سوله په قران کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اسلام د ډېرو د اند او تصور خلاف سوله غوښتونکی دین دی، چې سولې ته بلنه ورکوي، او هغې ته د دعوت د اصلي موخې په سترګه ګوري چې د اسلام په ښوونو، حکمونو او آدابو کې دا خبره روښانه ده.

همدا راز اسلام جګړه بده ګڼي، له هغې نه کرکه کوي، هڅه کوي چې د هغې مخه ونیسي، کله چې پېښه شي، غواړي چې د جګړې ډګر پراخه نه شي، زیانونه یې لږ او که توان ولري ناوړه پایلې یې سمې کړي.


اسلام جګړه بده ګڼي، له هغې نه کرکه کوي، هڅه کوي چې د هغې مخه ونیسي، کله چې پېښه شي، غواړي چې د جګړې ډګر پراخه نه شي، زیانونه یې لږ او که توان ولري ناوړه پایلې یې سمې کړي.

اسلام او سلام (سوله) له یوې مادې څخه دي: اسلام او سلام (سوله) له لغوي اړخه له یوې مادې څخه مشتق دي چې هغه (س ل م) دي، الله جل جلاله فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ) [البقرة:208] ژباړه: اې مؤمنانو! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام كې ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى.

د (السِّلْمِ) کلمې تفسیر په دې آیت کې د السلام (سولې) د جګړې په مقابل کې شوی دی، لکه څنګه چې له ظاهره یې معلومېږي، په دې سره دا آیت مسلمانانو ته بلنه ورکوي ترڅو په ټولیز ډول په سوله کې داخل شي، او له هغې نه مخ ونه ګرځوي چې کله ورته د سولې بلنه ورکړل شوه. همدا راز د (السِّلْمِ) کلمه په اسلام هم تفسیر شوې ده، یعنې د اسلام په ټولو شعبو (اړخونو) کې داخل شئ: په عقائدو کې، عباداتو، اخلاقیاتو، او ټولو قوانینو کې، چې په دې سره به په رښتینې سوله کې داخل شئ، له خپل نفس سره سوله، له کورنۍ سره سوله، له ټولنې او له ټولو خلکو سره به سوله ایز شئ.

سلام یې د اسلام هرکلی او ښه راغلاست ګرځولی ترڅو په ټولنه کې د سولې کلمه عامه شي: د ښوونې او روزنې له غورو بېلګو دلته داده چې: اسلام ټولو مسلمانونو ته د (السلام) کلمه محبوبوي، او د سلام کلمه په مختلفو بڼو لکه څنګه چې په اسلام کې ده په بل هېڅ دین او ایډیالوژي کې یې ساری نه لیدل کېږي.

(السلام) د الله تعالی له نومونو څخه یو نوم دی، چې په هغه سره مسلمان خپل رب ته دعاء کوي، الله تعالی د هغه په ذکر سره نږدې کېږي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي: (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا) [الأعراف:180]. ژباړه: د الله غوره نومونه دي، هغه په هماغه غوره نومونو سره وبلئ.

مسلمان قرآن کریم تلاوت کوي چې فرمايي: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ) [الحشر:23]. ژباړه: الله هغه ذات دى چې له هغه پرته كوم معبود برحق نشته، هغه باچا دى ډېر مُقدس، له ټولو عيبونو څخه سالم دی… او مسلمانان یوازینی امت دی چې په هغوی کې د عبدالسلام (الله بنده) نوم په پراخه پیمانه شتون لري.

او هغه جنت چې هر مؤمن او مسلمان هغه ته تللو تلوسه او شوق لري او په نه ستړي کېدونکي توګه عمل کوي ترڅو د جنت له اوسېدونکو ځینې شي، هغه هم الله تعالی د (دار السلام) یعنې د امن او سلامتیا ځای په نامه نومولی دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: (لَهُمْ دَارُ السَّلامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [الأنعام:127]. ژباړه: د هغوى له پاره د هغو له رب سره د سلامتيا كور دى او هغه د هغوی سرپرست او دوست دی د هغو سمو چارو له امله چې هغوى غوره كړېدي.

