منځپانگې ته ورتلل

فضل الرحمن (سیاستوال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضل الرحمن ( زوکړه: ۱۹۵۳ کال، د جون ۱۹مه) یو پاکستانی سیاستوال دی چي په دغه هیواد کي د جمعیت علمای اسلام (ف) په نوم ګوند مشري په غاړه لري. فضل الرحمن پخوا د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) مشر وو، چي د سیاسي ګوندونو یو ایتلاف ګڼل کېدی،او په ۲۰۲۲ کال کي یې د هغه وخت لومړی وزیر عمران خان له سیاسي لاري له واکه لیري کړ. په ۱۹۸۰ لسیزه کي فضل الرحمن د ډیموکراسۍ د بیا رغونې غورځنګ (MRD) له برخه والو څخه وو، کوم چي د جنرال ضیاء الحق د پوځي رژیم د پای ته رسولو لپاره رامینځته سوی وو. [۱]

فضل الرحمن
اړوند
زېږونځای
Abdul Khel (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹ جون ۱۹۵۳[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

فضل الرحمن په پښتونخواه او افغانستان کي یوه منفوره څېره ګڼل کیږي، چي همېشه تر خپل صلاحیت او حیثیت پورته سیاستونه په لاره اچوي، او د خپل هیواد لپاره جمهوریت او د ګاونډیانو په ځانګړې توګه افغانستان لپاره جلا نظام غواړي. [۳] [۴] [۵] په داسي حال کي چي نوموړي هر وخت په پاکستان کي د شریعت د نافذولو غوښتنه کړې، او د ځینو له خوا هغه ته افراطي هم ویل کیږي، خو بیا هم د افغانستان لپاره د زور، ویني تویولو او جګړې او پاکستان لپاره د ولسواکۍ پلوی دی. [۳]

د ۲۰۱۸ کال د پاکستان په عمومي ټاکنو کي له ماتي وروسته فضل الرحمان له ملي شورا څخه وشړل سو او په خیبر پښتونخوا کي د لوی سیاسي ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاته راغی، او په خپل اصلي سیمه کې یې د ۹۹ څوکیو څخه یوازي ۱۰ څوکۍ وګټلې، چي دا په پښتون مېشته سیمو کي دده لپاره لوی شرم او ننګ وو.

  1. . 2013-11-05. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: n91043980. بياځلي سمون: ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ . 7 September 2008. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 6 November 2002. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  5. . London. 30 November 2010. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)