منځپانگې ته ورتلل

صبیحه ګوکچین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صبیحه گوکچن
Sabiha Gökçen، او
صبیحه گوكچن  ويکيډاټا کې  (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
د صبیحه گوکچن انځور
د صبیحه گوکچن انځور
د صبیحه گوکچن انځور

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۲ مارچ ۱۹۱۳[۱]
بورسا، ولایت خداوندگار، امپراتوری عثمانی
مړینه ۲۲ مارچ ۲۰۰۱ (۸۸ کال کلن)
آنکارا، ترکیه
تابعیت تورکيه عثماني سترواکي   ويکيډاټا کې  (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
مور او پلار مصطفی عزت بیک، حیری حنیمکينډۍ:مدرک
پلار مصطفی کمال اتاتورک   ويکيډاټا کې  (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک هوانورد، نویسنده و سخنگو
مورنۍ ژبه تورکي ژبه   ويکيډاټا کې  (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه تورکي ژبه   ويکيډاټا کې  (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

صبیحه ګوکچن ( ترکي : Sabiha Gökçen; د ۱۹۱۳ کال د مارچ ۲۲ په بورسا کې - د ۲۰۰۱ کال د مارچ ۲۲ په انقره کې) یوه ترکي ښځینه پیلوټه وه او د اتاترک لور وه. د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د هوايي چلند پوهنتون په وینا، صبیحه ګوکچن، په ۲۳ کلنۍ کې، په نړۍ کې لومړۍ ښځینه جنګي پیلوټه وه. [۲] اغلي د مصطفی کمال اتاترک اتو اولاونو کې یوه وه. د استانبول صبیحه ګوکچن نړیوال هوایی ډګر هم د ددي په نوم نومول شوی دی.

صبیحه د الوتکې د چمتووالي څارنه کوي

د صبیحه اصل

[سمول]

د ۲۰۰۴ کال د جنوري په ۶مه، د هرانت ډینک لخوا په استانبول کې میشته اونیزه اګوس کې یوه مقاله خپره شوه، چې عنوان یې و "د کمال اتاترک د لور په توګه د صبیحه ګوکچن راز". په مقاله کې د سایمن سیمونین د کتاب "غر او تقدیر" څخه یوه اقتباس شامل و، چې په ۱۹۷۲ کال کې په بیروت کې خپور شو. په دې کتاب کې، لیکوال د لومړي ځل لپاره د مصطفی کمال اتاترک د لور په توګه د صبیحه ګوکچن په اړه خبرې وکړې، او څرګنده یې کړه چې صبیحه ګوکچن یوه ارمني یتیمه وه او د ۱۹۱۵ کال د ارمني نسل وژنې څخه ژوندۍ پاتې شوې وه، او د هغې اصلي نوم "خاتون سیبلجیان" و.

د هرانت ډینک له خوا د دې پیښې د افشا کیدو وروسته، د «هریپسیمه سیبلیجیان» په نوم یوه ښځه په استانبول کې د اګوس ورځپاڼې دفتر ته لاړه او ادعا یې وکړه چې صبیحه ګوکچن د هغې ترور وه. هرانت ډینک د هغې سره کښیناست او«هریپسیمه سیبلیجیان» وویل:

زما د مور نوم «تیروهی» و. ما له خپلې مور څخه اورېدلي چې د ارمنیانو د نسل‌وژنې پر مهال په بورسا کې زما نیکه «نرسس» او نیا «مریم» ووژل شول. زما مور له خپلې خور خاتون (صبیحه) او ورور سره یو ځای د یوه ګاونډي له خوا، چې اصلاً یوناني و، د بورسا یتیم‌خانې ته وسپارل شول.

زما د مور خور خاتون ډېره کوچنۍ وه، یوازې درې کلنه، او زیاتره به چوپه او ګوښه وه، ځکه لا یې د مور او پلار وژل کېدل نه شو منلی او د یتیمۍ درد یې نه شو زغملی.

زما مور کیسه کوي چې یوه ورځ کمال اتاترک د بورسا لیدو ته راغلی و. کله چې یې یتیم‌خانه وکتله او د خاتون غم او خپګان یې ولید، چې هغه وخت ۱۲ کلنه وه، نو پرېکړه یې وکړه چې هغه په سرپرستۍ واخلي.

څو ورځې وروسته راغلل او زما خور یې، چې ژړل یې او نه پوهېده ولې له موږ جلا کېږي، له ځان سره یوړه. له هغه وروسته مې بیا هېڅکله ونه لیده.

زما مور څو کاله وروسته چې لویه شوه، د ترکیې کې د ارمنیانو خراب حالت ته په کتو له یتیم‌ خانې وتښتېده او له ډېرو نورو ارمنیانو سره سوریې ته کډه شوه. وروسته په ۱۹۴۶ کال کې، کله چې ارمنیانو شوروي اتحاد ته کډه کوله، ارمنستان ته ولاړه.تر هغه ځایه چې زه یادوم، زما مور تر پایه ډېر ځله هڅه وکړه چې له خپلې مشهوره خور صبیحه ګوکچن سره اړیکه ونیسي، خو د شوروي اتحاد سیاسي او امنیتي حالت او همدارنګه د صبیحې شهرت د دې اړیکې مخه ونیوله.

سرچینې

[سمول]
  1. پیوستون : 119457695  — خپرېدونېټه: ۲۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License