شهباز گړۍ
شهباز گړه يا شهباز گړۍ د خېبر پښتونخوا مردان ولسوالۍ کې يو تاريخي ځای او کلی دی چې د ۲۹۳ مترو په لوړوالي پروت دی.
دا سيمه د مردان ښار نه شاوخوا ۱۲ کيلومتره لرې پرته ده چې غرونه، شنې ونې، پراخې ځمکې او د کلي منځ کې يو کوچنی سيند لري، دې ښېگڼو دا سيمه مسافرو او پوځيانو ته له نورو سيمو ځانگړې کړې وه او هغوی به تل دلته خپل پړاو اچاوه او څو ورځې به دلته پاتې کېدل او د راتلونکي يون لپاره به يې له همدې ځايه پلان او تصميم جوړاوه.[۱]. چې د شهباز گړې همدې ځانگړتيا له مخې د پښتنو منځ کې دا متل مشهور دی چې د ستړو ځای شهباز گړه ده[۲]
د اشوکا تاريخي ډبرې چې ځايي خلک يې هکولو گوټ بولي او نور ځايونه لکه مېښه او سنډا د دې سيمې د ليدو وړ ځايونه دي.[۳]. چې د شهباز گړې همدې ځانگړتيا له مخې د پښتنو منځ کې دا متل مشهور دی چې د ستړو ځای شهباز گړه ده[۴]
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| هېواد |
| د ميراث ډول | |
|---|---|
| د ميراثېدو کال | |
| میراثونه | |
| د پېژندنې شمیره | |
| کورډينېشن |
|---|

موقعيت
[سمول]شهباز گړه د درې لرغونو لارو په تقاطع کې موقعيت لري:
دا ځای چې اوسمهال د مردان - سوابۍ لويه لار کې موقعيت لري، يو وخت د بودايانو پرمختللی ښار وو، چې شاوخوا يې بودايي څلهځايونه (خانقاگانې) او سټوپې وې.
د اشوکا ډبرليکونه (فرمانونه)
[سمول]شهباز گړۍ د لرغوني هندي ډبرليکونو موقعيت دی[۵] چې په دوه لويو ډبرو په خروشتي ليکدود کښل شوي دي.[۶] چې له خورا ارزښت برخمنې دي، ځکه چې دا په بر صغير کې د ليک لومړنۍ بېلگه گڼل کيږي.[۶] دا ډبرليکونه د درېيمې مخزېږديزې پېړۍ (۲۷۲-۲۳۱ م ز)، جريان کې د موريا واکمنۍ د سترواک اشوکا له خوا په خروشتي ليکدود ليکل شوي دي.[۶] دا ډبرليکونه د ۲۰۰۴ ز کال د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه د يونېسکو نړيوالو ميراثونو د لنډمهاله نوماندو کلتوري ميراثونو ډله کې شامل شول. [۶][۷] د ډبرليک ژباړه ډبرو ته نږدې په يوه دړه ليکل شوې ده، دا سيمه د هغه وگړو لپاره چې تاريخ او تاريخي سيمو سره لېوالتيا لري، يو په زړه پورې ځای دی.
د شهباز گړۍ د ډبرليکونو انځورونه
[سمول]-
۱۲ م فرمان
-
۱-۱۱ فرمانونه
-
۱۳ او ۱۴ فرمانونه
-
خونديتوب چت
-
د دوو ډبرليکونو پاکول.
سرچينې
[سمول]- ↑ ."د مردان په شهباز ګړۍ لرغونی په تاریخ پاڼه کې". ماشال راډيو. ۲۶ مارچ ۲۰۱۵ ز.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ."د مردان په شهباز ګړۍ لرغونی په تاریخ پاڼه کې". ماشال راډيو. ۲۶ مارچ ۲۰۱۵ ز.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ."د مردان په شهباز ګړۍ لرغونی په تاریخ پاڼه کې". ماشال راډيو. ۲۶ مارچ ۲۰۱۵ ز.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ."د مردان په شهباز ګړۍ لرغونی په تاریخ پاڼه کې". ماشال راډيو. ۲۶ مارچ ۲۰۱۵ ز.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "NWFP - Imperial Gazetteer of India, v. 19, p. 149". خوندي شوی له the original on 2024-07-29. بياځلي په 2025-03-06.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Shahbazgarhi Rock Edicts - UNESCO
- ↑ Prof Ahmed Hasan Dani'Ashoka Rock Edicts at Shahbaz Garhi Mardan' in Journal of Archaeological Study, QAU, Islamabad, Pakistan, 1982
- ↑ Inscriptions of Asoka. Edition by E. Hultzsch (in Sanskrit). 1925. pp. 56–57.
{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- CS1 maint: unrecognized language
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1435 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2614 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه