شينکۍ ذهين کړوخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شینکۍ ذهین کړوخیل

ډاکټره شينکۍ ذهين کړوخېل د افغانستان په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازې ده.[۱] هغه د افغانستان د ولسي جرگې يوه ښځينه غړې ده چې اوسمهال د دوهم ځل لپاره يې خپل ځان د ولسي جرگې ټاکنو ته کانديد کړی. نوموړې دا ځل بيا خپل ځان د کابل ولايت لخوا کانديد کړی.

مخينه[سمول]

هغه د خاکجبار د ولسوالۍ د احمدزيو د قوم د مخور مشر ارواښاد غلام حسن خان كړوخېل لور ده. د نوموړې پلار په١٣٤٣ لمريز کال د کابل ولايت څخه د اساسي قانون د لويې جرگې منتخب وکيل وو.

اغلې كړوخيل د خاكجبار ولسوالي اړوند د پلازمېنې كابل جنوب ختيځ ته په پراته ملاعمر نومي كلي كې زېږېدلې ده. نوموړې په ١٣٦٣ لمريزکال د کابل طب پوهنځي څخه تر فراغت وروسته پاکستان ته كډواله شوه. له ١٣٧٠ لمريز کال وروسته يې د افغاني ښځو تعليمي مرکز کې په رضا کارانه ډول د ټولنيزې کارکونکې په توگه لس کاله د بيوزلو ښځو او ماشومانو خدمت وکړ او بیا وروسته د همدغه مرکز مشره هم شوه.

شینکۍ په ۱۳۴۱ هجري لمريز كال كې د کابل په ښار كې زيږيدلې ده. اصلي او اوسنى ځاى يې د كابل ښار دى .[۱]

پخواني دندې[سمول]

په ټولنيزو او روغتيايې چار وكې بوخته وه.

سرچينې[سمول]