Jump to content

شینزن (شینجیانګ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شینزن (شینجیانګ)
深圳市 (چينايي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۰٬۶۲۸٬۹۰۰ — ۱۱٬۳۸۰٬۰۰۰[۱] — ۱۷٬۶۸۱٬۶۰۰ — ۱۷٬۴۹۴٬۳۹۸[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
د حکومت مشر
غړی د
اداري سیمه
Guangdong (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
 چين ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۹۹۷٫۲۷ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
وېب‌پاڼه
sz.gov.cn (چينايي ژبه، انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
518000 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۲۲°۳۲′۰۶″شمال ۱۱۴°۰۳′۱۴″ختیځ / 22.535°شمال 114.054°ختيځ / 22.535; 114.054 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

شينجيانګ یا شینزن د چين د ګوانګ دونګ ولايت يو ښار دی. دغه ځانګړې اقتصادي سيمه د ګوانګ دونګ په مرکزي ساحل کي د پرل سيند ختيځي څنډي ته موقعيت لري، چي په جنوب کي له هانکانګ، په شمال کې له دونګ ګوان، په شمال ختيځ کي له هوزو او په سوېل لويديځ کي له مکاو سره ګډه پوله لري. په 2020 کې د 17.5 ملیونه وګړو په درلودلو سره شینزین په چین کي د ښاري نفوس له مخي له شانګهای او بیجینګ وروسته دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی، او د شينجيانګ بندر د نړۍ څلورم بوخت کانټينري بندر دی. [۳]

شینزین په 1979 کي په ښار بدل او وروسته یې اقتصادي اصلاحات د دې لامل سول ترڅو یاد ښار هانګ کانګ ته د نږدې کیدو له امله د چین لومړۍ ځانګړې سوداګریزه سیمه سي. دلته د اقتصادي پرمختګ له امله بهرنۍ مستقیمه پانګونه راجلب او ورپسې د فرصتونو په لټه کي لوی شمېر کډوال راغلل. شینزن په شاوخوا دېرشو کلونو کي اقتصادي او د نفوسو له اړخه وده کړې ده او له هغه وخت راهیسي د ټیکنالوژۍ، نړیوالي سوداګرۍ او مالیې د مرکز په توګه راڅرګند سوی دی.

د شینزن نومول سوې GDP د خپلو ګاونډیو ښارونو ګوانګزو او هانګ کانګ څخه لویه ده او د نړۍ د لسو سترو اقتصادي ښارونو څخه دی. شینژین په نړۍ کي اتم - ترټولو رقابتي او ترټولو لوی مالي مرکز هم لري، اووم ترټولو لوی فارچون ګلوبل 500 مرکزي دفتر، د ملیاردانو پنځم لوړ شمیر، د اسمان څکو ودانیو دوهم لوی شمیر، د 19م لوی ساینسي څیزونو محصول کوونکی او د لوړو زده کړو پوهنتونونه لري.

په دې ښار کي د ټیکنالوژۍ لوی شرکتونه لکه Huawei Tencent ، او DJI شتون لري.

  1. سرچينې تړی: http://english.sz.gov.cn/gi/201608/t20160825_4322177.htm.
  2. ويل شوي په: Tabulation on 2020 China Population Census by County. خپروونکی: China Statistics Press. اثر ژبه: چينايي ژبه. خپرېدو نېټه: جولای ۲۰۲۲.
  3. {{cite journal}}: Empty citation (help)