عماد الدین زنګي
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې لامل | |
| مړينې ځای | |
| مړينې لامل | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| دین |
| جګړه |
|
|---|
منصور ابو المظفر عماد الدین زنګي بن آق سنقر الحاجب بن عبدالله چي په لنډه توګه د عماد الدین په نامه یادیږي( زوکړه ۱۰۸۷ - مړینه ۱۱۴۶ ز) [۳] یو پوځي مشر او مسلمان واکمن وو، چي د شام پر ځینو برخو یې د واکمني سربېره د صليبي نښتو پر مهال له صلیبیانو سره جګړې هم کولې.
د نوموړي پلار د سلطان ملک شاه سلجوق غلام وو، او په ۵۱۶ هجري کال کي عباسي خلیفه مسترشد د سلطان محمد بن ملک شاه د زوی سلطان محمود له تایید وروسته دئ د موصل مشر وټاکه. عماد الدین په ۵۲۱ هجري کال کي د سلطان محمود په ملاتړ سره حلب ونیو او (الرحبا) او (الجزیره الفراتیه) یې هم فتحه کړل. همدارنګه یې په ۵۳۹ هجري کال کي ادېسه ښار لاسته راوړ، او د (جوسلین) په مشرۍ د صلیبیانو لاسونه یې له هغه ځایه لنډ کړل.
عمادالدین په ۵۴۱ هجري کال کي د شام د فرات سیند سره څېرمه د جابرکلا د محاصرې په ترڅ کي د یو نوکر له لوري د شپې داسي مهال ووژل سو، چي نوموړی ویده وو، او تر مرګ وروسته یې په صفین کي خاورو ته وسپاره. تر وژني وروسته یې یو زوی سیف الدین غازي په موصل کي او بل زوی نورالدین محمود په حلب او بیا دمشق کي د هغه ځای ناستي وګرځېدل.
عماد الدین د خپلو سرتېرو او رعیت ډېر درناوی درلود، او دومره هیبت لرونکی حکومت یې پر پښو ودراوه، چي پسله څو کاله یې نه یوازي په شام کي ټیکاو او سوله راوستل، بلکي د صلیبي عیسایانو په وړاندي یې د جهاد یوه لویه جبهه هم پرانیسته، او تر ده وروسته یې اولادونو او ځایناستو دغه لاره په ټینګه تعقیب کړه. نوموړي د مرګ پر وخت ۶۴ کاله عمر درلود.
د عماد الدین زنګي د روزني او پالني او د اس سپرلۍ، رهبرۍ او جګړې د هنرونو د زده کړې مسؤلیت د موصل د امیر کربوقا تر سرپرستۍ لاندي سرته ورسېدل. هغه د پوځ په لیکو کي دومره پرمختګ وکړ چي په وروسته کي د واسط ښار د ځواکونو قوماندان سو. ورپسې یې جنګي وړتیا په ۵۱۷ هجري کال کي د عباسی خلیفه المسترشد بالله تر قوماندې لاندي د دوبیس بن صداقه په وړاندي په جګړه کي ډېره ښه څرګنده سوه، چي له مخي یې سلجوقي سلطان محمود نوموړی په ۵۲۱ هجري کال کي د بغداد د قوماندان په توګه وټاکه او د عطابیګ لقب یې ورکړ.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: LIBRIS. Libris-URI: 75kmq91r23qzrnz. خپرېدو نېټه: ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲. بياځلي سمون: ۲۴ اگست ۲۰۱۸. خپروونکی: National Library of Sweden.
- ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1 errors: empty citation