سپينه ادى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور (د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير) په ۱۸۳۷ز=۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكگرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه

ميرمن سپينه ادى[سمول]

مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور (د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير) په ۱۸۳۷ز=۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكگرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه.

د سپينې ادى په هکله بل ځاي کې[سمول]

د پښتو ادب کې دميرمنو برخه –دکتاب ليكوال داسې ليکې. ميرمن سپينه يو ه پښتنه شاعره وه چې دوزير محمديارخان الکوزي دحکومت په وخت کې دهرات په شاوخواکې اوسيدله داميرمن دنورمحمدخان الکوزي لوروه.

د ايراني ښكيلاك په مقابل كى دريدل[سمول]

کله چې ايرانيانو په کال ۱۲۵۵ه کې هرات محاصره کړ نو پښتنو ډيره په نره اوبهادرۍ دايرانيانو مقابله وکړه اودغه رنگه ايرانيان په خپل مقصد کې ناکام پاتې شول. په دې قامي جگړو کې شاه کامران سدوزي اووزير يارمحمد خان الکوزي دپښتنو سرداران ووچې ددې مقابلې په هر ډگر کې يې دخپلې بهادرۍ اوميړنتوب څرگندونه وکړه.

حماسي شاعره سپينه ادى[سمول]

