاح په تحفظي بیولوژۍ کې د یوې نړیوالې ښکارندې په توګه په پراخه بڼه کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

داسې اټکل شوې ده چې د وحشي ځناورو له ٪۵۰ څخه زیات نفوس په وروستیو ۴۰ کلونو کې له منځه تللی دی. په ۲۰۱۶ز کال کې، دا اټکل شوی و چې په ۲۰۲۰ز کال کې به د وحش د نړۍ ٪۶۸ نفوس له منځه ځي. په سویلي امریکا کې، باورونه داسې دي چې دا له منځه تلنه به هلته ۷۰ سلنه وي. د ۲۰۲۱ز کال یوې مطالعې دا موندلې ده چې د ځمکې د سیارې له کنګلونو څخه د خلاصې برخې یواځې د ٪۳ په شاوخوا کې په چاپېریالي او د ځناورو د استوګنې په لحاظ داسې سالمه پاتې شوې ده چې د ځايي ژوو د نوعو روغ جمیعتونه پکې مېشت دي او د انسانانو پلونه هلته نه دي ورغلي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ۲۰۱۷ز کال په نومبر کې، په ټوله نړۍ کې ۱۵۰۰۰ ساینس پوهانو د انسانیت پر وړاندې یو دویم خبرداري (warning to humanity) صادر کړ، په کوم کې چې دوی د نورو موضوعاتو تر څنګ د داسې پالیسیو د جوړولو او پلي کولو غوښتنه وکړه چې "فنا کېدل، دغیر قانوني ښکار کړکېچ، او ناوړه ګټه اخیستنه ورسره په څنګ کې د تر تهدید لاندې نوعو تجارت " د ودرول شي.[۱۲]

عوامل[سمول]

په لوړه پیمانه د ژوو ښکار،  له هغوی څخه ګټه اخیستنه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملا د تیر لرونکو ژوو تر خطر لاندې نوعې ګواښي. د ښکار اړوند ملا تیر لرونکي ژوي د استوايي ځنګلونو او دښتي سیمو له ارزښتناکو محصولاتو څخه شمېرل کېږي. د برازیل په امازون ځنګله کې هر کال ۲۳ میلیونه د ملا تیر لرونکي ژوي وژل کېږي؛ د لویو تنو لرونکي پرایمیټان، ټاپیران، د سپینو شونډو لرونکي سرکوز ډوله ګرازان، لوی ارماډيلوس، او کیشپان هغه حیوانات دي چې له ګټې اخیستنې سره ډېر زیات حساس دي. له حد نه زیات ښکار یې  ښایي د یادو نوعو سیمه ییز نفوس له نیم څخه زیات را کم کړي، او همدارنګه د نفوس کثافت هم راټيټ کړي. د یادو ژویو هغه جمیعتونه چې له کلیو سره نږدې اوسېږي د کمېدو له خطر سره په د پام وړ توګه مخامخ دي. د سیمه ییزو ښکار کېدونکو نوعو پریماني، د اړوندو سیمه ییزو مېشتېدنو لکه د کلیو په ډېروالي سره  زوال مومي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ښکار او غیر قانوني ښکار ښایي په ځینو نوعو کې د سیمه ییزو جمیعتونو د راټیټېدو یا هم د انقراض لامل شي. زیاتره اغېزمنې شوې نوعې د بېلابېلو سرچینو له خوا تر فشار لاندې دي، حال دا چې علمي ټولنه لا هم د دغو تعاملاتو له پیچلتوب او د هغوی د غبرګون د دریڅو په اړه مطمئنه نه ده. په پانامه کې یوې ځانګړې مطالعې د غیر قانوني ښکار د زیاتوالي او له ۱۱ څخه د نهو مطالعه شویو نوعو د پرېمانۍ تر منځ یوه غیر مستقیمه اړیکه موندلې ده. سربېره پر دې، د ترجېحي ښکار نوعو په لویه پیمانه کمښتونه تجربه کړي دي او د پرېمانۍ په دوران کې یې د نوعو په جګه کچه توپیرونه درلودل.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ژوو د استوګنځایونو تخریب او په ټوټو وېشل کېدل[سمول]

