عبدالقادر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالقادر
د افغانستان دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
۱۹۸۲ – ډسمبر ۱۹۸۶
ولسمشر ببرک کارمل
د واکمنۍ دوران
می ۱۹۷۸ – اګوسټ ۱۹۷۸
ولسمشر نورمحمد ترکی
په هالنډ کې دافغانستان سفیر
د واکمنۍ دوران
۱۹۸۶ – ؟
د شخص معلومات
پيدايښت ،
مړینه افریل ۲۰۱۴ (۸۰ سال)
کابل،
تابعیت  افغانستان
اولاد څلور زامن او یوه لور
عملي ژوند
کار/مسلک نظامی او سیاسی
پوځي خدمت
مشرتوب دافغانستان هوایی ځواک قومندان (؟ -۱۹۷۵)

Found laterwork,

ډګرجنرال عبدالقادر (۱۳۱۳ ل کال د غور ولايت - ۱۳۹۳ ل کال د غويي ۲، کابل)، د نور محمد تره کي د واکمنۍ پر مهال د لنډ مهال لپاره او دويم ځل د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د دفاع وزير وو .

مخینه[سمول]

عبدالقادر پر ۱۳۱۳ لمريز (۱۹۳۴ ز) کال د افغانستان په غور ولايت کې زېږېدلی وو. دی په قوم چارايماق وو . د ده پلار محمد اکرم نومېد چې شپون وو او مور يې د برناباد له سيمې څخه وه . د شپږم ټولگي تر پای ته رسولو وروسته کابل ته ولاړ او هلته د کابل په لويديځ کې د مهتاب قلعه په نامه ښوونځي کې شامل شو . نوموړی د افغانستان د حربي پوهنتون په هوايي پوهنځي کې زده کړې وکړې او پيلوټ شو او بيا د پيلوټۍ په څانگه کې د شوروي اتحاد د قرغزستان جمهوريت د کانټ ښار د «فرونزه» په نامه پوځي هوايي پوهنتون ته واستول شو، هلته يې نورې لوړې زده کړې وکړې او بريليک يې واخيست . قادر پر ۱۳۵۲ لمريز کال د داود خان په کودتا کې برخه درلوده .

دندې[سمول]

عبدالقادر د دواد خان واک و ځواک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان د پوځي هوايي ځواکونو د بولندوی په توگه وټاکل شو، خو پر ۱۹۷۴ ز کال له داود خان سره د اختلافونو د لرلو لامله له دغې دندې گوښه او د مسلخ د مشر په توگه وټاکل شو .

نوموړی پر ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر ۷ نېټه د داود خان د واکمنۍ پرضد کودتا کې لوی رول ولوباوه او په اصل کې ددغې کودتا پوځي مشر وو. د غويي د ۷ نېټې د کودتاه تر بري او واک و ځواک ته د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند تر رسېدو وروسته نوموړی د ملي دفاع د وزير په توگه وټاکل شو او له ډگروالۍ رتبې څخه د بريدجنرالۍ رتبه لوړ شو . عبدالقادر د گوند د مرکزی کومېټې غړیتوب ته لوړ نه کړای شو، د گوند د خلق جنا له مشرانو سره يې ډېر ژر ځان په لانجه کې ښکېل کړ او د گوند پرچم جنا ته نږدې شو . نوموړي د پرچم ډلې له مشرانو سره په پټه د یوې بلې داسې کودتا پلان جوړ کړ، چې په پایله کې يې خلقيان له واک و ځواکه گوښه کړي . د ۱۹۷۸ ز کال د اگسټ پر ۱۹ د کودتا د پلان د جوړولو په تور ونيول شو او د اعدام امر پرې صادر شو، خو د شوروي اتحاد د سفارت په ټينگار يې د اعدام سزا په ۱۵ کاله بند بدله شوه، نو هغه وو چې د څرخي پله په زندان کې واچول شو .

کله چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي پر ۶ (د ۱۹۷۹ ز کال د ډيسمبر پر ۲۷) شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ نو جنرال عبدالقادر له څرخي پله زندان څخه شوروي پوځيانو راوایست . کله چې ببرک کارمل د شورویانو پر مټ واک و ځواک ته ورسېد، نو عبدالقادر د دويم ځل لپاره د دفاع د وزير په توگه وټاکل شو . نوموړی د ۱۳۵۹ لمريز کال په پسرلي کې (د ۱۹۸۰ ز کال په اپرېل مياشت کې) د تورن جنرالۍ او پر ۱۳۶۲ لمريز (د ۱۹۸۳ ز کال د اپرېل پر ۱۴) د ډگرجنرالۍ رتبې ته ورسېد . نوموړی د ۱۹۸۲ ز کال د ډيسمبر پر ۱۲ د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د مرکزي کومېټې سياسي بيورو ته د نوماند غړي په توگه ومنل شو .