داپښتنه شاعره سپينه هم په دې ملي جگړو کې ژوندۍ وه اودپښتنو دتورې اوننگيالي توب په ستاينه کې يې ډير خواږه اشعار ويلي دي . داسې معلوميږي چې سپينې دغه ټول حالات بالکل په خپلو ستر گو ليدلي وو ولې چې ددغې محاصرې ټول حالات يې دسترگو ليدلي اوکتلي بيان کړي دي. دميرمن سپينې ددې اشعارونه څرگنديږي چې داپه دغه وخت دپوخ عمر ښځه وه اوعمربه يې تقريبا ۳۵يا ۴۰ کالو پورې وه اوکله چې دامحاصره په کال ۱۲۵۵ه کې شوي وه نوپه دې اندازه دپيداوښت نيټه به يې تقريبا ۱۲۱۵ه او ۱۲۲۰ ه خوااوشاه وي . دې ملي شاعرې دمحاصرې ټول حالات ديوې قصيدې په شکل پريښې دې چې دمحاصرې منظوم تاريخ گڼلي شي. دقصې ابتدا دخداي پاک دحمداوثنا نه کوي .بيا په حضور پاک صلي الله عليه وسلم باندې درود اوسلام وايي اوپس له درود اوسلام نه دحضور پاک صلي الله عليه وسلم څلوواړو يارانو منقبت بيانوي اوپه اخر کې دحضور پاک صلي الله عليه وسلم دټولو اصحابو کرامو صفت کوي اوټول داسمان ستوري بولي بيا په يو څو بيته کښې دکامران اووزير يارمحمد خان ستاينه کوي اووروستو بيا قصه شروع کوي. دسپينې پښتنې شاعرې حماسي احساسات ډير پياوړي او ننگيالي دي .شعرونه يې دتاثير او جذابيته نه ډک دي . وينا يې دحماست يوه ټوټه ده اودپښتونولۍ اومړانې نماينده گي کولي شي. ددې داشعارو دمضامينو نه داسې ښکاري چې دايوه عالمه اوفاضله په تاريخ اودپښتنو په حال خبره ښځه وه. اشعار يې سليس ،خواږه اودحماست اوجذابيته ډک دي . په نورو ځينوکتابونو اوويب پاڼو کې دسپينې ادې دژوند اوژواک پير ۱۲۵۵ه ښودل شوي دي مگر زه غواړم دلته لږ تم شم . اودتاريخ له پلوه دسپينې دژوند اوژواک دپيرپه هکله لږ رڼاواچوو: داوخت هرات دمحمود دورور حاجې فيروزالدين په لاس کې وه پر ۱۲۳۲ه=۱۸۱۶م کال فتح علي شاه قاجار دهرات دنيولو اراده وکړه.ځکه نوفتح خان دکابل له لښکر سره هرات ته ولاړ لومړي يې حاجې فيروزالدين ونيو اوکابل ته يې واستاوه اوبيا يې دهرات لويديځ ته دکهسان په جگړه کې دقاجاريانو دلښکر لس زره تنه ووژل اوله هراته يې شړل په خپله دهرات دچارو په سمون بوخت شو خو په دغه وخت کې يوه بد مرغه پيښه وشوه. اوهغه داچې سرداردوست محمد خان دوزير ورور،په هرات کې دحاجې فيروزالدين کاله ته ورننوت دښځو گيڼې ، پسول،جواهر اودانه نښانه قيمتي ملابند چې دتاريخ احمدشاه درانې دمولف شيرازي په وينا پنځوس زره تومانه قيمت يې درلود له نورو نفايسو سره واخستل اوکشمير ته ولاړ،دې پيښې پر شاه محمود اوکامران ډيره ناوړه اغيزه وکړه.اوددوي اوشاه محمود خان دکهاله ترمنځ بدوردي اوکينه پيدا شوه، همدا دکرکې اوبدبينۍ احساس و،چې په زړه بوگنونکې توگه دوزير فتح خان دوژلو اودسدوزيو اوبارکزيو دکهاله ترمنځ ددښمنۍ سبب شو. شاه محمود خپل ناپوه اوکينه ناک زوي کامران هرات ته واستاوه،کامران دوزير فتح خا ن دورورداعمالو دکسا ت اخيستلو په موخه وزير فتح خان ونيواودهغه پوه وزير په سترگو يې سيخ ومانډه اوړونديې کړ(۱۲۳۳ه=۱۸۱۷م) دشهزاده کامران داکار په ظاهره دفتنې ارامولوسبب وگڼل شو،ځکه سدوزي کورنۍ داکارونه دوزير په اشاره گڼل ،خوړانده وزير ډير غښتلي وروڼه لرل ،هغو چې دخپل مشر ورور دړنديدلو خبر واوريده په ټول هيواد کې له کشميره تر هراته فتنې وخوټيدلې اودقهر اوغضب داورلمبې پورته شوي،سرداردوست محمد خان له کشميره راوگرځيد کابل يې ونيو اوشاه محموديې غزني ته وشاړه. له ها خواکامران له ۱۲زرو لښکرو سره په غزنې کې دخپل پلار مرستې ته راورسيد له بلې خوا سردار محمد عظيم خان له کشميره دسردار دوست محمد خان مرستې ته راغي اودکابل اوغزني په منځ کې سره وجنگيدل خو محمود اوکامران مات شول په همدغه وخت کې يې ړوند وزير فتح خان هم دوردگو په سيد اباد کې دکسات له مخې په ډير بد عذاب وواژه اوبند پر بند يې پرې کړ(۱۲۳۴ه=۱۸۱۸م) دوي به خپله هرات ته ولاړل اوهلته دحکومت پر سر دمحمود اوحاجي فيروزالدين ترمنځ شخړه پيدا شوه کامران پر دواړو بريالي شو اودوي يې ووژل (۱۲۴۵ه=۱۸۲۹م)په خپله کامران تر ۱۲۵۸ه=۱۸۴۲ کال پورې په هرات حکومت وکړ. دامهال چې پر ټول هيواد دنفاق اوربل وه دايران قاجاري دولت بيا پر ۱۸۳۲ م کار دتزاري روسيې په پارونه اودعباس ميرزا په قومانداني ديرش زريز لښکر دهرات نيولو لپاره راواستاوه خو دانگريز له خوا له دغه کار څخه دقاجاريانو مخنيوي اوخپل هيواد (افغانستان) ته دهراتيانو وفاداري ددې لامل شو ل چې هرات دپخواپه څير دافغاني سلطنت په پلازمينې پورې نښتي پاتي شي. لکه سپينه ادې چې وايي: داحمدشاه غازي پښتون له کوره نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پر حذر دي جانه دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننگ کلک دي ولاړ ټول غليمان دده له تورې لتاړ داپورتنۍ تاريخي پيښې داپه ډاگه کوي چې سپينې ادې دکامران په پير کې ژوند کاوه. بل ځاي سپينه ادې دمحاصرې ديوه جنگ حال داسې وايي: غليم پر ښار بيا هجوم راوړي مخ ته يې ولاړ دي يارمحمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي ولې دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو دپښتون شو گلرنگ پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يار محمد وايي پښتنو زما زمرو ټوله راووزۍ وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي هرات له لاسه په ژوندون مه باسي

