عیسویت په متحده ایالاتو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عیسویت په متحده ایالاتو کې تر ټولو پېژندل شوی دین دی. اټکلونه داسې وړاندیز کوي چې د متحده ایالاتو د نفوس ۶۵ تر ۷۵ سلنه خلک عیسویا ن دي (شاوخوا ۲۳۰ څخه تر ۲۵۰ میلیون پورې). د امریکايي عیسویانو ډېره برخه پروتستانت عیسویان دي، حال دا چې د پام وړ شمېر (۷۰ تر ۷۵) رومن کاتولیکان او نور اقلیتونه لکه مومون، ارټوډوکس عیسویان او د یهوه شاهدان دي (ټول نږدې ۱۳ میلیون). متحده ایالات په نړۍ کې د عیسویانو تر ټولو لوی نفوس لري او په ځانګړي ډول د پروتستان عیسویانو لوی نفوس لري، نږدې له ۲۳۰ څخه تر ۲۵۰ میلیون پورې مسیحیان لري او تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۵۰ میلیون کسانو له پروتستان کلیسا سره تړاو درلود، که څه هم نور هېوادونه په خپل نفوس کې د عیسویانو لوړه سلنه لري. په ۲۰۲۰ کال کې په متحده ایالاتو کې د دین سرشمېرنه چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د دین د څېړنیزې مؤسسې له خوا تر سره شوه، وښوده چې د دغې ۷ کلنې فاصلې/ واټن تر منځ د امریکا ۷۰ سلنه وګړي عیسویان وو. په ۲۰۲۰ کال کې د پيو د څېړنیز مرکز له خوا شوې نظر پوښتنې له مخې ۶۵ سلنه لوی عمر لرونکو کسانو ځانونه مسیحیان معرفي کړي. هغوی په ۲۰۱۵ کال کې ۷۵ سلنه، په ۲۰۱۴ کال کې ۷۰.۶ سلنه، په ۲۰۱۲ کې ۷۸ سلنه، په ۲۰۰۱ کال کې ۸۱.۶ سلنه او په ۱۹۹۰ کال کې ۸۵ سلنه وو. نږدې ۶۲ سلنه ګډون کوونکي په نظر پوښتنه کې ادعا کوي چې د کلیسا د ټولنې غړي وي. د امریکا د متحده ایالاتو مدرن رسمي شعار «په خدای باور لرو» لکه څنګه چې د ۱۹۵۶ کال په قانون کې د ولسمشر ډوایټ. ډي. اېزونهاور له خوا لاسلیک شوی و رامنځته شو. دا عبارت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۴ کال کې د متحده ایالاتو پر سيکو راڅرګند شو.    [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د پروتستانو ټولې طبقې د ټول نفوس ۴۸.۵ سلنه برخه جوړوي، چې پروتستانیزم په هېواد کې د عیسویت تر ټولو عام ډول او په متحده ایالاتو کې د ډېری وګړو مذهب جوړوي، حال دا چې کاتولیک کلیسا په خپله د ۲۲.۷ سلنه نفوس له لرلو سره په دې هېواد کې د مسیحیت تر ټولو لوی ډول دی، که چېرې پروتستان د دې پر ځای چې یو واحد مذهب وګڼل شي په بېلابېلو مذهبونو ووېشل شي دا په کې یو انفرادي مذهب دی. د هېواد دویمه لویه کلیسا او یوازینی لوی پروتستان مذهب د سویلي بپتسما کنوانسیون دی. د ختیځو عیسوي فرقو تر منځ څو ختيځې ارټوډوکس کلیساوې او ختیځه ارټوډوکس کلیسا شته دي چې په متحده ایالاتو کې له یو مېلیون څخه لږ پیروان لري یا د ټول نفوس ۰.۴ سلنه برخه جوړوي. مسیحیت د متحده ایالاتو په ټولو ایالاتونو او سیمو کې غالب دین دی. دې دین ته راګرځېدل د کوریایانو، چینایانو او جاپانیانو تر منځ د پام‌وړ زیات شوي. په ۲۰۱۲ کال کې د دغه ټولنې د مسیحیانو سلنه په ترتیب ۷۱، ۳۰ او ۳۷ سلنه وه.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

عیسویت هغه مهال په امریکا کې معرفي شو کله چې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره د اروپایانو مستعمره شوه. مهاجرت د مسیحیانو شمېر زیات کړ. متحده ایالات د خپل رامنځته کېدو له مهال راهیسي د بېلابېلو سرچینو له خوا یو پروتستان ملت بلل کېږي. کله چې «غیر مذهبي» او «غیرتړلې» کټګورۍ د احصایوي موخو لپاره په مذهبي کټګورۍ کې شاملې شوې، پروتستېزم په تخنیکي توګه نور د اکثریت مذهبي کټګوري نه ده. په هر حال دا د امریکایانو د ډېروالي لومړنۍ پایله ده، لکه څنګه چې د پرتستان مذهب امریکایان له هېڅ دین سره تړاو نه لري، خو نه دا چې د غیر پروتستاني مذهبي تړاوونو پایله وي او پروتستانیزم تر ډېره په متحده ایالاتو کې د عیسوي امریکایانو او هغه ډله امریکایانو تر منځ چې خپل مذهبي تړاو اعلاموي په اکثریت یا غالب ډول پاتې شوی. نن ورځ په متحده ایالاتو کې ډېری عیسوي کلیساوې یا اصلي پروتستان، انجیلي پروتستان یا کاتولیک دي.     [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لویې مذهبي کورنۍ[سمول]

