منځپانگې ته ورتلل

عبدالکریم خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالکریم خان (زوکړه ۱۸۹۷- مړینه ۱۹۲۷) یو افغان امیر وو، چي د ۱۹۲۴ کال د جولای څخه تر ۱۹۲۵ کال پوري یې یوازي په جنوبي ولایت کي واکمني ترسره کړه.

عبدالکریم خان
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۹۷[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹۲۷[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
جګړه

مخینه

[سمول]

عبدالکریم په ۱۸۹۷ زیږدیز کال کي وزېږېد. نوموړي د افغان واکمن محمد یعقوب خان تر ټولو کشر زوی وو، او مور یې له هرات ولایت سره یې تړاو درلود.[۲] [۳] عبدالکریم له سلطانت نومي مېرمني سره واده وکړ، [۲] او په ۱۹۲۲ کال کي یې یو ماشوم [۴] (ابو رزاق) پیدا سو. [۲] د ۱۹۱۷ کال د مارچ په ۴مه نوموړی له دهرادون څخه قبایلي سیمي ته ولاړ، خو لږ وروسته د برتانویانو لخوا ژوندی ونیول سو.[۵]

واکمني

[سمول]

په ۱۹۲۴ کال کي عبدالکریم ته خبر ورکړل سو چي د افغانستان په سویل کي د خوست بغاوت روان دی، او د قبایلو یو شمېر خلک چي دده ملاتړي وه خبر یې ورکړ، چي دا ستاسو لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو هغه هېواد بیرته ترلاسه کړی چي ستاسو پلار بایللی وو.

تر پورتنۍ خبرتیا وروسته عبدالکریم په جولای میاشت کي د برتانوي هند څخه افغانستان ته ولاړ، او تر د دوو ورځو تګ وروسته یې د قبایلي خلکو سره د ناواکوت په نوم په یوه کلي کي ولیدل. عبدالکریم په دې ځای کي د ځدران قبیلې له مشر برلند خان سره لیدنه ترسره کړه، او د سیمي ټولو خلکو ورته درناوی وړاندي کړ. دوی دده د ملاتړ لپاره یو اعلان په فارسي ژبه خپور او عبدالکریم یې پکښي د نوي امیر په توګه اعلان کړ. عبدالکریم دوی ته وویل چي دی به د ۴۰ عالمانو د شورا سره په عدلي توګه حکومت وکړي، او په دې توګه یې د افغان حکومت په وړاندي د یو ستر بغاوت مشري په غاړه واخیسته.

حبیب الله کلکاني چي د عبدالکریم د پورتني بغاوت په وخت کي د امان الله د پوځ یوه سرتیري وو، وایي:

"هغه (عبدالکریم) هیله درلوده چي هغه نوم چي دده نیکه درلود، هیواد ته به په راګرځولو کي ورسره زیاته مرسته وکړي، او دئ به د اصلاحاتو د مخنیوي لپاره نجات ورکوونکی وبلل سي، خو نوموړی غلط وو. ځکه هېڅوک ددې مینه وال نه وه. او عبدالکریم تر یو فرد زیات څه نه وو."

د ۱۹۲۵ کال په جنورۍ میاشت کي د افغان حکومت له لوري د عبدالکریم د بغاوت تر ماتولو وروسته نوموړی برتانوي هند ته تښتېد، او هلته په لاهور او بیا بنارس کي بندي سو.[۶]

مړینه

[سمول]

عبدالکریم په ۱۹۲۷ کال کي په برطانوي برما کي د رانګون په ښار کي وفات سو. د لوئس ډوپري په وینا نوموړی احتمالاً د یوه افغان جاسوس لخوا وژل سوی وو، خو ځیني بیا د هغه قاتل یو افغان ملت پالونکی ګڼي.

د ریها ټالي سټیوارد په وینا عبدالکریم د فبرورۍ پر ۱۸ خپله ځان وژلی وو.

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ سرچينې تړی: http://members.iinet.net.au/~royalty/states/islamic/afghanistan-barakzai.html.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ . 1975. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 2010-04-07. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  4. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named :3
  5. https://web.archive.org/web/20181225143356/http://opar.unior.it/1317/1/Annali_1996_56_(f3)_S.Nawid.pdf
  6. https://books.google.com.af/books?id=2eNtAAAAMAAJ&redir_esc=y