طبیعي درملنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طبیعي درملنه (Naturopathy) یا طبیعي طب د ځای نیونکې درملنې (هغه لارې چارې چې د طبابت په رسمي اډانه کې نه شاملېږي) ډول دی. علمي چارو ته د ورته چارو پراخه طیف چې د «طبیعي» او «غیر تهاجمي» چارو په توګه یادېږي؛ «په خپله رغېدنه» رواجوي ،او د ګڼ شمېر طبیبانو له خوا چې ورته طبیعي درملنه کوونکي (naturopaths) ویل کېږي کارول کېږي. د دغو چارو عمومي کول ستونزمنه چاره ده ځکه چلوټۍ په کې شتون لري او له یو شمېر بالمثله درملنو لکه هومئوپاتي څخه په کې کار اخیستل کېږي چې په اروايي درملنه کې یوه منل شوې چاره ده. د طبیعي درملنې ایډیالوژي او لارې چارې د شواهدو پر بنسټ درملنې پر ځای د ژوند پالنې او همدارنګه د فولکوري طب پر بنسټ دي، په داسې حال کې چې یو شمېر درملنه کوونکي یې کېدای شي له داسې تخنیکونو استفاده وکړي چې د شواهدو له خوا یې ملاتړ کېږي. طبیعي درملنه کوونکي په معمول ډول د معاصرو طبي چارو پر خلاف توصیه کوي چې په کې طبي ازموینې، درمل، واکسینونه او جراحي عملیات شاملېږي، خو د هغوی دغه مخالفې لارښوونې یوازې دغو چارو ته نه محدودېږي. پر ځای یې د طبیعي درملنې چارې په غیر علمي مفاهیمو تکیه کوي او ډیری مهال د هغو متخصصین داسې لوري او داسې درملنې ته راګرځوي چې هېڅ واقعي ارزښت نه لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

طبیعي درملنه د طبي مسلک له مخې بې اغېزه او مضره بلل کېږي او د هغو په چارو کې اخلاقي موارد مطرح کوي. د طبي ټولنو لکه د امریکا د سرطان ناروغۍ د بنسټ له خوا د محکومیتونو او نیوکو سربېره طبیعي درملنه کوونکي تل په شارلتان توب (هغه کسان چې په غوړو خبرو خلکو ته چل ورکوي) او چلوټیو کولو تورنېږي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

طبیعي درملنه کوونکي په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه د رسمیت پېژندنې په موخه د هغوی د مکررو مبارزاتو له امله پېژندل کېږي. دغه چارې د متحده ایالاتو په دوه ایالتونو کې غیرقانوني دي او په ډېری نورو ایالتونو کې په کلکه سره تر نظارت لاندې دي. له دې سره یو شمېر ایالتونه ضعیف مقررات لري او کېدای شي د طبیعي درملنې یو شمېر ترسره کوونکو ته د جزیي جراحي او همدارنګه د درملو د تجویز اجازه هم ورکړي. همدارنګه د طبیعي درملنه کوونکو یو شمېر ښوونځي هم شتون لري او په یو شمېر قضايي حوزو کې لا دا اجازه هم ورکول کېږي چې ځانونه ډاکټران وبولي، خو د طبابت د علمي روزنو اعتبار نه لرل یې په دې معنا دي چې هغوی د واقعي ډاکټرانو صلاحیت نه لري.

