فاطمه طرزي
ونگبڼه
پوهنیار فاطمه طرزۍ چي د یحیی خان طرزي مېرمن، د اسدالله خان سراج لور او د امیر حبیبالله خان لمسۍ وه د افغانستان د کابل پوهنتون لمړنۍ ښځینه ښوونکې ګڼل کيږي. هغې خپلي لمړنۍ زدهکړي په ملالۍ لېسه کي بشپړي کړې او په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې یې له یادي لیسې څخه فراغت ترلاسه کړ.
په افغانستان کي تر لیسوي زدکړو وروسته فاطمې د ترکیې په انقره ښار کي د ترکي ژبي په لاسته راوړلو سره د «ختیځو کلاسیکو ژبو پوهنتون» ته چي د ژبو، ادبیاتو، تاریخ او جغرافیې پوهنتون بلل کېدی، ومنل سوه او هلته یې تر ماستري پورې زدهکړي ترسره کړې.
فاطمه طرزي په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کي د تاریخ او ادبیاتو له برخي فارغه او ورپسې په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ د ښوونکي په توګه وټاکل سوه.