منځپانگې ته ورتلل

عبدالعزیز اول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

عبدالعزيز اول ( Abdülaziz ) يا عبدالعزيز عثماني (زیږیدلی: ۹ فبروري ۱۸۳۰ - مړ شوی: ۴ جون ۱۸۷۶ ) د عثماني امپراتورۍ ۳۲ سلطان و، چې د جون له ۲۵ څخه تر می ۱۸۶۱ پورې یې حکومت وکړ. دی د سلطان محمود دوهم زوی و او په ۱۸۶۱ کې یې د خپل ورور عبدالمجید اول ځای ناستی شو.

نوموړي په ماشومتوب کې دودیزې زده کړې ترلاسه کړې. هغه په فزیکي لحاظ ډېر پیاوړی و او د نورو غېږ نیوونکو د پرځولو وړتیا یې درلوده. هغه د موسیقۍ او نقاشۍ سره هم مینه درلوده. د نوموړي ځینې موسیقۍ د لندن د عثماني دربار د موسیقۍ اکاډمۍ لخوا د "اروپایي موسیقۍ په عثماني دربار" په نوم په البوم کې راټولې شوې دي.

واکمني

[سمول]

هغه اصلاحات چې د عبدالمجید اول د واکمنۍ پر مهال پیل شول، دنوموړي د واکمنۍ پر مهال هم یې دوام وکړ. په ۱۸۶۴ کال کې نوي ولایتونه جوړ شول او په ۱۸۶۸ کال کې یوه دولتي ټولنه هم جوړه شوه. د هغه د واکمنۍ پر مهال، د عامه زده کړې سیستم د فرانسوي ماډل پر بنسټ تنظیم شو او د استانبول پوهنتون په عصري لیکو جوړ شو.

سلطان عبدالعزیز د بالکان په ولایتونو کې د بغاوتونو له امله د روسیې امپراتورۍ سره دوستانه اړیکې ټینګې کړې.

د عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال، عثماني امپراتورۍ د فرانسې او بریتانیا سره هم دوستانه اړیکې ټینګې کړې، او هغه لومړنی اروپايي سلطان و چې په ۱۸۶۷ کال کې یې د انګلستان په ګډون لویدیځې اروپا ته سفر وکړ. هغه دا سفر په یوه شخصي ریل ګاډي کې وکړ چې لاهم د استانبول په RMK موزیم کې ساتل کیږي.

په ۱۸۷۵ کال کې، امپراتوري تقریبا افلاس ته ورسېده. پداسې حال کې چې د دې لامل په عصري لارو د پوځونو روزنه او بیا تنظیم کول وو، د سلطان د عیش او عشرت ژوند او لویو ساختماني پروژو هم رول ولوباوه. سربیره پردې، په ۱۸۷۵ کې په بوسنیا او هرزیګوینا او په ۱۸۷۵ کې په بلغاریا کې پاڅونونه وشول. او د ۱۸۷۶ کال د می په ۱۱مه، په پلازمینه کې بغاوت سلطان د ۱۸۷۶ کال د می په ۲۹ او ۳۰مه شپه استعفا ته اړ کړ. د هغه جسد د جون په ۴مه په ماڼۍ کې وموندل شو. د هغه د مړینې اصلي لاملونه نه دي معلوم او ځان وژنه د هغه د مړینې لامل ګڼل کیږي.

لاسته راوړنې

[سمول]

د عبدالعزیز تر ټولو لویه لاسته راوړنه د عثماني سمندري ځواک عصري کول وو. په ۱۸۷۵ کال کې، د عثماني سمندري ځواک ۲۱ جنګي کښتۍ او ۱۷۳ نورې کښتۍ درلودې، چې دا د بریتانیا او فرانسې له سمندري ځواکونو وروسته په نړۍ کې دریم لوی سمندري ځواک و.

دا د هغه د واکمنۍ پر مهال وه چې د لومړي ځل لپاره د امپراتورۍ د مختلفو ښارونو ترمنځ د اورګاډي اړیکې جوړې شوې، او د دې هدف لپاره، په استانبول کې د سرکیچي اورګاډي سټیشن جوړ شو، چې نن ورځ هم په استانبول کې په ورته ښکلا سره ولاړ دی.

د هغه د واکمنۍ پر مهال، په استانبول کې د لرغونپوهنې موزیم تاسیس شو. دا د هغه د واکمنۍ پر مهال وه چې په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۳ کال کې ډاګ ټکټونه خپاره شول، او ترکیه په ۱۸۷۵ کال کې یونیورسل پوسټل یونین د بنسټ ایښودونکي غړي په توګه شامله شوه.

سرچینې

[سمول]

Encyclopædia Britannica

عنوان : Абдул-Азис — اشاعت: عظیم سویت دائرۃ المعارف (1926ء - 1947ء)
عنوان : Brockhaus Enzyklopädie — Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/abd-ul-asis — بنام: Abd ül-Asis — اخذ شدہ بتاریخ: 9 اکتوبر 2017
عنوان : Gran Enciclopèdia Catalana — گرین انسائکلوپیڈیا کیٹلینا آئی ڈی: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0000164.xml — بنام: Abdülaziz
عنوان : Proleksis enciklopedija — پرولیکسس انسائیکلوپیڈیا شناخت کنندہ: https://proleksis.lzmk.hr/47291 — بنام: Abdulaziz (‘Abd al-‘Aziz)

^ ا ب پ ت ٹ https://islamansiklopedisi.org.tr/abdulaziz ^ ا ب پ https://ttk.gov.tr/osmanli-padisahlari/

عنوان : Абдул-Азис — اشاعت: عظیم سویت دائرۃ المعارف (1926ء - 1947ء)
عنوان : Identifiants et Référentiels — ایس یو ڈی او سی اتھارٹیز: https://www.idref.fr/102198012 — اخذ شدہ بتاریخ: 22 مئی 2020 — اجازت نامہ: آزاد اجازت نامہ 
کينډۍ:S-houکينډۍ:S-regکينډۍ:S-rel
واک اخيستنه له
عبد المجید اول
څخه
سلطان سلطنت عثمانیہ
25 جون 1861 – 30 مئی 1876
واک سپارنه و
مراد خامس
تـــه
واک اخيستنه له
عبد المجید اول
څخه
خلیفہ
25 جون 1861 – 30 مئی 1876
واک سپارنه و
مراد خامس
تـــه