شاه سوار (افغان سیاستوال)
شاهسوار یا شاه سوار(۱۹۴۰ ز) یو افغان سیاستوال وو چي د سلیمي په مشرۍ یې د وزیر په توګه دنده ترسره کوله، او یوازي یې د افغانستان په ختیځ ولایت کي حکومت کاوه.
شالید
[سمول]په 1944 او 1945 کي صفوي قوم د افغانستان د سلطنت په وړاندي پاڅون وکړ. د برتانوي یاداښتونو له مخي پاڅون د افغان حکومت د یو شمېر تجارتي او سوداګریزو تګلارو پلي کولو له امله رامنځ ته سو. [۱] ویټ میسن نومي لیکوال یاد پاڅون د "خورا ظالمانه مالیې، ظلم او غربت" له کبله بولي. [۲] افغان حکومت د پاڅون ځپلو لپاره په پراخه کچه د یاغیانو په وړاندي خپل هوايي ځواک ځای پر ځای کړ، او د ټوپکو او اور وژونکو بمونو د غورځولو لپاره یې له الوتکو څخه کار واخیست.
د شاه سوار واکمني
[سمول]د صافیانو د مذهبي عالمانو تر منځ دا حکم سوی وو چي هر څوک د خپل پاچا په وړاندي سرکښي وکړي او ووژل سي، هغه باید شهید ونه ګڼل سي، چي له همدې امله دوی اړ سول ترڅو په ۱۹۴۴ یا ۱۹۴۵ کال کي شاهسوار د پاچا په توګه، سلیمئ د لمړي وزیر په او امان الله ملک د دفاع وزیر په توګه وټاکي.
د افغان حکومت له لوري تر خونړیو عملیاتو وروسته شاه سوار د برتانوي راج په مهمند قبایلي سیمه کي پناه واخیستل، او سیمه بیرته د حکومت لاسته ورغله.