عبدالقادر نورستانی (افغان سیاستوال)
| زېږون نېټه | |
|---|---|
| مړينې نېټه | |
| دنده |
| عمومي مالومات |
|---|
عبدالقادر نورستانی (زوکړه، د ۱۹۳۶ کال د جولای ۷ –مړینه، د ۱۹۷۸ کال د اپریل ۲۹) یو افغان سیاستوال او د پولیسو مشر وو چي د محمد داود خان د ولسمشرۍ پر مهال یې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله. [۱]
نورستاني تر وزارت مخکي د افغان پولیسو د مشر په توګه دنده ترسره کړې وه او خپلو اصولو او عقایدو ته د ژمنتیا له امله خورا مشهوره وو. نورستانی د ۱۹۷۵ کال په سپتمبر کي د وزیر فیض محمد ، چي د خلق دیموکراتیک ګوند یو لیري کړل سوی غړی وو، ځای ناستی سو.
د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې پرمهال نورستاني د داود خان د نږدې سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د هیواد د اقتصادي او سیاسي پالیسیو په جوړولو کي یې اړین رول ولوباوه. نوموړي د نورو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او افغانستان ته د بهرنۍ پانګي د راجلبولو لپاره زیاتي هڅي وکړې.نورستانی د افغانستان د صنعت او سیاست په برخه کي د خپل کار سربیره د تعلیم او پرمختګ د هڅو په پار هم شهرت درلود. هغه زده کړو ته د لاسرسي د ښه والي لپاره عملي کار ترسره کړ، او په ځانګړې توګه یې د نجونو او ښځو لپاره پوهي ته د لاسرسي لاري پرانیستلې.سره له دې چي نورستاني او داود خان د افغانستان د ثبات لپاره په خپلو هڅو کي ډېر ریښتني وه، خو یادي هڅي یې د کمونسټانو د خیانت له کبله د ناکامۍ سره مخ سوې.
نورستاني د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۹مه د ثور په انقلاب کي ووژل سو. [۲]
- ↑ MSc, Engineer Fazel Ahmed Afghan (2015-06-12). Conspiracies and Atrocities in Afghanistan: 1700–2014 (in انګليسي). Xlibris Corporation. ISBN 978-1-5035-7300-0.
- ↑ MSc, Engineer Fazel Ahmed Afghan (2015-06-12). Conspiracies and Atrocities in Afghanistan: 1700–2014 (in انګليسي). Xlibris Corporation. ISBN 978-1-5035-7300-0.