منځپانگې ته ورتلل

عبدالرشيد اريان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالرشيد اريان چې ځينې يې عبدالرشيد ارين هم ليکي يو افغان سياستوال او د عدليې وزارت پخوانی وزير پاتې شوی دی. عبدالرشيد اريان د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند غړی وو [۱]چې د ۱۹۴۱ زېږديز کال د نومبر مياشت کې په کندهار کې زېږېدلی و.[۱] هغه د خلق ديموکراتيک گوند سره تر يوځای کېدو دمخه په کندهار کې د خبريال په توگه دنده ترسره کوله چې وروسته د کندهار د ولايتي کمېټې منشي شو. په ۱۹۷۳ زېږديز کال هغه د گوند د مرکزي کمېټې ځايناستی غړی شو او په ۱۹۷۷ زېږديز کال کې يې د گوند بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.[۱]

عبدالرشيد اريان
اړوند
زېږون نېټه
۱۹۴۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

په ۱۹۷۸ زېږديز کال کې اريان د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د انقلابي شورا غړی شو. [۱]هغه په ۱۹۷۸ زېږديز( ۱۳۵۷لمريز) کال په پاکستان کې د افغانستان سفير وټاکل شو[۱] چې تر ۱۹۸۰زېږديز کال پورې په همدې دنده پاتې شو.[۲] په ۱۹۸۰زېږديز کال کې هغه د ببرک کارمل له خوا د لومړي وزير د مرستيال او د عدليې وزير په توگه وټاکل شو [۳]چې تر ۱۹۸۱ زېږديز کال پورې په همدې دنده پاتې شو. [۱]اريان د ببرک کارمل او محمد نجيب الله په مشرۍ د جون ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۸ زېږديز کال پورې د انقلابي شورا د مرستيالانو څخه و.[۲] په ۱۹۸۸ زېږديز کال کې هغه د مشرانو جرگې غړی وټاکل شو[۱] او په ۱۹۹۰ زېږديز کال کې له حکومته وويستل شو.[۱]

دندې

[سمول]

اريان په ۱۳۵۶ لمريز کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور نشراتي معين، په ۱۳۵۷ لمريز کال په پاکستان کې د افغانستان سفير او له ۱۳۵۸ لمريز تر ۱۳۶۰ لمريز کال پورې د عدليې وزير پاتې شوی دی.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ Adamec, Ludwig W. (1979). First supplement to the Who's who of Afghanistan: Democratic Republic of Afghanistan. Graz, Austria: Akademische Druck- u. Verlagsanstalt. ISBN 3-201-01113-4.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Clements, Frank A.; Adamec, Ludwig W. (2 December 2003). "Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia" (in انګليسي). Bloomsbury Publishing USA.
  3. "Our History | Ministry of Justice". moj.gov.af.