د انسانانو د نفوس د ودې په پایله کې د ځمکې په کارولو کې بدلونونه راځي، کوم چې د طبیعي استوګنځایونو د ټوټه ټوټه کېدو، بدلېدو او تخریبېدو سبب کېدی شي. لوی تي لرونکي ژوي زیاتره وخت د کوچینیو ژویو په پرتله ډېر د زیانمنېدو وړ دي ځکه چې دوی د اوسېدو لپاره لویو سیمو ته اړتیا لري، او له همدې کبله د ځنګلونو د له منځه تللو له  اغېزو څخه له ځورېدو سره ډېر مخ دي. د لویو تنو لرونکې نوعې لکه فیلان، کرکدن، لوی پرایميټان، ټاپیران، او سرکوز ډوله ګرازان  لومړني ژوي دي چې په ټوټه شوو ورښتي ځنګلونو کې ورک شوي دي.[۲۱][۲۲]

له امازوني اکوادور څخه یوې ځانګړې مطالعې د نفتو د دوو سړکونو د مدیریت کړنلارې او په ګاونډ کې یې د وحش د نړۍ ټولنې تر تحلیل لاندې ونیوې. د ازاد لاسرسي سرک داسې ځنګلونه درلودل چې صاف شوي او ټوټه ټوټه شوي وو او بل هغه یې د لاسرسي کنترول پلی کاوه. د لومړني سرک په اوږدو کې ډېرې لږې نوعې موجودو وې چې د کثافت له نظره په اټکلي ډول د دویمې سیمې پرتله یې نږدې ٪۸۰ ټیټوالی درلود. دغه موندنه د دې وړاندیز کوي چې مزاحمتونو د ځمکو د ټوټو تر منځ د اړوندو سیمه ییزو ژویو لېوالتیا او وړتیا اغېزمنه کړې ده.[۲۳]

د ځمکو ټوټه ټوټه کېدل د جمیعتونو کچه راټیټوي په داسې حال کې چې د پاتې استوګنځایونو د کوچینوالي په صورت کې د انقراض خطر زیاتوي. چېرې چې ناټوټه شوې ځمکه ډېره وي، د ډېرو بېلابېلو نوعو لپاره زیات شمېر استوګنځي موجود وي. د ځمکې یوه لویه ټوټه هم په دې معنا ده چې نوموړې د ژوند کولو له لویو سیمو سره زیات شمېر نوعو ته ځای ورکولی شي. په هر ترتیب، کله چې د ځمکې د ټوټې اندازه راټیټېږي، د جلا جلا استوګنیزو ټوټو شمېر ورسره ډېرېږي، کومې چې کیدای شي د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوو څخه تشې شي. که دا حالت دوام مومي نو په اړونده سیمه کې ښایي نوعې له انقراض سره مخ شي.[۲۴]

په امازون کې د ځنګلونو د له منځه وړلو په اړه یوې څېړنې د استوګنځایونو د ټوټه ټوټه کېدو دوو نمونو ته کتنه کړې ده: لومړی د کب هډوکي د کوچینیو ځانګړتیاوو سره او دویمه  یې یوه بې نومه د لویو ځانګړتیاوو نمونه وه. د لویو ځانګړتیاوو لرونکې نمونې د کب له هډوکي څخه کمې ټوټې درلودي. د نوموړې څېړنې پایلو د دې وړانديز کړی دی چې د کب د هډوکي په نمونه کې  د ټوټه کېدو لوړې کچې، د نوعو له لاسه ورکولو ته لاره هواره کړې ده او د لویو ملاتیر لرونکو تنوع یې کمه کړې ده. انساني اغېزې لکه د ځنګلونو ټوټه کول، ښایې د چاپېریالي پروسو د له لاسه ورکولو له کبله په لویو ساحو کې د استوګنيزې تنوع د ساتلو او د اېکوسېستم فعالیت د وړتیا له لاسه ورکولو لامل شي. دا په خپل وار سره کیدی شي په چاپېریالونو کې د بدلونونو لامل شي او تکاملي پروسې منحرفې کړي.[۲۵][۲۶][۲۷]