تاریخچه[سمول]

د naturopathy اصطلاح د لاتیني «ناتورا/ natura» (چې په لاتیني کې له زیږون رېښه اخلي) او «پاتوس/ pathos» (چې په یوناني کې له رنځ سرچینه اخلي) څخه چې د «طبیعي شفا/درملنې» په معنی دی سرچینه اخلي. طبیعي درملنه کوونکي ادعا کوي چې د لرغوني یونان «د طبابت پلار» هایپوکراټ د طبیعي درملنې له لومړیو ملاتړو څخه و. دغه درملنه په نوولسمه پېړۍ کې د اروپا په طبیعي درملنه کې ریښه لري. په ۱۸۸۰ مه لسیزه کې په سکاټلنډ کې توماس الینسون له خپلې «بهداشتي درملنې» څخه د ملاتړ په موخه طبیعي غذایي رژیم او ورزش کول او همدارنګه له تنباکو او زیات کار څخه ډډه کول رواج کړل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د طبیعي درملنې (naturopathy) اصطلاح په ۱۸۹۵ زکال کې د جان شیل له خوا ابداع شوه او د بنډیکټ لوسټ له خوا وپیرل شوه هغه چې طبیعي درملنه کوونکي یې د متحده ایالاتو د طبیعي درملنې پلار بولي. لوسټ د پلار سبسټین کنیف له خوا په جرمني کې د هایدروترافي او طبیعي درملنې په نورو برخو کې وروزل شو او بیا یې متحده ایالاتو ته ولېږه څو د هغه له درملو پرته د درملنې لارې چارې رواج کړي. لوسټ طبیعي درملنه د یوې ځانګړې طریقې پر ځای د یوې پراخې څانګې په توګه تعریف کړه چې ګڼ شمېر تخنیکونه لکه هایدروترافي، یوناني درمل، هومیوپاتي او همدارنګه د زیات خوراک، زیات چای، قهوې او الکولو له څښلو ډډه کول په کې شامل کېدل. نوموړي په کیهاني او د انساني طبیعت پر قوو باندې په مطلقې اتکا سره بدن د روحي او حیاتي عباراتو له مخې توصیف کړ. د ویبسټر (Merriam-Webster) ډیکشنري پر بنسټ د «naturopathy» لومړنۍ مکتوبه مالومه کارونه ۱۹۰۱ زکال ته اړوندېږي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ۱۹۰۱ زکال کې لوسټ د طبیعي درملنې امریکايي ښوونځي په نیویارک کې تاسیس کړ. په ۱۹۰۲ زکال کې د شمالي امریکا کنیف اصلي ټولنې له منځه لاړې او خپل نوم یې د طبیعي درملنې ټولنو (Naturopathic Societies) ته واړاوه. د ۱۹۱۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د متحده ایالاتو د طبیعي درملنې اتحادیه منحل شوه او بنډیکټ لوسټ د طبیعي درمنلې امریکايي بنسټ رامنځته کړ څو د هغو ځای ونیسي. د شلمې پېړۍ په دریو لسیزو کې طبیعي متخصصینو د طبیعي یا له درملو پرته طب د متخصصینو د قوانینو له مخې په ۲۵ ایالتونو کې جوازونه ترلاسه کړل. طبیعي درملنه د ګڼ شمېر کایروپراکتیک متخصصینو له خوا ومنل شوه او ډیری ښوونځیو د نیتروپاتي ډاکټرۍ (ND) او کایروپراکتیک ډاکټرۍ (DC) اسناد ورکول. په دغه دوره کې په متحده ایالاتو کې د طبیعي درملنې د فعالو ښوونځیو د شمېر اړوند اټکلونه له یوه درجن څخه تر دوه درجنو پورې رسیږي. [۲۸][۲۹][۳۲]

طبیعي درملنه د چټکې ودې له یوې دورې وروسته له ۱۹۳۰ مې لسیزې را وروسته د څو لسیزو لپاره له زوال سره مخ شوه. په ۱۹۱۰ زکال کې د زده کړو د پراختیا لپاره د کارنګي بنسټ فلکسنر راپور خپور کړ چې د طبي زده کړو ډېری اړخونه په ځانګړې توګه د هغو کیفیت او د علمي دقت نه لرل یې له نیوکو سره مخ کړل. د پنسلین او نورو «معجزه کوونکو درملو» رامنځته کېدلو او همدارنګه د معاصر طبابت محبوبیت د طبیعي درملنې له زوال سره مرسته وکړه. په ۱۹۴۰ مه او ۱۹۵۰ مه لسیزه کې د عملي قوانینو د اډانې پراختیا د دې لامل وګرځېده چې ډیری کایرپراکتیک ښوونځي د ND له سند ورکولو پر شا شي، له دې سره چې بیا هم ډیری کایروپراکتیکانو د طبیعي درملنې چارو ته دوام ورکاوه. د امریکا طبي ټولنې له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۶۳ زکال پورې د هترودکس طبي سیسټمونو پر ضد مبارزه وکړه. تر ۱۹۵۸ زکال پورې د طبیعي درملنې چارو یوازې په پنځو ایالتونو کې اجازه لرله. په ۱۹۶۸ زکال کې د متحده ایالاتو د روغتیا، زده کړو او هوساینې وزارت د طبیعي درملنې اړوند راپور خپور کړ او پایله یې دا وه چې طبیعي درملنه د طبي علومو بنسټ نه لري او د طبیعي درملنې له زده کړو څخه فارغ زده کړیالان د مناسب تشخیص او تداوي په موخه کافي زده کړې نه ترلاسه کوي؛ دغه راپور د میډي کیر(Medicare) په نامه د بیمي په ملي روغتیايي پروګرام کې د طبیعي درملنې د شاملېدو سره مخالفت وکړ. په ۱۹۷۷ زکال کې د اسټرالیا د څېړنو کمېټه هم ورته پایلو ته ورسېده او طبیعي درملنه کوونکو ته یې د جواز نه ورکولو لارښوونه وکړه.   [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د ۱۹۷۰ مې لسیزې په لومړیو کې د «هولیسټیکې/ ټول شمولې روغتیا» له خوځښت سره په اړوندتیا په متحده ایالاتو او کاناډا کې یوځل بیا له طبیعي درملنې سره لیوالتیا پیدا شوه. په ۲۰۰۹ زکال کې د متحده ایالاتو پنځلسو ایالتونو، پورتوریکو، د متحده ایالاتو ویرجین ټاپوګانو او د کلمبیا سیمې طبیعي درملنه کوونکو ته جوازونه ورکړل او د واشنګټن ایالت هم د بیمې له شرکتونو وغوښتل څو د طبیعي درملګرو له خوا د وړاندې شوو خدمتونو پیسی ورکړي. بل پلو یو شمېر ایالتونو لکه سویلي کارولینا او تنسیز د طبیعي درملنې اعمال منع کړل. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د متحده ایالاتو IHS (بومي روغتیايي خدمتونو) په ۲۰۱۳ زکال کې په خپلو روغتونونو کې د طبیعي درملنه کوونکو منل پیل کړل او همدارنګه یې د پورونو بېرته ورکړه ورته پیل کړه.[۴۵]