په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد د کې جي بي استازيو د پرچم ډلې باندې ډېر حساب کاوه، خو د عبدالقادر په وړاندې يې بې باوري هم څرگندوله . د شوروي اتحاد د بهرنۍ څارگرۍ مشر ليونيد شېبارشين وروسته په خپل کتاب «د ماسکو لاس» کې وليکل : «پر راتلونکي لنډ مهال څرگنده شوه، چې د عبدالقادر ځاني (شخصي) موټروان له احمد شاه مسعود سره پټ اړیکي او همکاري لرله. کله چې له دندې گوښه شو نو یې یوه ورځ خپل ملگري ته وويل، چې دی تل د اسلامي جميعت یانې د برهان الدين رباني د گوند پلوی وو» . د عبدالقادر دريځ تل له دې کبله کمزوری کېده چې دی نه د پرچم او نه هم د خلق په ډلې پورې تړلی وو . داسې برېښېده، چې عبدالقادر ته تر هر څه د څوکۍ او لوړ مقام لاس ته راوړل مهم وو، او دا لوړ مقام چې په هر ډول وو او په هر قيمت چې ده ته تمامېده د ده لپاره يې ارزښت درلود. د ۱۹۸۴ ز کال په رانږدې کېدو سره د شوروي اتحاد د پوځي مشرتابه له عبدالقادر څخه زړه سوړ شو، ځکه چې له مجاهدینو سره يې په هاند او هڅه کې کوم بری نه درلود، نو يې پرېکړه وکړه، چې د دفاع وزارت ته د «خلق» له ډلې څخه کوم څوک وړاندې کړي . عبدالقادر د ۱۹۸۴ ز کال د ډيسمبر پر ۴ د دفاع وزارت له څوکۍ څخه لري او د افغانستان د انقلابي شورا د رئيس د مرستیال په توگه وټاکل شو، خو د ۱۹۸۵ ز کال د می پر ۲۱ د مشرتابه له ټولو څوکيو څخه لری کړای شو .

د محمد نجيب الله د واکمنۍ پر مهال[سمول]

ډگرجنرال عبدالقادر د ۱۹۸۶ ز کال په سيپټمبر کې په پولېنډ کې د افغانستان د سفير په توگه وټاکل شو، خو د نوي هېوادمشر ډاکتر نجيب الله له سياست سره يې د اختلاف لرلو لامله له دندې استعفا ورکړه . دی په بلغاریا کې اوسېده . داسې مالومات هم شته چې دی پر ۱۹۹۰ زېږدي کلونو د احمد شاه مسعود د بولنتون (قرارگاه) يو غير رسمي سلاکار وو . قادر وروسته روسيې ته راغی . پر ۲۰۰۴ ز کال په روسيه کې د افغانستان سفير احمد ضيا مسعود څرگنده کړه چې : «اوسمهال په روسيه کې نږدې له ۴۰ تر ۵۰ زرو افغانان ژوند کوي، چې نږدې نيمايي يې په مسکو کې اوسيږي . له دې سره سره چې ځينو يې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د واکمنۍ پر مهال په مشرتابه کې څوکۍ هم لرلې، خو موږ له دوی سره ډېر ښه اړيکي لرو . د ساري په توگه د کورنیو چارو پخوانی وزير ښاغلی گلابزوی، يا د دفاع پخوانی وزير ښاغلی قادر . موږ له دوی سره ډېر ښه اړيکي لرو او دوی ټول کولای شي چې په ازادانه ډول افغانستان ته ولاړ شي.»

جنرال عبدالقادر ډېر کلونه په مسکو کې ژوند کاوه، خو په دې وروستيو وختو کې هېواد ته ستون شو او په کابل کې اوسېده . نوموړي د «خاطرات سياسي جنرال عبدالقادر» په نامه یو کتاب هم ليکلی چې چاپ شوی هم دی .

مړینه[سمول]

د افغانستان د دفاع پخوانى وزير ډگرجنرال عبدالقادر د ۱۳۹۳ لمريز کال د غويي پر ۲ د کابل د داوود خان په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ لامله ساه ورکړه.

سرچینې[سمول]

  1. http://www.roushd.com/newsIn.php?id=18451 Archived 2015-04-26 at the Wayback Machine.
  2. http://www.pajhwok.com/ps/2014/04/22/د-دفاع-پخوانى-وزير-جنرال-عبدالقادر-ومړ
  3. http://www.etilaatroz.com/1393/02/03/جنرال-عبدالقادر،-وزیر-دفاع-پیشن-کشور-د/
  4. https://ru.wikipedia.org/wiki/Абдул_Кадыр