سید کلا تپه
سید کلا تپه د افغانستان په کندهار کي یوه لرغونې سیمه ده. دا سیمه شاوخوا ۸ متره لوړه او ۲۰۰ × ۲۰۰ متره مساحت لري، او د تاریخ څخه مخکي دوره په قوي شواهدو وړاندي کوي، چي د څلورمي او دریمي مخکي تر زیږد زریزي په دوره کي د دې سیمي د پراخ میشت ځای ثبوت په ډاګه کوي، او یاده سیمه یې د هلمند تمدن اړوند ښودلې ده. [۱][۲]
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| هېواد |
کیندني
[سمول]په ۱۹۷۰ لسیزه کې د جیم جی شیفر لخوا په دې ځای کي محدودي کیندني ترسره سوې، چي پر بنسټ یې دوې دانې ۱۰ متره مربع او یوه دانه ۶ په ۲ متره کي ساحه کشف سوه. د کیندنې په ترڅ کي شپږ طبقې ولیدل سولې. یو له دې طبقو څخه یوه هدیره وه چي د کوشان او ساسانیانو تر واکمنیو پوري رسیږي.
په سید کلا کي څلور تاریخي ځایونه پیژندل سوي دي، چې ټول یې د مونډیګک له تمدن سره اړه لري.
په دې کیندنو کي چي کوم ځایونه د یاد تمدن تر دوهمي او دریمي دورې پوري اړه لري، د اډوب یو دیوال دی چي د درو مترو په پراختیا سره جوړ سوی دی او دوه نور دیوالونه یې د خټو څخه ډک سوي دي. سربېره پردې بېلابېل کورونه هم پکښي شتون لري، چي یوازي یوه خونه لري. [۳]
آثار
[سمول]هغه لوښي چي په سید کلا تپه کي موندل سوي دي، د مونډیګک له تمدن سره ورته دي، چي د شاوخوا ۹۶ کیلومترو په واټن ورسره موقعيت لري. ددې لوی شمېر ټوټې په لاسونو او ځیني یې د کوهل په څرخ جوړي سوي دي.
دلته د شته سیرامیکونو سطحه تر ډیره حده نرمه سوې غوندي ده، مګر ځیني د ټوکرۍ په بڼه ټوټې هم لري. ددې ترڅنګ د نال سټایل په شکل نور سیرامیکونه هم شتون لري، او همدارنګه یو شمېر نور یې د سیند په دره کي د اړوند امري کلتور سره ورته والی لري. په سیمه کي رنګ سوي سیرامیکونه د ټول سیرامیک د حجم له شاوخوا 10٪ څخه ډیره برخه نه جوړوي.
د سید کلا تپې په کلي کي د ډبرو وسایل، د هډوکو اثار، د ډبرو د لوښو ټوټې، د اوبدلو سپینډلونه، د بېلابیلو موادو څخه جوړ سوي مڼې او د برونزو مختلف شیان موندل سوي دي. سربیره پردې په دې ځای کي ځیني مهرونه چي هندسي نقشونه لري، د غواګانو او انسانانو مجسمې چي له خټو څخه جوړې سوي دي هم پیدا سوي دي.
مخینه
[سمول]د سید کلا تپي له اولي تر شپږمي طبقې تر ډیره پوري د منډیګک له دریمي تر شپږمي طبقو سیرامیک سره ورته والی لري، کوم چي د 2400 څخه تر 3500 مخکي تر زیږد پوري مخینه لري.
سرچينې
[سمول]https://books.google.com.af/books?id=T__DHAAACAAJ&redir_esc=y
- ↑ "Said Qala Tepe – deinlexikon.de". www.deinlexikon.de. بياځلي په 2021-12-02.
- ↑ Shaffer, Jim G.; Studies, Indian Society for Prehistoric and Quaternary (1978). Prehistoric Baluchistan, with Excavation Report on Said Qala Tepe (in انګليسي). B.R. Publishing Corporation. ISBN 978-81-7018-036-4.
- ↑ . 1976.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help); Missing or empty|title=(help)