عیسوي فرقې په متحده ایالاتو کې معمولاً په درېیو لویو ډلو وېشل کېږي: انجیلي پروتستانتیزم، د اصلي کرښې پروتستانتیزم او کاتولیک کلیسا. همدارنګه عیسوي مذهبي فرقې هم شته چې په دغه هېڅ یوه ډله کې نه راځي، لکه ختيځ ارټوډوکس او مشرق اورټوډوکس، خو هغوی ډېر کوچني دي. 

یوه سروې چې په ۲۰۰۴ کال کې په متحده ایالاتو کې تر سره شوې د دغو ډلو سلنه داسې ښيي؛ چې ۲۶.۳ سلنه (انجیلي)، ۲۲سلنه (کاتولیک) او ۱۶ سلنه (د اصلي کرښې پروتستان) دي. د متحده ایالاتو د احصایې لنډیز د یوې مطالعې پر بنسټ چې په ۲۰۰۱ کال کې تر سره شوې، د لوی عمر لرونکو په خپله ژبه د هغوی مذهبي هویت د همدې ډلو سلنه ۲۸.۵ (انجیلي)، ۲۴.۵ (کاتولیک) او ۱۳۹ سلنه (اصلي پروتستان) دي.   [۲۳][۲۴]

پروتستانتوب[سمول]

په لومړنۍ کارونه کې د اصلي کرښې اصطلاح له انجیلي اصطلاح سره په تضاد کې ده.

د دین د معلوماتو/ډېټا ارشیف (ARDA) د اصلي کلیسا د غړو شمېر ۲۶۳۴۴۹۳۳ ښیي چې په مقابل کې یې ۳۹۹۳۰۸۶۹ د پروتستان کلیسا انجیلي غړي شته. داسې شواهد شته چې د اصلي فرقو په پرتله د انجیلي کلیساوو په غړیتوب کې بدلون شته دی. [۲۵][۲۶]

لکه څنګه چې په لاندې جدول کې ښودل شوي دي، ځینې فرقې له ورته نومونو او تاریخي اړیکو سره د انجیلي او اصلي کرښې له ډلې سره په پام کې نيول کېږي.

پروتستان: د اصلي کرښې پروتستان د انجیلي کلیسا پر وړاندې او انجیلي کلیسا د دودیزې تورې کلیسا پر وړاندې
کورنۍ: په متحده ایالاتو کې سلنه (٪)[۲۷] مثالونه: ډول: د نفوس سلنه (٪)
ادونتیزم ۰.۶٪ د اوومې ورځې د ادونتیست‌تانو کلیسا          انجیلي عیسویت ۰.۵٪
انګلیکان ۱.۳٪ د پادریانو کلیسا اصلي کرښه ۰.۹ ٪
انګلیکان ۱.۳٪ په شمالي امریکا کې د انګلیکان کلیسا   انجیلي <۰.۳٪
باپټېست ۱۵.۴٪ د سویلي باپټېست کنوانسیون   انجیلي ۵.۳٪
باپټېست ۱۵.۴٪ خپلواکه باپټېست کلیسا  انجیلي، انجیلي ۲.۵٪
باپټېست ۱۵.۴٪ په متحده ایالاتو کې امریکايي باپټېسته کلیسا   اصلي کرښه ۱.۵٪
باپټېست ۱۵.۴٪ د متحده ایالاتو د باپټېست هېوادنی کنوانسیون توره کلیسا   ۱.۴٪
 د ګرایان کنګرې کلیسا ۰.۸٪ د عیسی متحده کلیسا اصلي کرښه ۰.۴ ٪
ملګري ( کوئیکران ) <۰.۳٪  د ملګرو عمومي کنفرانس اصلي کرښه <۰.۳٪
د سپېڅلتیا غورځنګ ۰.۸٪  د ناصریانو کلیسا انجیلي ۰.۳٪
لوتریانیزم ۳.۵٪ په امریکا کې د لوتریانیزم انجیلي کلیسا اصلي کرښه ۱.۴٪
لوتریانیزم ۳.۵٪ د لوتریانیزم کلیسا –د میسوري شورا   انجیلي ۱.۱٪
مېتوډېست ۴.۶٪ د مېتوډېست متحده کلیسا اصلي کرښه ۳.۶ ٪
مېتوډېست ۴.۶٪  د افریقايي مېتوډېستانو پادري کلیسا توره کلیسا   ۰.۳٪
غیر مذهبي عیسویت ۶.۲٪ غیر فرقه‌يي انجیلي مسیحیت انجیلي ۲.۰٪
غیر مذهبي عیسویت ۶.۲٪ فرقه‌يي انجیلي مسیحیت انجیلي ۰.۶ ٪
پنتیکاتیزم ۴.۶٪ د خدای اسامبلې انجیلي ۱.۴٪
پنتیکاتیزم ۴.۶٪  په عیسویت کې د خدای کلیسا توره کلیسا   ۰.۶٪
 پرسبیترینیزم / کالوینیزم ۲.۲٪ کلیسا   په متحده ایالاتو کې د پرسبیترینیزم اصلي کرښه ۰.۹٪
پرسبیترینیزم /

