علي خان زئي
علي خان زئی دَ ږوب ولسوالۍ په جنوبي پښتونخوا کې یو مشهور کلی دی. دا کلی د ږوب له مرکزي ښاره شاوخوا 15 کیلومتره جنوب ته موقعیت لري. د کلی ټول نفوس 8786 دی، او اوسېدونکي یې د کاکړو د عبدالله زئی قبیلې د مليزئي(شهاب زئي ،علي خان زئي، نرګوزئي او ورسک) څانګې پورې تړلي دي.[علي خان زئي ۱] علي خان زئي بيا پر اتو پښو (زئي) باندې ويشل شوى دى
1-منډلزئي 2- تورې زئي 3 قمرزئي 4 ادينزئي 5 درلنګزئي 6 نور دين زئي 7 ماڼکزئي 8 څالاکزئي
**تاریخ:**
علي خان زئي چي لومړی ټاتوبی يې د ږوب اولسوالۍ وادي رخپوړ وو او بيا يې له نورو مليزيانو سره له رخپاړه څخه دَ تورغره په لمن کې استوګن سوي دي دوی اول وار په جار کيړو کي استوګن سوي دي
په کيړو او جار نومي سيمه کې يې اوس هم مېنه جات او هديره سته
له کلي علي خان زئي څخه په کال 1879 کي او بيا 1919 کي ځيني کورنۍ لوی وطن افغانستان ته کډه سوي دي چي ډېری یې په زابل ولایت او کندهار ولایت کې ميشته دي
ځينې کورنۍ يې بيا هرات ولایت ته ستانه سوې دي او اوس هم هلته ژوند کوي
دوه کورنۍ يې په کال 1945/46 کي هندوستان ته کډه شوي دي او دا وخت دَ هند په ممبۍ ښار کې اوسېږي
په دغو دوه کورنۍ کي يو شاعر دوست محمد کاکړ هم وو چي يو ورور نذر کاکړ يې هم دلته په خپل کلي کې پاتې سو
علي خان زئی د پښتني قبایلي تاریخ یوه برخه ده. د دې سیمې خلک د پښتنو د مشهور کاکړ قبیلې عبدالله زئی (ملیزئی) څانګې پورې اړه لري چې سلګونه کاله دلته میشته دي. د دې ټبر مشران تل په قامي شخړو او جرګو کې فعاله برخه لري او سیمهیزه مشرۍ پر خپله قبایلي دود او جرګه روانه ده.
**ښوونه او روزنه:**
په علي خان زئی کې لومړني او متوسط ښوونځي شته. د هلکانو لپارہ ہائیرسیکنډري سکول او درې پرائمري سکولونو سته ، او د تعلیم کچه ورځ تر بلې لوړېږي. ډېر زده کوونکي لوړو زده کړو لپاره ږوب یا کوټې ته ځي. له بده مرغه دَ نجونو لپاره يو ښونځی نسته
**مشاهیر:**
د کلی خلک عمدتاً د قبایلي او سیمهیزو استازو له جملې څخه دي. د ملي زئي شرانو تل د قامي وحدت، ستونزو هوارولو او قبایلي خدمتونو کې مخکښ رول لوبولی. ملک فاضل خان، ملک روزے خان، ملک حاجي عظیم خان
مولانا عبدالکریم مولانا عبدالرزاق حاجی لاخک استاد حاجی نيک محمد عبدالولي خان نيوټاؤن سکول استاد ياسين صاحب مليشيا هائي سکول استاد حاجي کمال الدین حاجي فضل دين ملک محبت خان ملک شهزاده خان ملا فضل الحق قبایلي مشر عبدالله خان کاکړ حاجي الله نور مولانا محمد وزیر مرحوم حاجی شراف الدین دوست محمد کاکړ شاعر
**اقتصاد او ژوند:**
د علي خان زئی ډیر خلک کرنه، مالداري او سیمه یییز کاروبارونه کوي. ځمکې یې حاصلخیزې دي او د بڼوالۍ محصولات یې هم مشهور دي. سیمه د قبایلي میلمنوازۍ، مهربانۍ او دودیزو ارزښتونو له امله پېژندل کیږي.