په شمالي امریکا کې، د وحشي مرغانو نفوس له ۱۹۷۰ز کال راهیسې ٪۲۹ یا شاوخوا ۳ میلیارده راټیټ شوی دی، چې تر ډېره د انساني عواملو له کبله لکه د انسانانو له خوا د کارونې له امله د استوګنځایونو له لاسه ورکول، د نفوس د را ښکته کېدو یواځینی عامل دي او په څنګ کې یې نور عوامل په پراخه کچه  نیونیکوتینوید (neonicotinoid) حشره وژونکي کارول او د اهلي پیشو ګانو زیاتېدل دي چې بهر ګرځېدو ته پرېښودل شوې دي.[۲۸]

یرغل کوونکې نوعې[سمول]

انساني اغېزې لکه، استعمار او کرنه، د دې لامل شوي دي چې نوعې د اوسېدو له خپلو اصلي سیمو څخه بهر خپرې شي. د ځمکو ټوټه ټوټه کېدل هم د استوګنځایونو د کمېدو او سرچینو د شتون څخه ور هاخوا په ځایي نوعو باندې پراخې اغېزې لري؛ یادې اغېزې سیمې د پردیو یرغلونو پر وړاندې زیان منونکې کوي او همدارنګه د استوګنځایونو د بدلېدو سبب کېږي چې په دې ډول اصلي ځايي نوعې نورې ژوندۍ نشي پاتې کېدای.  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د حیواناتو په هغو نشت شویو نوعو کې چې د انقراض لامل یې معلوم دی، له ٪۵۰ څخه زیاتې یې د یرغل کوونکو نوعو له خوا اغېزمنې شوې دي. د حیواناتو د منقرضو شویو نوعو د ٪۲۰ لپاره د انقراض یواځینی لامل یرغل کوونکې نوعې دي. یرغل کوونکې نوعې د تي لرونکو لپاره د انقراض دویم تر ټولو مهم لامل ګڼل کېږي.[۳۳]

نړیوالې نمونې[سمول]