کله چې برتانوي عسکرو دشاه شجاع په ملگرتيا دغزني له لارې او همدارنگه کپتان ويډله شهزاده تيمور دشاه شجاع له زوي سره دخيبر اوجلال اباد له لارې پر کابل باندې حمله وکړه شاه شجاع په کابل کې په تخت کيښنول شو اوامير دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخارا ته ولاړ دغه وخت چې دحکومت مشران اوامير له افغانستا څخه ولاړ اووطن يې دښمن ته پريښودافغان ملت دانگليس دمتجاوز لښکر پر ضد دغزا اعلان وکړپه ۱۲۵۸ه کې دمني په سر کې امين الله خان لوگري ،عبدالله خان اڅکزي اونوردکابل په شاوخواکې دخلکو په اتفاق په شاه شجاع اوفرنگيانو راپورته شول وزيرمحمداکبر خان هم له دوي سره يو ځاي شو په دغه کش وگير کې مکناټن دستمبر په ۲۳ نيټه کال ۱۸۴۱ه کې دغازي محمد اکبرخان لخوا ووژل شواوالکساندربرنس هم دنومبر په دوهمه نيټه کال ۱۸۴۱ه کې ووژل شو اووروسته شاه شجاع هم داپريل په دريمه کال ۱۸۴۲ م کې ووژل شو اوپه انگريزانو دکابل ځمکه تنور شوه.دهمدغه کال په ژمې کې انگريزي عسکر له کابل څخه دجلال اباد په لوري لاړل په لار کې دافغاني غازيانو په لاس ټول ووژل شول.همدا جگړه وه چې يوازې ډاکټر بريډن ژوندي لاړ.بيرته يې امير دوست محمد خان له هند څخه راوست دوست محمد خان دخپل غازي زوي محمد اکبر خان په مټ دکابل پر تخت کښيناست. وروڼه يې له ايران څخه راغلل پر کندهارحکمرانان شول اوهرات ديارمحمد خان الکوزي دشهزاده کامران دوزير په لاس کې پاتي شو. خوپه هرات کې دسدوزيو دکورنۍ پايڅوړ ديارمحمدخان الکوزي دکامران دوزير په لاس له منځه لاړ،يارمحمدخان الکوزي هم په ۱۲۶۷ه=۱۸۵۰ م کال کې وفات شو.اوځوي يې سيد محمد خان پر تخت کښيناست. داټول پورتني تاريخي لاسوندونه داخبره کره کوي چې سپينې ادې دکامران سدوزي اويارمحمدخان الکوزي په پير کې ژوند کاوه اوپه پر هيواد دغليمانو له خواتيري يې په خپلو شعرونو اوقصيدو کې په دالاندې ډول بيان کړي دي:

د ايراني تيريو يادونه به خپلو شعرونو كى[سمول]

لمړي څښتن دټول عالم ستايمه- بيا محمد رسول صلي الله اکرم ستايمه درودپه واړواصحابانودې وي- دپاک نبي پس ښو يارانو دې وي دي وواستازي دکونينوبادار- په دوه جهانو دنبيانو سردار دگنهگار شفاعت کوينه- رحم په خپل خسته امت کوينه بيا منقبت دابوبکر وايم- صديق يې نوم په صداقت يې ستايم دي لمړي يار وه دخاوند درسول- په لوي دربا رپه دوه جهانه مقبول په يار غاردپاک نبي دي مشهور- توره تياره يې په انوارو ده پور دوهم فاروق عمر خداي ته نزدي- دعدالت يې پر جهان نندارې شورودنيل يې له پرتمه کښته- مړه کافران دده له ډير هيبته دريم عثمان ذي النورين ونمر- هم وجامع دپاک قران اکبر حلم وحيا کې وه بادار دامت- ابن عفان موشو سردار دامت څلورم يار وه شير دخداي وکرار- علي حيدر وه تل په لاس ذوالفقار دخيبر وريې ذوالفقار ته ورمات- په بريښ دتورې يې تل ورک ظلمات --- ---- ---- بيا نو کوومه په خوښي په عزت - دپاک نبي داصحابو صفت چې دوي وه ستوري پر اسمان ځليده- تل وه خوشحاله پاک نبي يې ليده دخداي رحمت دې وي پر دوي تر ابد- خالق دې عفوکې په دوي زمونږ ابد

دپاچا اووزير په ستاينه کې:[سمول]

