د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابو المطرف عبدالرحمن بن معاویه ( ۱۱۳-۱۷۲ هجري / ۷۳۱-۷۸۸ زیږدیز ) چې د قریشو د باز، لومړي عبدالرحمن او عبدالرحمن الداخل په نومونو هم پیژندل کیږي، د اندلس لومړی اموي واکمن وو. عبدالرحمن په ۱۳۸ هجري سپوږمیز / ۷۵۴ زیږدیز کال کي په اندلس کې د امويانو دولت پر پښو ودراوه، او یاده پېښه وروسته له هغه رامنځ ته سوه کله چي نوموړی په اسلامي نړۍ کي د عباسي واکمنانو له ویري د شام څخه اندلس ته وتښتېد. د یادوني وړ ده چي په ۱۳۲ هجري / ۷۵۰ زیږدیز کال کي په دمشق کي د امويانو د دولت له پرځېدو وروسته عباسيانو په ټوله اسلامي ولایاتو او ښارونو کي ددغه کورنۍ د شهزادګانو تعقیب پیل کړی وو.
عبدالرحمن اندلس ته هغه مهال زړه ښه کړ کل چۍ د امويانو ملاتړو او وفادارانو له هغه سره بیعت وکړ، او د مسره له جګړې وروسته یې د قرطبې ښار په لاس راوړ او همدغه ځاي یې د خپلي واکمنۍ پلازمېنه وګرځول. عبدالرحمن خپله ۳۳ کلنه واکمني په اندلس کي د پاڅونونو او ناکراریو په ځپلو کي تېره کړه، او خپلو ځایناستو ته یې یو داسي امارت پریښود چي نږدې درې پیړۍ یې دوام وکړ. عبدالرحمن ددې ترڅنګ په اندلس کي د یو ستر اسلامي تمدن بنسټ هم کښېښود، چي له امله یې دغه هیواد په راتلونکو څو پېړیو کي د مسلمانانو د سوکالۍ او پوهنیز انقلاب ټاټوبۍ وګرځېدی او علمي اغیزي یې د اروپا تر لیري سیمو پوري وغځېدلې.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 121026019. بياځلي سمون: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ناجوت ارزښت. Encyclopedic Lexicon. Volume I, 1835 (in روسي ژبه). CS1 maint: unrecognized language (link)
- ↑ ويل شوي په: LIBRIS. SELIBR ID: 259999. Subject named as: Abd ar-Raḥman I. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. خپروونکی: National Library of Sweden.
- ↑ "LIBRIS". National Library of Sweden. ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲. بياځلي په ۲۴ اگست ۲۰۱۸.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- ↑ سرچينې تړی: https://www.worldhistory.org/trans/es/1-17742/abd-al-rahman-i/.