منځپانگې ته ورتلل

علي مسجد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د علي مسجد کلا
د علي مسجد کلا (۱۸۹۰ کال)

علي مسجد د خیبر درې تر ټولو په تنګه نقطه کي پروت مسجد دی. دا سیمه اوس وخت د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کي موقعیت لري، او تاریخي اصلیت یې لوی افغانستان ته ورګرځي.

علي مسجد
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۰۲′شمال ۷۱°۱۶′ختیځ / 34.03°شمال 71.26°ختيځ / 34.03; 71.26 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

علي مسجد د شاوخوا ۱۰ ميل (۱۶ kم) په واټن د لنډي کوتل ختیځ او د پیښور لویدیځ ته موقعيت لري، او دسمندر له کچي څخه د ۳٬۱۷۴ فوټه (۹۶۷ م) په لوړوالي کي پروت دی. د علي جومات ته څېرمه د خیبر درې پلنوالی پخوا دومره تنګ وو چي دوه بشپړ بار سوي اوښان له یو بل سره نسوای تېرېدای، خو وروسته یې د وخت په تېرېدو سره پراختیا وموندل.

تاریخ

[سمول]
په ۱۹ مه پېړۍ کي د علي مسجد د جګړې وروسته د سیمي حالت
د دوهمې افغان-انګلیس جګړې پر مهال د علي جومات لاندي دره

د علي مسجد د خیبر درې په تر ټولو تنګه نقطه کي موقعیت لري. د خلکو د ادعا له مخي په دې ځای کې د علي بن ابي طالب زیارت شتون لري، چي د محمد صلی الله علیه وسلم د تره زوی او زوم وو. (د یادوني وړ ده چي د علیؓ په نوم قبرونه په مزارشریف او عراق کي هم سته.) د تاریخونو پر بنسټ د خیبر درې پر لاره تلونکوي مسافر به د علي جومات سره څېرمه د سوداګرۍ په ترڅ کي په زیارت کي د لمانځه لپاره درېدل.

دا سیمه په اصل کې د افغانستان دننه او ددغه هیواد برخه وه، اړ په ۱۸۳۷ کال کي د افغان امیر دوست محمد خان (۱۷۹۳-۱۸۶۳) لخوا د علي جومات سره نژدې یوه کلا هم جوړه سوه. یاد زیارت او کلا په خورا ډبرینه ځمکه کي موقعیت لري چي یوې ژورې درې ته ورته ځای دی.

د علي مسجد لومړۍ جګړه

[سمول]

علي مسجد د افغان-انګلیس جګړو پر مهال د نښتو یو مهم ډګر وو. په ۱۸۴۲ کال کي د لومړۍ انګلیس-افغان جګړې پر مهال دا کلا د برتانویانو لخوا کلابنده سوه. دجګړې په لړ کي د کابل د حکومت له لوري د اکبرخان او افغان ځواکونو برید د ډګروال چارلس وائلډ په مشرۍ د مرستي ځواک د خیبر درې په دروازه کي مات او بیرته شاتګ ته اړ کړ. د برتانويان ګارنیزیون ددې شرموونګي ماتي له امله اړ سو ترڅو کلا خالي او بیرته جمرود ته ولاړ سي.

د علي مسجد دوهمه جګړه

[سمول]

د ۱۸۷۸ کال په نومبر کي د دوهمې انګلیس-افغان جګړې پر مهال د جنرال سر سیمویل براون په مشرۍ د پیښور درې ساحوي ځواک د فیض محمد په مشرۍ د افغانانو څخه د علي مسجد کلا ونیوله .

د ۱۸۷۹ کال په می میاشت کي د خیبر درېه د ګندمک د تړون له مخي د برتانويانو حکومت ته وسپارل سوه، چي له هغه را وروسته دا کلا په غیر قانوي او ښکېلاکي توګه د برتانوي راج برخه وګرځېده. انګریزانو په دې ځای کي خپله پوځي کلا جوړه کړه، اړ د خیبر پر دره یې ستراتیژیک واک ترلاسه کړ. کلا یو کوچنی هدیره لري چي د هغو برتانوي سرتیرو قبرونه پکښي شتون لري چي په دویمه افغان جګړه کې وژل سوي وه. د درې دېوالونه د هغو قطعاتو او سرتیرو نښي هم په ځان کي لري چي دلته یې خدمت کړی دی. په ۱۹۴۷ کي د پاکستان تر جوړښت وروسته علي مسجد او کلا هم د ډیورنډ د تپل سوي کرښي په پایله کي دغه هیواد ته وسپارل سوه.

سرچینې

[سمول]

https://books.google.com.af/books?id=3amnMPTPP5MC&pg=PA35&redir_esc=y