 کالوینیزم

۲.۲٪ کلیسا   په امریکا کې پرسبیترینیزم انجیلي ۰.۴٪
  استعادیه ۱.۹٪ د مسیح کلیسا    انجیلي ۱.۵٪
استعادیه ۱.۹٪ د مسیح مرییان/مریدان اصلي کرښه < ۰.۳٪

انجیلي پروتېستانیزم[سمول]

انجیلیزم یو پروتېستاني عیسوي غورځنګ دی. په معمولي کارونه کې د اصلي کرښې اصطلاح له انجیلي سره په ټکر کې ده. ډېری پلویان یې د انجیلي کلیدي ځانګړنې لاندې موارد په ګوته کوي: د خپل شخصي دین بدلولو پر اړیتا (یا بېرته زېږېدلو باور) دانجیل ځینې څرګندونې سپېڅلي کتاب ته د لوړ صلاحیت او درناوي په هڅه کې دي او د عیسی (ع) پر مړینه او بېرته راژوندي کولو ټینګار لري. ډېوېډ بیبنګټون (David Bebbington) دا څلور ځانګړنې د دین بدلون، ګوندیمار، د سپېڅلي کتاب پالنه او د صلیب سېنټریزم نوم ورکړی او وايي چې دا په یوځای ډول څلورګوني لومړیتوبونه رامنځته کوي چې د انجیلیزم بنسټ جوړوي. [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. GALLUP, GALLUP. "2017 Update on Americans and Religion". مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The American Religious Landscape in 2020s". Public Religion Research Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Measuring Religion in Pew Research Center's American Trends Panel". Measuring Religion in Pew Research Center’s American Trends Panel | Pew Research Center. Pew Research Center. 14 January 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Newport, Frank (25 December 2015). "Percentage of Christians in U.S. Drifting Down, but Still High". Gallup. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "America's Changing Religious Landscape". Pew Research Center: Religion & Public Life. May 12, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Church Statistics and Religious Affiliations". Pew Research. د لاسرسي‌نېټه September 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "'Nones' on the Rise". Pew Research Center: Religion & Public Life. October 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "American Religious Identification Survey". CUNY Graduate Center. 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Finke, Roger; Rodney Stark (2005). The Churching of America, 1776-2005. Rutgers University Press. د کتاب پاڼي 22–23. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8135-3553-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) online at Google Books.
  10. کينډۍ:USC National motto
  11. "U.S. on the History of "In God We Trust"". United States Department of the Treasury. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. United States Public Law 84-851, United States Public Law 84-851.
  13. Newport, Frank. "2017 Update on Americans and Religion". Gallup. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Trends continue in church membership growth or decline", Yearbook of American & Canadian Churches (reports), US: National Council of Churches, February 14, 2011, د لاسرسي‌نېټه May 14, 2017 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "ARDA Sources for Religious Congregations & Membership Data". ARDA. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Leave China, Study in America, Find Jesus". Foreign Policy. مؤرشف من الأصل في ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Tri-Faith America: How Catholics and Jews Held Postwar America to Its Protestant Promise by Kevin M. Schultz, p. 9
  18. Obligations of Citizenship and Demands of Faith: Religious Accommodation in Pluralist Democracies by Nancy L. Rosenblum, Princeton University Press, 2000 - 438, p. 156
  19. The Protestant Voice in American Pluralism by Martin E. Marty, chapter 1
  20. "10 facts about religion in America". 27 August 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Protestants no longer the majority in U.S." CBS News. 9 October 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. God's Continent: Christianity, Islam, and Europe's Religious Crisis, p 284, Philip Jenkins - 2007
  23. Green, John C. "The American Religious Landscape and Political Attitudes: A Baseline for 2004" (PDF). University of Akron. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The figures for this 2007 abstract are based on surveies for 1990 and 2001 from the Graduate School and University Center at the City University of New York. Kosmin, Barry A.; Egon Mayer; Ariela Keysar (2001). "American Religious Identification Survey" (PDF). City University of New York.; Graduate School and University Center. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Association of Religion Data Archives - Maps and Reports - Reports - Denomination Listing: Mainline". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The U.S. Church Finance Market: 2005-2010" Archived 2021-11-20 at the Wayback Machine. Non-denominational membership doubled between 1990 and 2001. (April 1, 2006, report)
  27. "America's Changing Religious Landscape, Appendix B: Classification of Protestant Denominations". Pew Research Center. 12 May 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bebbington, p. 3.
  29. Eskridge, Larry (1995). "Defining Evangelicalism". Institute for the Study of American Evangelicals. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)