او په دې جنت کې به تر ټولو زیاته د سلام کلمه اورېدل کېږي او دا به په آخرت کې د مؤمنانو هرکلی او ښه راغلاست وي: (تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلامٌ) [الأحزاب:44]، ژباړه: په كومه ورځ چې هغوی له الله سره يوځای شي د هغوی هركلى به په سلام سره وي، (دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلامٌ) [يونس:10] ژباړه: هلته به د هغوى ويناوې داوي چې “پاك يې ته اى الله!”دهغوى دعاء به دا وي چې “سلامتيا دې وي”، (لا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْواً وَلا تَأْثِيماً * إِلَّا قِيلاً سَلاماً سَلاماً) [الواقعة:25،26] ژباړه: هلته به هغوى كومه بابېزه وينا يا د ګناه خبره وانه وري، هره خبره چې وي بې ازاره سمه صحيح سلام سلام به وي.

همدا راز په آخرت کې به هم د مسلمان د هرکلي توری همدا سلام وي، لکه څنګه چې په دنیا کې السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ده، او د سلام خپرول د اسلام له غوره او افضله خویونو ځینې ده، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي: “أفشوا السلام” [راوه احمد والترمذي] مسلمان هېڅکله د جګړې هیله او تمنا نه کوي او له الله تعالی نه عافیت غواړي:

کله چې مسلمان د لمانځه پرمهال په قاعده (تشهد) ته کیني نو پر خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم، خپل ځان او اسلامي امت سلام اچوي: “السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته. السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين”[رواه البخاري ومسلم]. پر تا دي اې پیغمبره سلام او د الله رحمت او برکات وي. پر مونږ او د الله تعالی پر صالحو بند ګانو دې سلام وي.

بیا له لمانځه نه هم ښي او چپ خواته په سلام اچولو سره خارجېږي، په دې اعلان سره چې هغه په لمانځه کې هم په سوله، امن او سلامتیا کې ؤ، او کله چې له لمانځه خارج شو، خلک او شا اوخوا چاپېریال ته هم د سلام اعلان کوي او هغوی سلام ته رابلي، نو مسلمان په عبادت کې هم په سلام کې وي او په معاملاتو کې هم په سلام کې وي.


مسلمان هېڅکله هم د جګړې تمنی او غوښتنه نه کوي او هغه په خپل ذات کې جګړه نه خوښوي، بلکې سلام او عافیت غواړي، خو کله چې د الله تعالی په لاره کې پرې جګړه فرض شي، نو په صبر، قوت او زړه ورتیا سره پکې ګډون کوي، او له الله تعالی له دوو پیرزوینو نه یوه غواړي: یا بری او یا هم د الله تعالی په لاره کې شهادت. مسلمان هېڅکله هم د جګړې تمنی او غوښتنه نه کوي او هغه په خپل ذات کې جګړه نه خوښوي، بلکې سلام او عافیت غواړي، خو کله چې د الله تعالی په لاره کې پرې جګړه فرض شي، نو په صبر، قوت او زړه ورتیا سره پکې ګډون کوي، او له الله تعالی له دوو پیرزوینو نه یوه غواړي: یا بری او یا هم د الله تعالی په لاره کې شهادت.

الله تعالی فرمايي: (كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئاً وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ) [البقرة:216]. ژباړه: تاسې باندې جګړه فرض شوې ده او هغه تاسې نه خوښوئ كېداى شي چې يو شى تاسې ته ناكاره وي او هماغه ستاسې له پاره ډېر غوره وي.

