عبد الرحمن صمیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستر اسلامي ادیب، معاصر خطیب، د بلاغت او فصاحت خاوند الحاج مولوي عبد الرحمن صمیم په پاکستان کي د خپل وخت له نوموتو سترو داعیانو څخه دی [۱] .


عبد الرحمن صميم
د شخص معلومات
استوګنځای چمن chaman
هيواد غړيتوب افغانستان
لقب صمیم صاحب
مذهب احناف
فرقه اسلام، اهل السنت والجماعت
عملي ژوند
تعلیم علامه ټاون - چمن
تعلیمی اسناد نړیوال علمي سند
د کړنې څانګه اسلامي دعوت او د دیني پوښتنو ځوابونه
د پيژندنې لامل په شرعي چوکاټ کي دیني بلنه

د صمیم صاحب په هکله د ځینو نظرونه[سمول]

ځینو علماوو د ده هکله ډېر ښه نومونه اخیستي دي ؛ تر دې چي د خیبر پښتونخوا یو نوموتی شاعر عصمت الله ماشوم د ده په هکله په یو نعت کي ويلي چي : شیخ المشایخ عبد الرحمن صمیم [۲] .

همدا ډول ځینو عالمانو ده ته په دیني جلسو کي په درنښت سره ښکلي لقبونه ورکړي دي .

مګر په اوس وخت کي دی په خلګو کي په (صمیم) صاحب اوڅار دی .

همدا ډول دی د فېسبوک په پاڼو کي په مولوي عبد الرحمن صمیم سره پېژندل کیږي [۳] .

علمي او عملي ارزښتونه[سمول]

  • صمیم صاحب د دعوت او تبلیغ لپاره د پاکستان په بېلابېلو کي سفرونه کړي چي د هغه دعوت له لاري بېخي ډېری وګړي د الله ودین ته رابللي دي .
  • همدا ډول د صمیم صاحب د ښکلو بیانونو په اورېدلو سره ډېری پښتانه ځوانان له جنسي خواهشاتو درېغ کړی او په حقه یې والله ته توبې ایستلي دي لکه څرنګه چي اوس هم یواځي د ده د پند په اورېدلو توبې ته چمتو کیږي او دا د عارفانو له ځانګړتیاوو څخه دي .
  • همدا ډول دی د چمن په ښارګوټي کي د حافظ عبد القیوم جان صاحب په مدرسه کي د یو ځانګړي مفتي او مدرس په توګه ټاکل شوی چي هلته نورو وګړو ته فتوا ورکوي او طالبانو ته دیني زده کړې ورکوي .
  • همدا ډول ده ته د پاکستان په زیاترو جلسو کي ته بلنه کیږي .
  • او همدا ډول د ده له علمي ارزښتونو څخه دا دي چي دی په ټولنیزو رسنیو کي، لکه : واټساپ Whatsapp او فېسبوک Facebook کي خپلي دیني وېبپاڼي لري چي په هغو پاڼو کي به د ځینو ګټورو اوڅارو وډیوګانو نومونه وپېژنئ ! .

په انټرنيټي وېبپاڼو کي د ده د وډيوګانو نومونه[سمول]

  • د ځوانۍ ساتنه .
  • جزاء الأعمال، یاني : د عملونو بدله .
  • غم مه کوه ! .
  • د ښځو د انتخاباتو حکم .
  • د لقمان حکیم ګټور نصیحتونه [۴] .

او داسي نوري ګټوري وډيوګاني چي د مولوي عبد الرحمن صمیم په نامه پیدا کیږي .

همدا ډول وګوره ![سمول]

سرچينې[سمول]

  1. له محرر فضل الرحمن فیضون .
  2. دا نعتیه کلام چي عصمت الله ماشوم د ده په توصیف کي ویلی د ده په فېسبوک پاڼه کي موندل کیږي .
  3. دا علمي او عملي ارزښتونه ټوله ده لره ثابت دي چي څوک انکار نه سي ځني کولای .
  4. دا وډیوګاني ټولي د ده په فېسبوک پاڼه کي پیدا کیږي .