منځپانگې ته ورتلل

ظاهر قدير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ظاهر قدير
ظاهر قدير په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې
ظاهر قدير په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې
ظاهر قدير په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې

د افغانستان ولسي جرگې غړی
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۰ – ۲۰۲۱
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۷۳
ننگرهار ولايت، افغانستان
تابعیت افغان
ګوند خپلواکه
پلار عبدالقدير   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
خپلوان عبدالقدير
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
وفاداري  افغانستان
مقام جنرال

حاجي عبدالظاهر قدیر چې په لنډ ډول ظاهر قدير ليکل کېږي، یو افغان سیاستوال او د ملي شورا پخوانی غړی دی. [۱][۲][۳][۴]هغه پخوا د افغانستان د سرحدي ساتونکو په لیکو کې جنرال و، او د تخار ولایت د اتم سرحدي کنډک قوماندان په توگه یې دنده ترسره کوله. [۵][۶] په ۲۰۱۰ کال کې هغه د ننگرهار ولايت څخه د ولسي جرگې استازي په توگه وټاکل شو او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرگې د لومړي مرستیال په توگه وټاکل شو .[۵]

ظاهر قدیر د حاجي عبدالقدیر زوی دی، چې د طالبانو ضد متحده اسلامي جبهې (شمالي ټلوالې) یو لوړ پوړی غړی او د افغانستان د انتقالي ادارې د لومړیو مرستیالانو څخه یو وو. د ظاهر قدیر پلار او د هغه ورور د ۲۰۰۲ کال د جولای په ۸ مه ووژل شول. [۷]

هغه په یوه پښتنه کورنۍ کې زېږیدلی و چې د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه سره یې اوږدې اړیکې درلودې. هغه خپل لومړنۍ زده کړې د لېسې تر کچې په سعودي عربستان کې او لوړې زده کړې يې بيا د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې په پاکستان کې ترسره کړې دي. [۵]

ظاهر قدیر او دوه نور طالب ضد مشران په ۱۹۹۹ کال کې د عبدالرزاق حکمتي او حکمت الله حکمتي لخوا د طالبانو له زندان څخه هغه وخت خوشې شول، کله چې دوی مایوسه شول، هېره دې نه وي دا دوه پخواني مجاهدین وو چې د طالبانو سره یې دنده ترسره کوله . [۶]

د ۲۰۱۷ کال د اگست په ۳۰مه، په جلال آباد کې د هغه په کور کې د ځانمرگي برید له امله لږ تر لږه دوه امنیتي ساتونکي ووژل شول. [۸] ددې پېښې مسوولیت داعش ومنی.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "Afghan House Speaker Votes End with no Results". TOLO News. January 2011.
  2. Burke, Jason (October 6, 2002). "A year of living on the edge". The Guardian. London. ترلاسه‌کېدو نېټه 2007-12-31.
  3. "Pak seals border temporarily following shootout in Afghanistan". Outlook India. November 8, 2002. خوندي شوی له the original on May 21, 2008. ترلاسه‌کېدو نېټه 2007-12-19.
  4. "Border clashes open new Afghan front line". London: The Telegraph. July 18, 2003. خوندي شوی له the original on December 10, 2006. ترلاسه‌کېدو نېټه 2007-12-19.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Qadeer, Abdul Zahir Haji Qadir Qader Zaheer". afghan-bios.info. 27 August 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 14 May 2024.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Carlotta Gall, Andy Worthington (February 5, 2008). "Time Runs Out for an Afghan Held by the U.S." New York Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 2008-02-05. Two of those officials were men Mr. Hekmati had helped escape from the Taliban's top security prison in Kandahar in 1999: Ismail Khan, now the minister of energy; and Hajji Zaher, a general in the Border Guards. Both men said they appealed to American officials about Mr. Hekmati's case, but to no effect."What he did was very important for all Afghan people who were against the Taliban," Hajji Zaher said of Mr. Hekmati's role in organizing his prison break. "He was not a man to take to Guantánamo." Hajji Zaher, whose father served as vice president under Mr. Karzai for six months, warned that the case of Mr. Hekmati, who is widely known here by his nickname, Baraso, would discourage Afghans from backing the government against the Taliban. "No one is going to help the government," he said.
  7. Meena Baktash (July 8, 2002). "Abdul Qadir: Key leader in Afghan struggle". The Guardian. London. ترلاسه‌کېدو نېټه 2007-12-31.
  8. "Suicide attack on Afghan MP's residence kills 2". Anadolu Agency. 30 August 2017.
  9. "Islamic State claims attack on house of Afghan lawmaker". reuters.com. Reuters. 30 August 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه 14 May 2024.