فریډریک هولډرلین
ونگبڼه
یوهان کریستين فریډریک هولډرلین (انګلیسي: Johann Christian Friedrich Hölderlin) المانی شاعر، لیکوال او مفکر و. هغه پر (۲۰ مارچ ۱۷۷۰ز) نېټه زیږیدلی او پر ( ۷ جون ۱۸۴۳ز) نېټه مړی شوی دی. هغه د جرمني د کلاسیکې او رومانتيک ادب له مهمو شاعرانو څخه ګڼل کېږي او د جرمني ژبې په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري. هولډرلین له شاعرۍ سره د فلسفې له موضوعاتو سره هم ژوره مینه لرله او د جرمني ایډیالیزم د لومړنۍ دورې له مهمو فکري څېرو، په ځانګړي ډول له جورج ویلهلم فریدریک هیګل او فریدریش ویلیم یوزف شلینګ سره، نږدې فکري او ملګرتیايي اړیکې لرلې.