عبدالله بن ابی اوفی له رسول الله صلی الله علیه سلم نه روایت کې وي چې فرمايي: “لا تتمنوا لقاء العدو، وسلوا الله العافية، فإذا لقيتموه فاصبروا، واعلموا أن الجنة تحت ظلال السيوف”[رواه مسلم]. ژباړه: له دښمن سره د مخامخ کیدلو (جګړې) هیله مه کوئ، او له الله تعالی د عافیت غوښتنه کړئ، خو کله چې له دښمن سره (په جګړه کې) مخامخ شوئ، نو بیا صبر وکړئ، او پر دې وپوهېږئ چې جنت د تورو تر سیوري لاندې دی. قرآن کریم د احزاب یا خندق د غزوې په اړه چې په هغې کې د مشرکانو مختلفو ډلو پر رسول الله او مؤمنانو د هغوی د کور په منځ کې برید وکړ او ډلې ډلې را ټول شو او غوښتل یې چې په مادي او معنوي توګه مسلمانان ختم کړي، ترڅو له هغوی نه هېڅ اثر هم پاته نه شي، خو الله تعالی د خپل نبي د هغه له ملګرو صحابه وو نه غافل نه ؤ، او هغوی یې یوازې پرې نه ښودل، په داسې حال کې چې د بني قریظه یهود هم له برید کونکو سره ملګري شول او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې کړې معاهده په ډېرو سختو حالاتو کې ماته کړه. الله تعالی په دې اړه فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحاً وَجُنُوداً لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيراً * إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا * هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالاً شَدِيداً) [الأحزاب:9-11]. ژباړه: اى مومنانو! دالله هغه پيرزوينه در په زړه كړئ چې هغه پرتاسې كړې ده. كله چې لښكرو پرتاسې يرغل وكړنو مونږ پرهغو يو سخت طوفان ولېږه او داسې پوځونه مو ولېږل چې تاسې نه ليدل. الله هغه هرڅه لېدل چې تاسې په دې وخت كښې كول.* كله چې هغوى له پاسه او له لاندې پر تاسې يرغل وكړ. كله چې سترګې له وېرې ټېغې وختلې، زړونه خولې ته راغلل. او تاسې د الله په باب راز راز ګومانونه وكړل.* په هغه وخت كې مؤمنان ښه وازمايل شول او سخت ولړزول شول.

او مطلب دلته دا دی چې قرآن کریم ددې غزوې نه وروسته داسې وویل: (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْراً وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) [الأحزاب:25]. ژباړه: الله د كافرانو مخ واړوه، هغوی له كومې ګټې ترلاسه كولو پرته د خپلو زړونو له تاو سره همداسې بېرته ستانه شول، او د مؤمنانو لخوا هماغه الله د جنګېدو لپاره كافي شو، الله ډېر زورور او برلاسى دى. نو دې تعبیر کونکې کلمې ته ځیر شه: (وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ)، (او د مؤمنانو لخوا هماغه الله د جنګېدو لپاره كافي شو) الله جل جلاله دا خبره پر رسول الله او مؤمنانو د انعام، فضل او شکرانې په بڼه یادوي: برید بې له جګړې او وینې تویدنې پای ته ورسېد، او الله جل جلاله د مؤمنانو لپاره کافي شو. او دا یو غټ نعمت دی چې باید شکر یې پرځای شي، نو وروسته له دې ددې خبرې ګمان هم بې ځایه دی چې وايي دا دین د وینې تویولو او جګړې لیواله او ورته تږی دی.

قرآن کریم د حدیبیې سوله د روښانه فتحې (فَتْحاً مُبِيناً) په نامه یادوي: او د حدیبیې په غزا کې چې کله صحابه وو له رسول الله سره بیعت وکړ، چې تر مرګه به جګړه کو او نه به تسلیمېږو، او بیا الله تعالی وغوښتل چې مسلمانان له مشرکینو سره خبرې پیل کړي او پایله یې د حدیبیې مشهوره سوله (صلح حدیبیه) چې له مخې به یې لس کاله سره جګړه نه کوي، تورې به له تېکې نه را ایستل کېږي، او یو بل ته به زیان نه رسوي: دلته قرآن کریم دا سوله په روښانه او ښکاره بري سره تعبیروي (فَتْحاً مُبِيناً). او په دې اړه د قرآن کریم یو کامل سورت د (سورت الفتح) په نامه نازلېږي او پیل یې په دې کېږي چې: (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً) [الفتح:1]، ژباړه: اى پيغمبره! مونږ تاته ښكاره فتحه دركړه.

