سيد قاسم رښتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سید قاسم رښتیا د افغانستان د برېښنا پخوانی وزير و. هغه د سید حبیب خان زوی ؛ په ۱۲۹۴لمریز کال کی په کابل کی وزیږید. او هم هلته په کابل کې خپل لوست يې دلیسی تر پای پوری ورسول. په ۱۳۱۰لمریز کال د مطبوعاتو په مدیریت کی په کار باندی پیل کړل. وروسته دفرانسی دژباړونکی په توگه دپست او ټلگراف په عمومی امریت کی کار کاوه . او بیا په ۱۳۱۲ لمریز کال کی دکابل په ادبی ټولنی کی د ژباړونکی په حیث وټاکل سو. په ۱۳۱۶ لمریز کال کی دهغه مهال حکومت د کابل د ادبی ټولنی نوم یی په - پښتو ټولنه - باندی بدل او هغه ټولنه یی د افغانستان دعلومو په اکادمی کی شامل کړل. او ارواښاد قاسم رښتیا د دغه ټولنی د نشراتو د آمریت دنده په غاړه واخیست. په ۱۳۱۷ لمریز کال کی دپښتوټولنی معاونت ته ورسید. په ۱۳۲۸کال کی چی دمطبوعاتو خپلواک ریاست بنسټ کیښودل سو ښاغلی رښتیا د مطبوعاتو د ریاست دریس په توگه و ټاکل سو . په ۱۳۲۳ لمریز کال کی چی محمد هاشم په کابینه کی د مطبوعاتو دریاست و صلاح الدین خان سلجوقی ته ورکړل سو ؛ قاسم رښتیا د هغه د کفیل په حیث وټاکل سو او یه هم دغه کال کی محمدظاهرشاه په هیواد کی دمعارفو د دوم درجی نشان یی وهغه ته ورکړل. ښاغلی رښتیا یو څو موده په چکسلواکیا ؛ مصر او جاپان کی دافغانستان د استازی وو. اوپه ۱۳۴۲ لمریز کال کی دمطبوعاتو او د مالیی د وزارت دنده یی په غاړه درلود. رښتیا د خپل ځوانی څخه د لیکوالی سره یی ډیره مینه درلوده او ډول ډول مقالی یی لیکل ؛ د هغه په لس گونو مقالی په مختلفو مجلو او ورځپاڼو ؛ په تیره بیا د انیس په ورځپاڼه او د آریانا په مجله کی خپره سوی دی. د انیس د ورځپاڼی سریزی - دسیاست راتلونکی - په نامه چی ډیره موده خپره کیدل درښتیا په قلم ؛ خو په یو مستعاره نوم سره څپریدل. هغوی دکمونستی کودتا څخه وروسته دافغانستان څخه کډواله او امریکی ته پناه یوړه او دعمر تر پایه پوری هلته پاته سو. ارواښاد قاسم رښتیا په ۱۳۷۷لمریز کال دامریکی په متحده ایالاتو کی له دنیا څخه ولاړ.

ليکلي آثار

پدې انځور کې سيد قاسم رښتيا ۱۴ کس دی
  1. د خیرخانی د کوتل لرغونی آثار ـ دژوزف هاکن دکتاب ژباړه - ۱۳۱۶- کابل
  2. دری وفاداره ملگری - د کوبرن د کتاب ژباړه - ۱۳۱۷ - کابل
  3. د مورون روژ پټه مینه - د اورکزی لابون د کتاب ژباړه - کابل - بیتا
  4. افغانستان په نولسم پیړی کی - کابل ۱۳۴۶
  5. افغانستان او سید جمالدین افغان - کابل ۱۳۵۵
  6. د افغانستان تراژدی
  7. نادرشا څنگه واک ته ورسیدل
  8. د سید قاسم سیاسی خاطرات ـ ۱۳۱۱تر ۱۳۷۱