عبدالکريم خرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالکريم خُرم

عبدالکريم خُرم د وردگو د سيد آباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو .

د قيد ژوند[سمول]

د لوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت د جاسوسې شبکې خاد له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو . کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنگ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنگي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو .

له بنديخانې وروسته نږدې يو کال د مجاهدينو سره د دوى تر کنترول لاندې سيمو کې په جهاد بوخت وً ،او په کال ١٣٦٥ کې له مجاهدينو سره يو ځاى د پېښور په لور روان شو او له اتو ورځو ميزل وروسته پېښورته ورسېد .په پېښور کې د مجاهدينو په غنډونو کې له کم وخت تېرولو وروسته په ښارکې مېشت شو او په فرهنگي برخه کې يې فعاليت پيل کړ. دکتاب پلورلو په څنگ څنگ کې يې د زيات شمير خپرونو سره همکاري کوله او د ځينو د تحرير د هئيات غړى هم وً . په فرهنگي برخو کې تر فعاليتونو وروسته چې په هغو کې د مجاهدينو له خوا د لومړني هنري فلم جوړول هم شامل دي ، په کال ١٩٩١ کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو سره د فرانسې هېواد ته روان شو . په فرانسه کې يې په پاريس کې د بين المللي روابطو د مطالعاتو په انستېتيوت کې په بين المللي اړيکو او ديپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند او وروسته د ( رنه دکارت ) پوهنتون کې د صادراتو په حقوقو کې د مافوق ماسترۍ سند تر لاسه کړ ، په همدې جريان کې عبدالکريم خُرم دپاريس د شرقي ژبو او مدنيتونو په انستېتيوت INALCOکې يوکال د قراردادي استاد په توگه تدريس وکړ. د لوړو زده کړو د تر سره کولو په جريان کې عبدالکريم خُرم تل له مطبوعاتو سره خپله رابطه ساتله او په پېښور او پاريس کې يې مقالې په مختلفو خپرونو کې چاپيدلې . برسېره پر دې ده دوه کتابونه له فرانسوي څخه دري ته ژباړلي چې يو يې د ( شکست اسلام سياسي ) په نامه دى چې په کال ١٩٩٥ کې په پېښور کې چاپ شوى او بل يې د ( قدرتهاى بزرگ در تلاش بې قدرتي ) د پاسکال بونيفاس ليکنه ده چې په کال ١٩٩٦ کې په پېښور کې چاپ شو. عبدالکريم خُرم خپله يوه رساله دeco سازمان په هکله ليکلې او دغه علمي اثر چې په فرانسوي ليکل شوى د افغانستان د داخلي جگړې په اوج کې دا نظريه وړاندې کوي چې زموږ سيمه او منطقه د رقابتونو او جنگونو پرځاى دeco سازمان د پياوړي کولو او فعالولو په واسطه دغربي اروپا د گډ بازار په شان د مثبتو اړيکو د ټينگولو په واسطه سوله افغانستان او ټولې منځنۍ او جنوب لوېديځې آسيا ته را وستلى شي . د١٩٩٧ کال په اخر کې عبدالکريم خُرم له پاريس څخه پېښورته راستون شو او هلته په سياسي او فرهنگي چارو بوخت شو . په فرهنگي برخه کې يې د سلهاوو مقالو ليکل ، په بېلابېلو کنفرانسونو کې اشتراک يا دولى شو . په سياسي برخه کې د افغانستان د سولې او ملي وحدت د ټولنې د اجرائيه کمېټې غړى وو کومه چې د پير سيداحمد گيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، عبدالکريم خُرم پېښور ته په راتلو سره د پېښور په افغان پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د استاد دنده هم ترسره کړه . په کال ٢٠٠١ کې د سپتمبر له پېښې وروسته د بن په کنفرانس کې عبدالکريم خُرم د پېښور د گروپ دغړي په توگه برخه درلودله . دموقتې او انتقالي ادارو په تشکيل سره عبدالکريم خُرم په کابل کې مېشت شو ، او دلته يې لومړى د متخصصو افغانانو د راستنولو مشاوريت وزارت کې د اروپا او مرکزي اسيا د سيمو مسووليت په غاړه درلود او بيا يې د ( حقوقي مرستې_ افغانستان ) د دفتر په جوړولو سره ددغې موسسې مشري په غاړه واخېسته . دغه دفتر هغو بې وزلو افغانانو ته چې د بېلابېلو جرايمو د ارتکاب په تور بنديان شوي وو د مجاني وکالت مدافع د برابرولو دنده تر سره کوي.

د ١٣٨٥ کال په لومړيو کې ښاغلى خُرم د جمهوري رياست د تحليلگر او له کمې مودې وروسته د جمهوري رياست د مطبوعاتي سلاکار په توگه وټاکل شو. چې دوه مياشتې وروسته د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې په اتلسمه نېټه د جمهور رئيس له خوا ولسي جرگې ته د اطلاعاتو او فرهنگ د وزير په توگه د باور رايې لپاره وپېژندل شو ،چې د باور رايې تر اخېستو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزير په توگه ومنل شو او اوس اوس نوموړې دنده پر مخ بيايي .