په ۲۰۱۵ زکال کې د طبیعي درملنې پخواني ډاکټر بریټ ماری هرمس د طبیعي درملنې د اعمالو او روزنې اړوند خپلو تجربو له مخو انتقادي لیکنې پیل کړې. د هغه ویب پاڼې د شکاکانو ترمنځ ګڼ شمېر پلویان پیدا کړل، خو ورته مهال یې د ځای نیونکي طبابت ګڼ شمېر پلویان په غصه کړل. [۴۶][۴۷][۴۸]

چارې/اعمال[سمول]

د طبیعي درملنې چارې د هغه باور له مخې دي چې څرګندوي بدن د خپلې ځانګړي حیاتي انرژي یا قوې په مرسته چې بدني بهیرونه دننه لارښوونه کوي؛ په خپله د رغېدو وړتیا لري. اوس مهال په هند کې د طبیعي درملنې ډېری ډاکټران په خپلو چارو کې له معاصرو تشخیصیه تخنیکونو څخه ګټنه کوي. د طبیعي درملنې متخصصین په یوې جامع کړنلارې تمرکز کوي چې له جراحي او معمولي درملو څخه په کې ډډه کوي. د طبیعي درملګرو موخه د تشویش د کمښت او په خوراکي رژیم او د ژوندانه په سبک کې د بدلون پر بنسټ له ناروغۍ څخه مخینوی دی او تر ډېره پورې د شواهدو پر بنسټ طبي لارې چارې رد کوي. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې[سمول]

  1. Boughton RJ, Frey B (2005). "Naturopathic Medicine". Gale Encyclopedia of Alternative Medicine (الطبعة 2nd). Gale. مؤرشف من الأصل في June 24, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Baran, George R.; Kiani, Mohammad F.; Samuel, Solomon Praveen (2014). "Science, Pseudoscience, and Not Science: How do They Differ?". Healthcare and Biomedical Technology in the 21st Century. د کتاب پاڼي 19–57. doi:10.1007/978-1-4614-8541-4_2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4614-8540-7. within the traditional medical community it is considered to be quackery الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Paul S. Boyer (2001). The Oxford companion to United States history. د کتاب پاڼې 630. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195082098. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2013. After 1847, when regular doctors organized the American Medical Association (AMA), that body led the war on "quackery", especially targeting dissenting medical groups such as homeopaths, who prescribed infinitesimally small doses of medicine. Ironically, even as the AMA attacked all homeopathy as quackery, educated homeopathic physicians were expelling untrained quacks from their ranks. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Psychotherapy can be evidence based, or pseudoscientific however, see:
    • Lilienfeld, Scott O. (December 2015). "Introduction to special section on pseudoscience in psychiatry". The Canadian Journal of Psychiatry. 60 (12): 531–533. doi:10.1177/070674371506001202. PMC 4679160. PMID 26720820. Although the boundaries separating pseudoscience from science are fuzzy, pseudosciences are characterized by several warning signs—fallible but useful indicators that distinguish them from most scientific disciplines. ... In contrast to most accepted medical interventions, which are prescribed for a circumscribed number of conditions, many pseudoscientific techniques lack boundary conditions of application. For example, some proponents of Thought Field Therapy, an intervention that purports to correct imbalances in unobservable energy fields, using specified bodily tapping algorithms, maintain that it can be used to treat virtually any psychological condition, and that it is helpful not only for adults but also for children, dogs, and horses. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Lee, Catherine M.; Hunsley, John (December 2015). "Evidence-based practice: separating science from pseudoscience". The Canadian Journal of Psychiatry. 