اوس نو شروع کړم دباچا په صفت- زمونږ شهزادهدي ننگيالي په غيرت دوي دي ډيوه دسدوزو دټبر- په سړبنو کښې نن دوي دې لکه لمر داحمدشاه غازي پښتون له کوره – نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پرحذر دي جانه- دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي- دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننگ کلک دي ولاړ- ټول غليمان دده له تورې لتاړ بل يې وزير يار محمدخان توريالي-په سپين ميدان ځنې رپيږي زمري دي په تدبير اصف نظام دهرات- ښه يې سنبال کړانتظام دهرات پښتون پرده راټول دجنگ پر ميدان-سټ يې په توره کړه غليم دښمنان خالقه دادپښتو توريالي- وي دهرات په سيمه تل دې ژوندي دپښتنو سردې په دوي وي بلند- هم په غيرت وټول جهان ته څرگند وروستو تر مدح دکامران شهزاده-واوره چې کاندم دجنگوښه قيصه له سپينې خوارې څخه به څه نه وي اثار- دابه وي خاورې پاتې شي به ياد گار

په هرات او قندهار کې دسدوزو پادشاهي:[سمول]

راسه چې تاته حکايت کومه- دسدوزو دسلطنت کوومه پخوا تردې وه دهرات پاچهان- دسدوزو ذوالفقار زمان خان دوي سرداران دپښتنو دهرات-غليم يې تل له تيرې تورې ومات دپښتنوتورې به تل ځليدي – ددشمن سترگې له بريښناوې ړندې دوي وه ميړونه پښتانه توريالي- پر ننگه ټينگ وودوطن ننگيالي په جنگ کښې هر يولکه غټ شين زمري- دسدوزو وه هرزلمي بريالي ټول پښتانه په اتفاق وو ولاړ- کار ددښمن ددوي دلاسه ويجاړ چې پښتون زلمي په خوب کې دښمن-وليدله ويرې به ريږد په بدن

دمحاصري ديو جنگ حال :[سمول]

غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي –مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننگ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننگه ځان کړه ايثار زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير – پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران – ديار محمددبري ستوري ځلان

ځينو کتابو بيا دغه دمحاصري حا ل داسې رااخيستي :[سمول]

زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي- ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ- پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو- ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا کفن په غاړه داوطن وساتئ- زمونږ دپلرو ښکلي مدفن وساتئ دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي ويني تل د افغان هرات زمونږ دي زمونږ کور دي نا- زمونږ نغري دي زمونږ اور دي نا دښمن راغلي تر ديواله دکور- ولاړسئ دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې “ پښتونه کامه!”- توره راباسه مره پرننگ ونامه مه بايله ځان اوسه ولاړ پر حصار- دپښتانه پرننگه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي دلته لکه چې تاسو وينۍ دالاندې بيتونه هم شته: داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي بل ځاي کې يې بيا همدغه دجنگ دمحاصرې حال داسې راخيستي : غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي –مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنگيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوگلرنگ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنگ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم گړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننگيالي نيکه گان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننگ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننگه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير – پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران – ديار محمددبري ستوري ځلان دلته تاسو وينئ چې دالاندې بيتونه هم شته : داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي په هر صورت ددې اشعار ونه ددې پښتنې ميرمنې تاوده احساسات اوپښتني جذبات په ښه شان سره څرگنديږي . زما چې خو دومره په وس پوره له درنو استادانو هيله کوم چې دسپينې ادې په هکله ډير څه وليکې دنوموړي روح دې ښاد اودجنتونو سرداره دي وي په سپيڅلې کليواله مينه

ليكنه: ډاکټر ثواب الدين مخکښ

اخځونه :[سمول]

  1. دافغانستان لڼد تاريخ ليکوال علامه عبدالحي حبيبي(۱۳۷۸)لمريز،ژباړن الحاج عبدالودودکرزي.
  2. پښتو ادب کې دميرمنو برخه ليکوال شاه جهان ۱۹۹۳ زيږديز
  3. تل افغان ويب پاڼه (talafghan.com)
  4. سپر غۍ ويب پاڼه(sporghay.com)
  5. يادې اززنان نامدار ودلير افغان ليکوال کانديد اکاډميسن سيستاني
  6. پښتنې ليکوالې اوشاعرانې ليک کبري مظهري