منځپانگې ته ورتلل

شمشیر غار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شمشیر غار د افغانستان په سویلي کندهار کي د لرغوني زمانې اړوند غارونو یوه سیمه ده. دا سیمه د کندهار ښار څخه شاوخوا ۱۵ مایله لویدیځ او د پنجوایي ولسوالۍ څخه ۳.۵ مایله شمال ختیځ ته پرته ده.

جغرافیه

[سمول]

د شمشیر غار لوړوالی ۱۱۹۳ متره دی، چي د ارغنداب سیند څخه شاوخوا ۱۰۰ متره لوړوالی لري. دې ځای ته تر ټولو نږدې کلی بادوان نومیږي.

شمشیر غار پنځه دالانونه لري، چي لومړئ یې ۱۱ متره، دویم یې ۱۷ متره او نور یې هم هر یو ۱۱ متره اوږدوالی لري.

تاریخ

[سمول]

د لوئس ډوپري د ۱۹۵۱ کال د څېړنو له مخي شمشير غار د پلیوسین په دوره کي رامینځته سوی دی. نوموړی ادعا کوي چي په دې غار کي د انسانانو د ژوند شواهد شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندي مخینه لري او تر ۱۲۲۲ کال پوري یې دوام درلود، څو چي په همدې زمانه کي مغولي امپراتورۍ افغانستان لاندي کړ.

د تاریخي شالید پر بنسټ په شمشیر غار کي د انساني تمدن درې اصلي دورې شتون لري:

د کوشان لومړۍ دوره : دا په ۱۰۰ مخکي تر زیږد کلونو کي پیل سوه او دوې پیړۍ یې دوام وکړ.

د کوشان دوهمه دوره : په ۱۰۰ زیږدیز کال کي پیل او په ۳۰۰ کي پای ته ورسېده. دا دوره د ځینو فلزاتو په مرسته پیژندل کیږي.

د کوشانیانو دریمه دوره : په ۳۰۰ زیږدیز کال کي پیل او تر څلورو پیړیو پوري وغځېده. دا دوره د ځینو لرغونو انځورونو په مټ پیژندل سوې ده.

د مسلمانانو د فتحي دوره : د ۷۰۰ کال را وروسته پیل سوه او د مغولانو د واکمنۍ سره پای ته ورسېده. [۱]

  1. . 1956. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)