عبدالهادي هادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالهادي هادي

عبدالهادي هادي (په انگرېزي: Abdul Hadi Hadi) يو افغان شاعر دی، چې په پښتو ژبه شعرونه ليکي.

مخينه

عبدالهادي هادي د محمد حيدر زوی پر ۱۹۷۲ زېږدي کال (د بلې سرچينې له مخې پر ۱۳۴۸ لمريز کال) د سمنگان ولايت د ايبکو په ښار کې زېږېدلی دی . لومړنۍ زده کړې يې د ايبکو په ښار او نورې منځنۍ زده کړې يې يو څه په خوشال خان لېسه او يو څه يې په رحمان بابا لېسه کې سرته رسولې دی . د لېسې تر پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځی کې شامل شو او هغه يې پای ته ورساوه.

دندې

عبدالهادي هادي لمړنۍ دنده د افغانستان په ليکوالو اتحاديه کې پيل کړه، خو په هېواد کې د حالاتو د ترېنگلتيا لامله دې ته اړوت چې د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر پاکستان ته کډوال شي . هلته يې په پېښور کې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډيو په خپرونو کې د خبريال، ليکوال او پروډیوسر په توگه دنده پيل کړه، چې وروسته يې په کابل کې هم همدا دنده درلوده چې ۱۲ کاله يې دوام وکړ . هادي د ۲۰۰۲ ز کال له پیله او د ۲۰۰۳ ز کال تر پایه له بي بي سي راډیو سره د کار تر څنگ د لومړي ځل لپاره یواځې ادبیاتو ته د ځانگړې کړې "وریښم" په نوم مجلې خپرول هم پیل کړل چې دی یې پازوال چلوونکی وو او د میدیوتیک په مالي ملاتړ په چاپیده.

له ۲۰۰۴ ز کال تر ۲۰۰۹ ز کال تر جولای مياشتې يې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د دفتر لوی ریس، اداري ریس، د اسنادو اړیکتیایي چارو ریس او په دې ټوله موده کې له یادو دندو سره د یاد وزارت د ویاند او د اړیکه د میاشتینۍ مجلې مسول مدیر دنده هم په غاړه درلوده. هادي د ۲۰۰۹ ز کال په جولای کې استرالیا هیواد ته ولیږدید او په سیډني کې میشت شو چې د همدې کال په وروستیو کې یې په اسټرالیا کې د شمله په نوم یوازینۍ پښتو راډیو جوړه کړه چې تر اوسه یې خپرونې ښې روانې دي او سیدني میشتي افغانان یې په مینه اوري.

چاپ شوي نښيرونه يې

  1. گل د شپې په څڼو کې (د شعرونو لومړۍ ټولگه)، خپرندوی: د افغانستان د ليکوالو ټولنه، د ۱۳۶۸ لمريز کال چاپ .
  2. د اورونو پر تنابونو (د شعرونو دويمه ټولگه)، خپرندوی: د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، د ۱۳۶۹ لمريز کال چاپ .
  3. مات غمي (د شعرونو درېمه ټولگه)، خپرندوی: د خوشحال فرهنگي ټولنه، د ۱۳۷۵ لمريز کال پېښور چاب .
  4. ستا به باور نه راځي (د شعرونو څلورمه ټولگه)، د عبدالباري جهاني په لگښت، د ۱۳۸۰ لمريز کال چاپ .

د شعرونو څو بېلگې يې

اخځونه

  1. http://www.ayenda.org/Mosaheba%20A.Q.Masoud%20Ba%20A.Hadi.pdf
  2. http://lomritob.com/archives/5778 Archived 2015-05-29 at the Wayback Machine.
  3. ستا به باور نه راځي (شعري ټولگه)، د ۱۳۸۰ لمريز کال چاب .
  4. http://tkg.af/pashto/culture-and-art/literature/9124-هادي؛-د-دردونو-او-نهیلیو-انځورگر-شاعر[مړه لينکونه]