استوایي سیمې د فنا کېدو له اړخه تر ټولو په ژوره بڼه اغېزمنېدونکې سیمې دي. دغه سیمې چې د برازیل امازون،  د مرکزي افریقا د کانګو حوزه او اندونیزیا شاملوي، له حد نه د زیاتې ګټې اخیستنې او د استوګنځایونو د له منځه تللو تر ټولو جګ میزانونه تجربه کوي. په هر حال، مشخص لاملونه یې بېلابېل دي، او هغه سیمې چې تر خطر لاندې یوه ډله پکې وي (لکه مرغان) حتمي نه ده چې د تي لرونکو، حشراتو یا ذوحیاتینو په شان نورې تر خطر لاندې ډلې هم ولري.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د برازیل په امازون کې د ځنګلونو له منځه وړنه د ژوو استوګنځایونو او بې حده کارونې لامل کېږي. د امازون په ورښتي ځنګل کې د دودیزو ښکاري تخنیکونو پر ځای د عصري وسلو لکه ساچمه یي ټوپکو په ځایناستېدو سره د ښکار فشار زیات شوی دی. د کانونو د استخراج او د لرګیو د سوداګرۍ په موخه سړکونه د ځنګلونو طبیعي منظرې په ټوټو وېشي او ښکارځنو ته زمینه برابري تر څو هغو ځنګلي ساحو ته ننوځي کومو ته یې چې له مخکې لاسرسی نه درلود (د انسانانو له خوا لمس شوې نه وې). په افریقا کې د وحشي ژویو د غوښې سوداګري د سیمه ییزو ځناورو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لامل شوې ده. اندونېزیا د نړۍ په کچه د ژویو تر ټولو ډېرې تر خطر لاندې نوعې لري. د وحشي ژویو نړیواله سوداګري، همدارنګه د هغې په څنګ کې په پراخه بڼه د لرګیو کاروبار، د کانونو استخراج او زراعتي پروسې د زیات شمېر نوعو د زوال او انقراض لامل کېږي.[۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Dirzo R, Young HS, Galetti M, Ceballos G, Isaac NJ, Collen B (2014). "Defaunation in the Anthropocene" (PDF). Science. 345 (6195): 401–406. Bibcode:2014Sci...345..401D. doi:10.1126/science.1251817. PMID 25061202. S2CID 206555761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harrison R, Sreekar R, et al. (September 2016). "Impacts of hunting on tropical forests in Southeast Asia". Conservation Biology. 30 (5): 972–981. doi:10.1111/cobi.12785. PMID 27341537. S2CID 3793259. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Vignieri, Sacha (2014). "Vanishing fauna". Science. 345 (6195): 392–395. Bibcode:2014Sci...345..392V. doi:10.1126/science.345.6195.392. PMID 25061199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Tracking and combatting our current mass extinction". Ars Technica. 25 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dirzo, R. and Galetti, M. "Ecological and Evolutionary Consequences of Living in a Defaunated World. Archived 2020-01-09 at the Wayback Machine." Biological Conservation 163 (2013): 1-6.
  7. (په 30 September 2014 باندې). Wildlife Numbers Drop by Half Since 1970, Report Says.
  8. Ceballos, G.; Ehrlich, A. H.; Ehrlich, P. R. (2015). The Annihilation of Nature: Human Extinction of Birds and Mammals. Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. pp. 135 کينډۍ:ISBN – via Open Edition.
  9. (په 2016-10-26 باندې). World on track to lose two-thirds of wild animals by 2020, major report warns. The Guardian.
  10. (په April 15, 2021 باندې). Just 3% of world's ecosystems remain intact, study suggests. The Guardian.
  11. Plumptre, Andrew J.; Baisero, Daniele; et al. (2021). "Where Might We Find Ecologically Intact Communities?". Frontiers in Forests and Global Change. 4. doi:10.3389/ffgc.2021.626635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 35 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Peres, Carlos A. (2000-02-01). "Effects of Subsistence Hunting on Vertebrate Community Structure in Amazonian Forests". Conservation Biology. 14 (1): 240–253. doi:10.1046/j.1523-1739.2000.98485.x. ISSN 1523-1739. S2CID 85726080. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. van Uhm, D.P. (2017). "A green criminological perspective on environmental crime: the anthropocentric, ecocentric and biocentric impact of defaunation". Revue Internationale de Droit Pénal. 87 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Peres, Carlos A., and Hilton S. Nascimento. "Impact of Game Hunting by the Kayapo´ of South-eastern Amazonia: Implications for Wildlife Conservation in Tropical Forest Indigenous Reserves." Biodiversity and Conservation 15.8 (2006): 2627-653.
  17. Altrichter, M., and Boaglio, G., "Distribution and Relative Abundance of Peccaries in the Argentine Chaco: Associations with Human Factors." Biological Conservation 116.2 (2004): 217-25.
  18. Redford, K. H. (1992). The empty forest. BioScience 42(6): 412–422.
  19. Sreekar, R., Huang, G., Zhao, J., Pasion, B.O. et al. "The use of species–area relationships to partition the effects of hunting and deforestation on bird extirpations in a fragmented landscape" Diversity and Distributions, Vol. 21. No. 4 (2015). pp. 441-450. [۱].
