فاطمي واکمني
فاطمي واکمني، فاطمي خلافت یا عبیدي واکمني د اسلامي واکمنیو څخه یو دولت وو، چي په اسلامي تاریخ کي یوازینی اسماعیلي شیعه عقیده لرونکی خلافت یا دولت ګڼل کیږي. دا دولت وروسته له هغه رامنځته سو چې اسماعیلي واعظانو د عباسي خلافت پر مهال عام خلک د محمد بن حسن المهدي په نوم د جګړې لپاره راوبلل، او وړاندوینه یې وکړه چي د شیعه ګانو یاد امام او مشر به په نږدې راتلونکي کي راڅرګند سي. دوی په هغو سیمو کي ډېر ژر بریالیتوب ترلاسه کړ چي د حکومت له مرکز څخه لیري وې، په ځانګړې توګه د بربر کوتاما قبیلې ته یې چي په شمالي افریقا کي مېشته وه ژر نفوذ وکړ، او په لنډ وخت کي یې یاده سیمه پخپل لاس کي واخیستل. د فاطمیانو دولت په شمالي افریقا او منځني ختیځ کي پراخي سیمي تر خېټه لاندي کړې، چي د مدیترانې ساحل په اوږدو کي له مراکش څخه تر مصر پوري غځېدلي وې. ددوې دولت واکمنانو په ورو ورور نوره پراختیا هم وموندله، او د سیسلي ټاپو ترڅنګ یې شام او حجاز په خپلو ملکیتونو پوري وتړل. د دوی دولت په اسلامي تاریخ کي د عباسي خلافت څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو یوه ځانګړې بېلګه وګرځېدل، او د مقدسو ځمکو د مشرتابه او د مسلمانانو د مشرتابه لپاره یې د حجاز پراخي سیمي ونیولې.
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي مالومات | |
---|---|
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
دین | |
ځایناستی د | ![]() |
ځایناستی | ![]()
Ayyubid Sultanate (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
د ړنګېدو وخت |
---|
د ځای کچه |
---|
بنسټګر |
---|
د فاطمیانو د نسب د ټاکلو په اړه تاریخي سرچینې توپیر لري. ډیری شیعه سرچینې د دې واکمنۍ د بنسټ ایښودونکي امام عبیدالله المهدي بالله د خبرو اعتبار تاییدوي، کوم چي خپل نسب یې محمد بن اسماعیل بن جعفر الصادق ته رساوه، او په دې توګه یې ځان له علویانو څخه بللی وو، چي هغوی بیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لور فاطمه الزهرا او د څلورم خلیفه، امام علي بن ابي طالب رضی الله عنه له اولادې څخه وه. له بلي خوا ځینو نورو سرچینو دا نسب رد کړی دی او عبیدالله مهدي یې په اصل کي فارسي یا یهودی بللی دی. فاطمیانو په ۳۰۰ هجري کال کي چي د ۹۱۲-۹۱۳ زیږدیز کلونو سره سمون خوري، د عباسي خلافت د افریقا په ایالت کي د مهدیه ښار رامنځ ته کړ او دا یې د خپل راڅرګندیدونکي دولت پلازمینه وټاکله. په ۳۳۶ هجري کال کي چي د ۹۴۸ میلادي کال سره سمون لري، دوی د حکومت مرکز المنصوریه ښار ته ولېږداوه، او ورپسې کله چي یې په ۳۵۸ هجري س کال کي چي د ۹۶۹ میلادي کال سره سمون خوري، مصر فتح کړ، نو د فسطاط په شمال کي یې د اوسنۍ قاهرې ښار جوړ او همدا یې خپله وروستۍ پلازمینه وټاکله. قاهره په دې توګه مصر د دولت روحاني، کلتوري او سیاسي مرکز سو، او تر ړنګېدو پوري یې همدا حیثیت وساته.
د فاطميانو یو شمېر مشرانو د اسماعیلي فرقې په وړاندي سخت تعصب ښوده، خو ددې برعکس نور د ټولو اسلامي فرقو او غیر مسلمانانو په وړاندې د خورا زغم څښتنان وه، او د یهودیانو، قبطي عیسویانو ، لاتینیانو، لیونټینانو، رومیانو ، سوریانو او مارونیانو سره یې ښې اړیکي درلودې. فاطمیان د خپل دولت د ټولو انساني برخو څخه د ګټې اخیستنې د وړتیا له مخي هم پیژندل سوي وه. دوی د دولت د چارو په اداره کولو کي د بربرانو ، ترکانو ، حبشېیانو او ارمنیانو څخه زیات کار اخیستی.
د فاطمیانو دوره د اسلام د زریني دورې یوه ځانګړې لړۍ وه، خو د خلیفه ګانو ماڼۍ یې د بغداد د ماڼۍ په څېر د مشهورو عالمانو او لیکوالانو کوربه توب نه کاوه. د الازهر جومات او دار الحکمة د فاطمیانو په وخت کي د پوهي خپرولو او د ژبې او مذهب د اساساتو تدریس لپاره دوه لوی مرکزونه ګڼل کېده. د دې دورې تر ټولو مشهور ساینس پوه الحسن بن الهیثم و، چي د طبیعي علومو ستر ساینس پوه او د بصري علومو متخصص بلل کېدی. نوموړي د ریاضي، ستورپوهني او طب په اړه له سلو څخه زیات کتابونه ولیکل. د فاطميانو دولت په یوولسمه او دولسمه پیړۍ کي هغه مهال په چټکۍ سره زوال پیل کړ، کله چي د دولت وزیرانو زیات واک ترلاسه کړ او د خلیفه ګانو ټاکنه د دوی په خوښه سوه. دا خلیفه ګان اکثره ماشومان یا ځوانان وه، او ګڼ شمېر وزیرانو د پوځ له قوماندانانو، ولایتي والیانو او د ماڼۍ له چارواکو سره اختلاف درلود، چي ددوی د شخړو او دسیسو له امله خلک د قحطۍ او پراخو وباګانو سره مخ سول. [۱] د اختلاف په همدغه دوره کي د عباسيانو خلافت د سلجوقیانو تر ساتني لاندي راغی، او د هغو ځمکو د بیرته ترلاسه کولو مسؤلیت یې بیا په غاړه واخیست چي عباسیانو د فاطمیانو په وړاندي له لاسه ورکړي وې. دوی شمالي شام او د هغه ساحلونه فتحه کړل او فاطمیان یې له هغه ځایه وشړل. خو د اوږدې مودې لپاره یې په لاس کي پاته نه سول، ځکه چي لومړۍ صلیبي جګړه په همدې وختونم کي ختیځ ته رسیدلې وه، او د فرانس پاچاهانو او شهزادګانو د شام ښارونه او کلاګانې یو په بل پسې ونیولې. د دغو پاچاهانو څخه یو واکمن (امالریک) بیخي د قاهرې دروازو ته ورسید او ګواښ یې وکړ چي یاد ښار به نسکور کړي. د فاطمي دولت تر ۱۱۷۱ میلادي کال پوري بیاهم دوام وکړ، څو چي په اخر کي صلاح الدین ایوبي د وروستي فاطمي خلیفه ابو محمد عبدالله العدید الدین الله له مړیني وروسته په مصر کي ددوی واکمني ته د پای ټکئ کښېښود، او مصر یې د عباسي خلافت اړوند سیمه وګرځول.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedنهاية الدولة
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P155 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره