منځپانگې ته ورتلل

عبدالله بن حسین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالله بن حسین
الشريف عبدالله الاول ابن الحسين (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ فېبروري ۱۸۸۲ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۰ جولای ۱۹۵۱[۱][۲][۳] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
جوړښت
جایزې

عبدالله بن حسین بن علي الهاشمي ( ۱۲۹۹ – ۱۳۷۰ هـ س / ۱۸۸۲ – ۱۹۵۱ ز ) د اردن د هاشمي سلطنت بنسټ ایښودونکی او لومړی پاچا وو. نوموړی د اردن د "بنسټ ایښودونکي پاچا" په نوم پیژندل کیږي، او د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کي یې د عثماني امپراتورۍ په وړاندپ د خپل پلار شریف حسین بن علي په مشرۍ تر لوی عرب پاڅون وروسته د اردن د امارت واک په لاس راوړ.

عبدالله په ۱۸۸۲ کال کي په مکه مکرمه کي د شریف حسین بن علي په کهاله کي وزېږېدی او د خپل پلار دویم زوی وو. دده نور وروڼهعلي، فیصل او زید نومېدل. علي د خپل پلار ځای ناستی او د حجاز د دوهم پاچا په توګه وټاکل سو، خو په راتلونکي کال یې استعفا ورکړه. دویم ورور فیصل د لومړي فیصل په نوم د عراق پاچا سو، او عبدالله د اردن د امارت شهزاده سو.

عبدالله خپلي لومړنۍ زده کړي په مکه معظمه کي سرته ورسولې او په استانبول کي يې د عربي او ترکي ادبياتو پراخه پوهه ترلاسه کړه، چي له امله یې د ده په دربار کي ادبي مجلسونه هم زیات سول.

عبدالله د خپل پلار د افکارو څخه الهام اخیستی وو، او تر هاشمي بیرغ لاندي یې د لوی عرب پاڅون پرمهال د عربي ځواکونو مشري وکړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کي یاد پاڅون دمشق، عصري اردن او د عربي ټاپووزمې ډیره برخه لاسته راوړه. د عبدالله ورور پاچا فیصل له جګړې وروسته د سوریې تخت په لاس کي واخیست، خو د میسالون تر جګړې وروسته له دغه واکه لاس په سر سو، او د عراق تخت ته یې ځان ورساوه. د ۱۹۲۰ زیږدیز کال د جولای په میاشت کي فرانسویانو سوریه اشغال کړه او شریف حسین بن علي خپل زوی شهزاده عبدالله د یو پوځي ځواک په مشرۍ له حجاز څخه معن ته ولېږه.

عبدالله په دې توګه د ۱۹۲۱ زیږدیز کال د اپریل په ۱۱ مه د ترانس اردن امارت رامنځ ته کړ او په قبایلي او بدوي ټولنه کي یې لومړنی مرکزي حکومت جوړ کړ. نوموړي د راتلونکو دېرشو کلونو لپاره د دولت په جوړولو او د عصري اردن لپاره د اداري چوکاټونو په رامنځ ته کولو باندي تمرکز وکړ. عبدالله د دیموکراتیک مشروعیت په رامینځته کولو سره د ځان حاکمیت او خپلواکۍ په لټه کي وو، چي په پایله کي یې په 1928 کي د اردن لومړی اساسي قانون رامینځته سو، او ورپسې په 1929 کي د لومړي پارلمان لپاره ټاکني هم ترسره سوې. د واکمنۍ په دې دریو لسیزو کي شهزاده عبدالله د انګلستان او د ترانس اردن د امارت تر منځ یو لړ تړونونه لاسلیک کړل، چي وروستی هغه یې د ۱۹۴۶ کال د مارچ په ۲۲ نیټه وو، او د انګلیسي_ختیځ اردن تړون په نوم یاد سو. د عبدالله د یاد سیاست په پایله کي اردن هیواد په 1946 کي د می په 25 نېټه د اردن هاشمي سلطنت سو.

عبدالله بن حسین لمړئ له ملکې مصباح بنت ناصر سره واده کړی وو، او تر هغه وروسته یې د عالیه ارکان (سزدل خانم) سره هم واده نکاح ترسره کړه.

عبدالله بن حسین په 1951 کي د بیت المقدس په زاړه ښار کي د الاقصی جومات په دروازه کي په داسې حال کې ووژل سو چي د الاقصی په جومات کي یې د جمعې لمونځ کاوه. قاتل نوموړی له نږدې واټن څخه په ډزو وواژه او سمدلاسه د پاچا ساتونکو هم په متقابلو ډزو کي قاتل له منځه یووړ. تر مرګ وروسته عبدالله جسد د عمان په شاهي هدیرو کي خاورو ته وسپارل سو.

  1. ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Abdullah-I. سکالو پېژند: Abdullah I. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 149603094. سکالو پېژند: Abdullah I. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ويل شوي په: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: abdallah-ibn-al-husain. سکالو پېژند: Abdallah Ibn al-Husain. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. خپروونکی: F.A. Brockhaus. اثر ژبه: جرمني ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۷۹۶.