او یو صحابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کوي چې آیا دا فتح او بری دی؟ رسول الله ځواب ورکوي: “نعم هو فتح”[4]. هو! دا بری او فتح ده. دوی سره داسې ګمان وو چې فتح له جګړې پرته نه تر لاسه کېږي، ولې الله جل جلاله د حدیبیې سولې ته د فتحې بلکې د ښکاره فتحې (فتحا مبینا) نوم ورکړ، د هغې په واسطه یې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم احسان وکړ او د هغې په اړه یې یو سورت نازل کړ. الله جل جلاله په دې سورت کې پر مؤمنانو د احسان په بڼه فرمايي: (وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ) [الفتح:24]، ژباړه: (همغه ذات دى چې د مكې په ناو كې يې د هغو لاسونه له تاسې نه او ستاسې لاسونه يې له هغو نه منع كړل، وروسته له هغه چې پر هغو يې تاسې ته برى دركړى ؤ، او تاسې چې څه كول الله هغه ليدل).

په دې آیت کې الله جل جلاله یوازې دا د احسان په ډول نه یادوي چې د مشرکانو لاسونه یې له مسلمانانو لنډ کړل، بلکې دا هم پر مسلمانانو احسان ګڼي چې د دوی لاسونه یې له مشرکانو لنډ کړل او هغوی یې ونه وژل: (وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ)، (او د مكې په ناو كې يې ستاسې لاسونه له هغوی نه لنډ کړل.)، نو دا له سولې سره د اسلام د مینې یوه ښه بېلګه ده چې دواړه خواوې (مسلمانان او کافران) په بر کې نیسي.

خو که چېرې مسلمانان جګړې ته مجبور کړای شي او هغه پرې وتپل شي، نو هڅه دې وکړي چې د هغې بشري او مادي زیانونه کم کړي، له هغو خلکو نه پرته چې له دوی سره جګړه کوي، له بل چاسره ځان په جګړه کې ښکیل نه کړي: ښځه، ماشوم، شیخ فاني (بوډا)، د کلیسا او نورو عبادتځایونو مشران، سوداګر او دهقانان به نه وژني، یوازې به هغه خلک وژني چې له دوی سره جګړه کوي. همدا راز شنه بوټي او ونې به له منځه نه وړي، ودانۍ او تعمیرونه به نه ورانوي، په زمکه کې به فساد نه خپروي، او هېڅ هغه چاره به نه تر سره کوي چې د جګړې له ضروریاتو نه وي، او د جګړې د ضرورتونو هم خپل احکام دي چې د هغو په رڼا کې به ټاکل کېږي. قرآن کریم د ضرورویاتو تر سره کول په دې کې قید کړی دی چې په هغې کې له حد څخه تېری او فساد نه وي، لکه څنګه چې وروسته له حرام ګرځولو د مردارې، وینې، د خنزیر د غوښې او هغه چې له الله نه پرته د بل چا په نامه ذبح کېږي، الله جل جلاله فرمايي: (فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلا عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ) [البقرة:173]. ژباړه: (پس كه څوك د اړتيا په حالت كې وي او له دغو شيانو نه څه شى بې له دې چې د الهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېرى و نه کړي او یا له حده زیات ونه خوري (د ضرورت په اندازه چې له مرګه یې وژغوري)؛ نو پر هغه څه ګناه نه شته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى).

کله چې دښمن سولې ته ميلان ولري نو مسلمان هم باید سولې ته غاړه کېږدي: له دې ټولو خبرو سره قرآن کریم مسلمانانو ته امر کوي چې کله دښمن د سولې غوښتنه وکړي، باید دوی یې ومني، که څه هم تر منځ یې جګړې او وژنې شوې وي او یا جګړه روانه وي. الله جل جلاله فرمايي: (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ) [الأنفال:62،61]. ژباړه: (اى پيغمبره! كه دښمن د روغې جوړې خوا ته ميلان ولري نو ته هم د هغې لور ته را وګرځه او پر الله توكل وكړه، په يقيني ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهيدونكى دى * او كه هغوی ستا د تېرایستنې نيت ولري نو ستا لپاره الله كافي دى. هماغه ذات دى چې په خپله مرسته او د مؤمنانو په وسيله يې ستا ملاتړ وكړ.)

تر دې چې که ددې وېره هم چې دښمن به دوکه او چل وکړي، بیاهم باید د سوله غوښتنه په هېڅ توګه رد نه شي، او واجب دا ده چې لکه څنګه چې دښمن سولې ته مخ کړی، مسلمانان هم سولې ته غاړه کېږدي، ترڅو د شرایطو او شرعي ضوابطو له مخې سوله وشي.


تر دې چې که ددې وېره هم چې دښمن به دوکه او چل وکړي، بیاهم باید د سوله غوښتنه په هېڅ توګه رد نه شي، او واجب دا ده چې لکه څنګه چې دښمن سولې ته مخ کړی، مسلمانان هم سولې ته غاړه کېږدي، ترڅو د شرایطو او شرعي ضوابطو له مخې سوله وشي. خو په دې حالت کې به له کافر غاصب دښمن سره سوله نه کېږي چې د مسلمانانو زمکه یې د تورې پر زور لاندې کړې وي او غواړي چې د سولې په نامه له خپل حق څخه تېر شو (لکه هغه څه چې د فلسطین پر زمکه د اسرائیلي صهیونستانو له لوري د سولې په نامه تر سره کېږي) او بیا دې ته د سولې او روغې جوړې نوم ورکول کېږي، نو دا سولې ته د دښمن د راګرځیدلو او غاړه ایښودلو په معنی هېڅکله هم نه ده، نو د سولې لومړی شرط دا دی چې د دښمن له لوري سولې ته رښتینی میلان تر سترګو شي، او په خپلو کړنو او مواقفو کې دا خبره روښانه کړي.

او دا کار رسول الله صلی الله علیه وسلم عملي کړ، کله چې قریش د حدیبیې په ورځ سولې ته مایل شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ورته غاړه کېښوده، په داسې حال کې چې مسلمانان د کمزورتیا په حالت کې نه وو، او صحابه وو هم کمزورتیا او وروسته والی نه کاوه، تر دې چې پر مرګ یې له رسول الله سره بیعت کړی وو، ولې بیا هم سولې ته راضي شول، کله یې چې له دښمن نه د سولې لیوالتیا ولیدله، نو نتیجه مشهوره سوله شوه (والصلح خیر) او په سوله کې خیر دی او غوره ده. او له دې سولې وروسته اسلامي دعوت ته ډېر خیر په لاس ورغی، او د قریشو ډېر کسان الله په دین کې شامل شول، چې د هغو له ډلې خالد بن الولید او عمرو بن العاص او نور صحابه وو.

د حرب (جګړه) نوم بد ګڼل: له سولې سره د اسلام د مینې او له حرب نه کرکې له بېلګو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو دا حدیث دی چې فرمايي: “أحب الأسماء إلى الله: عبد الله وعبد الرحمن، وأصدق الأسماء: حارث وهمام، وأقبح الأسماء: حرب ومرة”[رواه النسائي والترمذي]. ژباړه: تر ټولو الله ته محبوب نمونه عبدالله او عبدالرحمن دي، او تر ټولو رښتیني نومونه حارث او هُمام دي، او تر ټولو قبیح او بد نومونه حرب (جګړه) او مُرة (ترخه) دي. تر دې چې د حرب ټکی له هغو مفرداتو ځنې دی چې اسلام د خلکو پر ژبو د هغه تکرارول نه خوښوي، د همدې لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا لفظ نه خوښوه، او تر ټولو بد نوم یې ګڼلی دی چې انسان پرې ونومول شي، او عربو به د جاهلیت پر مهال خپل زامن پر دې نامه (حرب) نومول، لکه: حرب بن امیة، د ابوسفیان بن حرب پلار او داسې نور.

امام مالک رحمه په موطأ کې له له یحیی بن سعید نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې شیدې لرونکې اوښې په اړه وفرمایل: چې دا به څوک ولوشي؟ یو کس اودرید، ویې ویل زه یې لوشم. رسول الله ورته وویل: نوم دې څه دی؟ هغه وویل: مُرة (تریخ یا ترخه). رسول الله وویل: کښینه. بیا یې وفرمایل: څوک به دا ولوشي؟ بل کس ودرید او ویې ویل: زه یې لوشم. رسول الله وفرمایل: نوم دې څه دی؟ هغه وویل: حرب (جنګ). رسول الله وفرمایل: کښینه. بیا رسول الله وفرمایل: څوک به دا ولوشي؟ سړی پاڅېده ویې ویل: زه یې لوشم. رسول الله ورته وویل: نوم دې څه دی؟ هغه وویل: یعیش (د ډېر عمر څښتن). رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: اوښه ولوشه.

همدا راز امام احمد رحمه الله په خپل مسند کې او امام بخاري په الادب المفرد کې له علي رضي الله عنه نه روایت کوي چې هغه وايي: کله چې حسن رضي الله عنه پیدا شو، نو ما پرې حرب نوم کېښود، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغي، نو ویې فرمایل: “أروني ابني ما سمَّيتموه؟”. زما زوی ماته را وښیئ، او څه نوم مو پرې ایښی دی؟ علی رضی الله عنه وايي: ما ورته وویل چې په حرب مو نومولی دی. رسول الله وویل: بلکې دا حسن دی. کله چې حسین پیدا شو، نو پر هغه مې حرب نوم کېښود. کله چې رسول الله راغی ویې ویل: زوی مې را وښیئ، او نوم مو څه پرې ایښی؟ ما وویل: حرب. رسول الله وویل: بلکې دا حسین دی. کله چې زما درېیم زوی پیدا شو، پر هغه مې حرب نوم کېښود، بیا رسول الله راغی او ویې ویل: زوی مې راښکاره کړئ او نوم یې څه دی؟ ما وویل: حرب. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بلکې دا محسن دی.

په یو بل روایت کې راغلي چې علي رضي الله عنه وايي چې زما خوښیدل چې کنیه مې ابو حرب وي.peace-in-quran-qaradawi

نو آیا داسې کار هغه څوک کولای شي او دا سې خبرې یې له خولې څخه را وتلی شي چې متعصب قلموال او لیکوال، مستشرقین او د نصرانیت ډنډوره چیان یې د وینو تږی او د جګړې مینه وال ګڼي او سره له دې چې په حقیقت پوهېږي خو بیا هم په الله او دهغه په رسول پسې درواغ تړي. د کال درېیمه برخه اجباري اوربند:

له سولې سره د اسلام لیوالتیا او مینه او له جګړې څخه کرکه له دې څخه هم څرګندېږي چې الله جل جلاله پر مسلمانانو په کال کې څلور میاشتې (دکال درېیمه برخه) اجباري اوربند فرض کړی دی، او هغه میاشتې په هجري (اسلامي) کال کې د حرامو میاشتو (الاشهر الحرم) په نامه یادېږي چې هغه: ذوالقعده، ذوالحجة، محرم او رجب میاشتې دي، درې پرلپسې میاشتې او یوه ځانګړې میاشت. الله جل جلاله په مائده سورت کې چې له وروستیو نازل شویو سورتونو ځینې دی، فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلا الشَّهْرَ الْحَرَامَ) [المائدة:2]. ژباړه: (اى مؤمنانو! د خداى پالنې د نښو نښانو بې حرمتي مه كوئ مه له حرامو مياشتو نه كومه يوه حلالوئ).

