شهزادګۍ هندیه (افغانستان)
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای |
| عمومي مالومات |
|---|
| برخه د |
|---|
د افغانستان شهزادګۍ هندیه ( دري: شاهدوخت هند؛ زوکړه 7 جون 1929 – مړینه 13 اکتوبر 2023) د غازي امان الله خان له کورنۍ یوه افغانه شهزادګي وه. نوموړې مېرمن د افغانستان د پاچا امان الله خان او د ملکې ثریا طرزي تر ټولو ځوانه لور وه، او د امان الله خان په کورنۍ کي ورته د شاهي ماڼۍ د شهزادګۍ لقب ورکړل سوی وو.
شهزادګۍ هندیه د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ په ۱۴ مه د خپل پلار له تګ څخه پنځه میاشتي وروسته د برتانوي هند په بمبۍ کي زیږیدلې وه او د دغه هیواد د ویاړ په خاطر ورباندي هندیه نوم کښېښودل سو. د ایټالیا د ملکې الینا له بلنې وروسته د امان الله خان کورنۍ په روم کي میشته سوه، چیري چي شهزادګۍ خپل پاته ژوند هم تېر کړ. [۱]
هندیې په پنشن ماریجوس، ګستاد، سویس، او پونټیفیکل ګریګوریان پوهنتون کي زده کړي لاسته راوړې. دې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۸ کال کي افغانستان ته سفر وکړ او د هغه افغان ماشومانو لپاره یې خیریه کارونه پیل کړل چي مرستي ته یې اړتیا درلودل.
په 2000 لسیزه کي شهزادګۍ هندیې په کابل کي د محمود طرزي کلتوري بنسټ (MTCF) جوړ کړ، او تر 2010 پوري یې هلته د مرستیالي په توګه دنده ترسره کړه. ورپسې په 2006 کي نوموړې د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا په اروپا کي د کلتوري استازي په توګه وټاکل سوه. شهزادګۍ خپل پاته وخت په کابل او روم کي تېر کړ، او په ۲۰۲۱ کال کي د طالبانو تر واک ته رسېدو پوري یې په ټوله اروپا کي په کنفرانسونو کي ویناوي کولې. [۲]
د 2019 په اګست کي شهزادګۍ هندیې ته د افغانستان د حکومت لخوا بلنه ورکړل سوه ترڅو د افغانستان د خپلواکۍ د 100 کلیزې په مناسبت په دولتي مراسمو کي برخه واخلي. [۱]
ژوندلیک
[سمول]شهزادګۍ هندیې دوه ځله واده کړی، چي دوې لوڼي له لومړي واده څخه او یو زوی د دویم واده څخه لري.
دې خپله مور په اړه په معاصر افغانستان کي یوه نامتو مېرمن ګڼل، او د هغې لاسته راوړني یې د افغانانو لپاره مثبتي بللې. د شهزادګۍ په وینا چي " مور یې افغان مېرمني دې ته وهڅولې ترڅو خپلواکه واوسي او لیکل لوستل زده کړي." په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه هنديې فکر کاوه چي د افغان نارینه وو د پوهي لوړولو لپاره لا زیاتو زده کړو ته اړتیا ده. [۳] هندیې د برقې په اړه وویل چي دا "افغانۍ او حتی اسلامي جامې نه دي". [۴]
د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کي د افغانستان شهزادګۍ د افغان-امریکایي ښځو د ټولني لخوا د ښځو د حقونو په برخه کي ددې د کار له امله ډېره ستایل سوه،[۵] او په ۲۰۱۲ کال کي ازادي راډیو ورته د بشردوستانه کارونو له امله د کال د غوره شخصیت لقب ورکړ. [۶]
د افغانستان یاده شهزادګۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۳ نېټه د ۹۴ کلونو په عمر وفات سوه. یو کال وروسته د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې په ایټالیا کي د ''il bambino che danzava con le farfalle'' په نوم یو ناول چي په افغانستان کي شهزادګۍ ته د ایټالوي لیکوال دیمیتریو بافا تراشي املفتاني لخوا ځانګړی سوی وو، چاپ سو.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ . 19 August 2019.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . September 3, 2013.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . March 8, 2013.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . November 4, 2011.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . September 2011.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 20 March 2012.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help)
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: requires URL