  20. Wright, S. J., Zeballos, H., Domínguez, I., Gallardo, M. M., Moreno, M. C. and Ibáñez, R. "Poachers Alter Mammal Abundance, Seed Dispersal, and Seed Predation in a Neotropical Forest." Conservation Biology 14.1 (2000): 227-239.
  21. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kinnaird, M. F., Sanderson, E. W., O'Brien, T. G., Wibisono, H. T. and Woolmer, G., "Deforestation Trends in a Tropical Landscape and Implications for Endangered Large Mammals." Conservation Biology (2003) 17: 245–257.
  23. Suárez, E., Morales, M., Cueva, R., Utreras Bucheli, V., Zapata-Ríos, G., Toral, E., Torres, J., Prado, W. and Vargas Olalla, J., "Oil Industry, Wild Meat Trade and Roads: Indirect Effects of Oil Extraction Activities in a Protected Area in North-Eastern Ecuador." Animal Conservation 12 (2009): 364–373.
  24. Rybicki, J., "Species–area Relationships and Extinctions Caused by Habitat Loss and Fragmentation. Archived 2019-11-10 at the Wayback Machine." Ecology Letters 16 (2013): 27-38.
  25. Jorge, M. L. S. P., Galetti, M., Ribeiro, M. C., Ferraz, K.M.P.M.B. "Mammal Defaunation as Surrogate of Trophic Cascades in A Biodiversity Hotspot." Biological Conservation 163 (2013): 49–57.
  26. Saunders, D. A., Hobbs, R. J. and Margules, C. R., "Biological Consequences of Ecosystem Fragmentation: A Review." Conservation Biology 5 (1991): 18–32.
  27. Dirzo, R. and Galetti, M. "Ecological and Evolutionary Consequences of Living in a Defaunated World. Archived 2020-01-09 at the Wayback Machine." Biological Conservation 163 (2013): 1-6.
  28. (په September 19, 2019 باندې). U.S., Canada have lost 3 billion birds since 1970. Scientists say 'nature is unraveling.'. NBC News.
  29. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Suárez, E., Morales, M., Cueva, R., Utreras Bucheli, V., Zapata-Ríos, G., Toral, E., Torres, J., Prado, W. and Vargas Olalla, J., "Oil Industry, Wild Meat Trade and Roads: Indirect Effects of Oil Extraction Activities in a Protected Area in North-Eastern Ecuador." Animal Conservation 12 (2009): 364–373.
  32. Jeschke, Jonathan M.; Bacher, Sven; Blackburn, Tim M.; Dick, Jaimie T. A.; Essl, Franz; Evans, Thomas; Gaertner, Mirijam; Hulme, Philip E.; Kühn, Ingolf; Mrugała, Agata; Pergl, Jan; Pyšek, Petr; Rabitsch, Wolfgang; Ricciardi, Anthony; Richardson, David M.; Sendek, Agnieszka; Vilà, Montserrat; Winter, Marten; Kumschick, Sabrina (October 2014). "Defining the Impact of Non‐Native Species". Conservation Biology. 28 (5): 1188–1194. doi:10.1111/cobi.12299. PMC 4282110. PMID 24779412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Clavero, M; Garciaberthou, E (March 2005). "Invasive species are a leading cause of animal extinctions" (PDF). Trends in Ecology & Evolution. 20 (3): 110. doi:10.1016/j.tree.2005.01.003. hdl:10256/12285. PMID 16701353. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Dirzo R, Young HS, Galetti M, Ceballos G, Isaac NJ, Collen B (2014). "Defaunation in the Anthropocene" (PDF). Science. 345 (6195): 401–406. Bibcode:2014Sci...345..401D. doi:10.1126/science.1251817. PMID 25061202. S2CID 206555761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Dirzo, R. and Galetti, M. "Ecological and Evolutionary Consequences of Living in a Defaunated World. Archived 2020-01-09 at the Wayback Machine." Biological Conservation 163 (2013): 1-6.
  37. (په 2 November 2006 باندې). Press release: Global map shows new patterns of extinction risk. Imperial College London and the Natural Environment Research Council.
  38. "Tracking and combatting our current mass extinction". Ars Technica. 25 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Primack, Richard (2014). Essentials of Conservation Biology. Sunderland, MA USA: Sinauer Associates, Inc. Publishers. د کتاب پاڼي 217–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605352893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Ghanem, S. J.; Voigt, C. C. (2014-02-01). "Defaunation of tropical forests reduces habitat quality for seed-dispersing bats in Western Amazonia: an unexpected connection via mineral licks". Animal Conservation. 17 (1): 44–51. doi:10.1111/acv.12055. ISSN 1469-1795. S2CID 85597982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Josip, Ivanovic (30 August 2011). "Endangered Species in Indonesia - Australian Science". Australian Science (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)