60 (12): 534–540. doi:10.1177/070674371506001203. PMC 4679161. PMID 26720821. TFT, a treatment applied to mood, anxiety, and trauma-related disorders, is a prime example of practice founded on pseudoscience. TFT is based on the premise that bodily energy imbalances cause negative emotions. Treatment is purported to rectify imbalances by tapping on acupuncture meridians. Virtually no peer-reviewed research supports this treatment rationale. With only methodologically weak reports available in the literature, the so-called science cited to support TFT is primarily anecdotal and does not rule out placebo effects. Despite these criticisms, the TFT website continues to advance unsupported claims about TFT's ability to cure almost any emotional problem. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jagtenberg T, Evans S, Grant A, Howden I, Lewis M, Singer J (April 2006). "Evidence-based medicine and naturopathy". Journal of Alternative and Complementary Medicine. 12 (3): 323–8. doi:10.1089/acm.2006.12.323. PMID 16646733. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tabish, Syed Amin (2008). "Complementary and Alternative Healthcare: Is it Evidence-based?". International Journal of Health Sciences. 2 (1): V–IX. PMC 3068720. PMID 21475465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Goldenberg, Joshua Z.; Burlingham, Bonnie S.; Guiltinan, Jane; Oberg, Erica B. (August 2017). "Shifting attitudes towards research and evidence-based medicine within the naturopathic medical community". Advances in Integrative Medicine. 4 (2): 49–55. doi:10.1016/j.aimed.2017.08.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wilson K, Busse JW, Gilchrist A, Vohra S, Boon H, Mills E (March 2005). "Characteristics of pediatric and adolescent patients attending a naturopathic college clinic in Canada". Pediatrics. 115 (3): e338-43. doi:10.1542/peds.2004-1901. PMID 15741360. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Busse JW, Wilson K, Campbell JB (November 2008). "Attitudes towards vaccination among chiropractic and naturopathic students". Vaccine. 26 (49): 6237–43. doi:10.1016/j.vaccine.2008.07.020. PMID 18674581. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wilson K, Mills E, Boon H, Tomlinson G, Ritvo P (January 2004). "A survey of attitudes towards paediatric vaccinations amongst Canadian naturopathic students". Vaccine. 22 (3–4): 329–34. doi:10.1016/j.vaccine.2003.08.014. PMID 14670313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Engler, Brian D.; Mielczarek, Eugenie V. (2014). "Selling Pseudoscience: A Rent in the Fabric of American Medicine". Skeptical Inquirer. 38 (3). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Atwood KC (December 2003). "Naturopathy: a critical appraisal". MedGenMed. 5 (4): 39. PMID 14745386. مؤرشف من الأصل في March 2, 2013. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Registration required
  13. "Family Physicians versus Naturopaths" (PDF). aafp.org. American Academy of Family Physicians. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 16, 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gorski DH (October 2014). "Integrative oncology: really the best of both worlds?". Nature Reviews. Cancer. 14 (10): 692–700. doi:10.1038/nrc3822. PMID 25230880. S2CID 33539406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Singh S, Ernst E (2009). Naturopathy. Trick or Treatment?: Alternative Medicine on Trial. Transworld. د کتاب پاڼي 197–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4090-8180-7. مؤرشف من الأصل في February 6, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 27, 2016. many naturopaths are against mainstream medicine and advise their patients accordingly – for instance many are not in favour of vaccination. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Russell, Jill, المحرر (2009). American Cancer Society complete guide to complementary & alternative cancer therapies. American Cancer Society. د کتاب پاڼي 116–119. OCLC 671655748. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60443-054-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Atwood KC (March 2004). "Naturopathy, pseudoscience, and medicine: myths and fallacies vs truth". MedGenMed. 6 (1): 33. PMC 1140750. PMID 15208545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Barrett S (November 26, 2013). "A close look at naturopathy". QuackWatch. مؤرشف من الأصل في April 6, 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 11 July 2015 باندې). Don't duck the law by sending kids to quacks. The Daily Telegraph.
  20. (په 10 November 2014 باندې). How does naturopathy work? A bit like a flying vacuum-cleaner to Mars. Spectator.
  21. (په 22 January 2013 باندې). Don't legitimize the witch doctors. National Post.
  22. Jarvis WT (January 30, 2001). "NCAHF Fact Sheet on Naturopathy". National Council Against Health Fraud. مؤرشف من الأصل في September 27, 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "What is Naturopathy?". College of Naturopathic Medicine website. East Grinstead, England. مؤرشف من الأصل في September 18, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Brown PS (April 1988). "Nineteenth-century American health reformers and the early nature cure movement in Britain". Medical History. 32 (2): 174–94. doi:10.1017/S0025727300047980. PMC 1139856. PMID 3287059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Langley S. "History of Naturopathy". College of Naturopathic Medicine website. UK. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "How it all began". Allinson Flour website. Silver Spoon, British Sugar, Associated British Foods. مؤرشف من الأصل في August 13, 2010. د لاسرسي‌نېټه September 3, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Beard JA (May 3, 2008). "A system of hygienic medicine (1886) and The advantages of wholemeal bread (1889)". BMJ. 336 (7651): 1023. doi:10.1136/bmj.39562.446528.59. PMC 2364871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ "Report 12 of the Council on Scientific Affairs (A-97)" (PDF). American Medical Association. 1997. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 5, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Baer HA (September 2001). "The sociopolitical status of U.S. naturopathy at the dawn of the 21st century". Medical Anthropology Quarterly. 15 (3): 329–46. doi:10.1525/maq.2001.15.3.329. PMID 11693035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Lust, Benedict cited in: Whorton JC (2002). Nature Cures : The History of Alternative Medicine in America: The History of Alternative Medicine in America. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195349788. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Naturopathy - Definition of Naturopathy by Merriam-Webster". مؤرشف من الأصل في November 19, 2015. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Beyerstein BL, Downie S (May 12, 2004). "Naturopathy: A Critical Analysis". NaturoWatch. QuackWatch. مؤرشف من الأصل في March 7, 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Naturopathy: Report of the Australian Committee of Inquiry (1977)". NaturoWatch. QuackWatch. December 25, 2003. مؤرشف من الأصل في September 6, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Citing: Webb EC, et al. (1977). Report of the Committee of Inquiry into Chiropractic, Osteopathy, Homoeopathy and Naturopathy. Canberra: Australian Government Publishing Service. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0642922878. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Russell, Jill, المحرر (2009). American Cancer Society complete guide to complementary & alternative cancer therapies. American Cancer Society. د کتاب پاڼي 116–119. OCLC 671655748. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60443-054-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "HEW Report on Naturopathy (1968)". QuackWatch. August 30, 1999. مؤرشف من الأصل في August 14, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Citing: Cohen WJ (1969). Independent Practitioners Under Medicare: A Report to the Congress. United States Department of Health, Education, and Welfare. OCLC 3000280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Baer HA (September 2001). "The sociopolitical status of U.S. naturopathy at the dawn of the 21st century". Medical Anthropology Quarterly. 15 (3): 329–46. doi:10.1525/maq.2001.15.3.329. PMID 11693035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Baer HA (September 2001). "The sociopolitical status of U.S. naturopathy at the dawn of the 21st century". Medical Anthropology Quarterly. 15 (3): 329–46. doi:10.1525/maq.2001.15.3.329. PMID 11693035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Boughton RJ, Frey B (2005). "Naturopathic Medicine". Gale Encyclopedia of Alternative Medicine (الطبعة 2nd). Gale. مؤرشف من الأصل في June 24, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Title 40, Chapter 31, Sections 10 & 20". South Carolina Code of Laws (Unannotated), Current through the end of the 2007 Regular Session. South Carolina Legislative Council. د اصلي آرشيف څخه پر January 12, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. State of Tennessee (2013). "Title 63 Professions of the Healing Arts, Chapter 6 Medicine and Surgery, Part 2 General Provisions". Tennessee Code Annotated. Justia. 63.6.205 Practice of naturopathy. مؤرشف من الأصل في October 7, 2013. د لاسرسي‌نېټه September 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. کينډۍ:Cite report
  42. "Washington Administrative Code: Title 284, Chapter 43, Section 205: Every category of health providers". Washington State Legislature. August 28, 1999. مؤرشف من الأصل في October 11, 2011. د لاسرسي‌نېټه November 19, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (effective)
  43. کينډۍ:Cite episode
  44. "Licensed States & Licensing Authorities". American Association of Naturopathic Physicians website. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر November 30, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "https://newsmaven.io/indiancountrytoday/archive/introducing-naturopathic-doctors-to-indian-health-service-clinics-Rn_RipOYh0Kgd9KR-5Ou_A/ Archived October 5, 2019, at the Wayback Machine."
  46. (په 2016-05-31 باندې). Why Is Big Naturopathy Afraid Of This Lone Whistleblower?. Forbes.
  47. (په 20 October 2016 باندې). 'Essentially witchcraft:' A former naturopath takes on the field. STAT.
  48. (په 27 March 2018 باندې). The naturopath whistleblower: 'It is surprisingly easy to sell snake oil'. Guardian.
  49. Jagtenberg T, Evans S, Grant A, Howden I, Lewis M, Singer J (April 2006). "Evidence-based medicine and naturopathy". Journal of Alternative and Complementary Medicine. 12 (3): 323–8. doi:10.1089/acm.2006.12.323. PMID 16646733. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Pizzorno JE (1999). "Naturopathy: Practice Issues". In Clark CC, Gordon RJ (المحررون). Encyclopedia of Complementary Health Practice. Springer Publishing. د کتاب پاڼي 57–59. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826117229. مؤرشف من الأصل في April 13, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Carroll RT (March 7, 2015). "Naturopathy". The Skeptic's Dictionary. مؤرشف من الأصل في September 1, 2010. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Nair, Pradeep MK; Nanda, Awantika (September 2014). "Naturopathic medicine in India: Original Article". Focus on Alternative and Complementary Therapies. 19 (3): 140–147. doi:10.1111/fct.12125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)