همدا راز فرمايي: (جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَاماً لِلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلائِدَ) [المائدة:97]. ژباړه: (الله د درناوي وړ ځاى كعبه د خلكو له پاره (د ټولنيز ژوندانه) د سمبالښت وسيله ګرځولې او حرامه مياشت، د قربانۍ څاروي او د غاړې پټۍ يې هم (په دې كار كې مرستندوى وګرځولې). آیا ددې سیاق حرامه میاشت هم د کعبې په څېر د خلکو د ټولنیز ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې، نو څه چې کعبې ته ثابتېږي، هغه د شهر الحرام ته هم ثابتېږي، کعبه په مکاني لحاظ او دا میاشت په زماني اړخ کې.

او الله تعالی فرمايي: (يَسْأَلونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ …) [البقرة:217]. ژباړه: (اې پیغمبره! خلك له تا څخه پوښتنه كوي چې په حرامه مياشت كې جنګېدل څنګه دي؟ ووایه: په دې كې جنګ كول ډېره لویه ګناه ده…)

نو په دې اقرار کوي چې په حرامه میاشت کې جګړه لویه ګناه او حرام کار دی، سره له دې چې مشرکانو داسې کارونه کړي چې د الله تعالی پر وړاندې له دې هم ستره ګناه ده.

خو که مسلمانانو باندې څوک په دې میاشت کې جګړه ایز تېری وکړي، بیا به د تېري د مخنیوي او تېري کونکو ته د سبق ورکولو په موخه جګړه کوي، ترڅو له دې مبارکې میاشتې نه په ګټې سره پر مسلمانانو د تېري جرأت ونه کړي. الله جل جلاله وايي: (الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ ) [البقرة:194]. ژباړه: (د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي؛ نو كه څوك پر تاسې تېرى وكړي، تاسې هم په هماغه ډول پر هغه تېرى وكړئ، البته له الله نه په وېره كې اوسئ).

څلور امامان او جمهور وايي چې په حرامو میاشتو کې د نه جګړې حکم منسوخ دی. او عطاء او ځینې نور وايي چې دا حکم منسوخ نه بلکې ثابت او پر ځای دی. او عطاء رحمه الله به پر الله قسم خوړلو چې په حرامو میاشتو کې جګړه حلاله نه ده او نه هم د هغې تحریم منسوخ شوی دی.

ابن القیم هغه ټول دلایل رد کړي دي چې وايي په حرامو میاشتو کې د جګړې د حرمت حکم منسوخ شوی دی، او وايي چې په دې اړه چې کوم دلایل راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې میاشت کې جګړه کړې ده، هغه دفاعي جګړې وې چې دښمنانو پر مسلمانانو تېری کړی ؤ. ابن قیم وايي: په دې کې هېڅ اختلاف نه شته چې کله دښمن پر مسلمانانو په حرامو میاشتو کې برید وکړي، جګړه جواز لري، ولې اختلاف په دې کې دی چې مسلمانان جګړه پیل کړي.

ابن القیم د سورت البقرې ۲۱۷ آیت، (يَسْأَلونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ …)، د سورت مائدې ۲ آیت، (لا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلا الشَّهْرَ الْحَرَامَ)، راوړي، بیا وايي: دا دواړه آیتونه مدني دي او د دواړو د نزول ترمنځ اته کاله فاصله ده. او د الله په کتاب او د رسول الله په سنت کې د دې د حکم ناسخ نه تر سترګو کېږي، او نه هم امت د دې پر منسوخ توب اجماع کړې ده. او هغه څوک چې په دې آیت چې فرمايي: (وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً) [التوبة:36] او داسې نورو عام حکمه آیاتونو باندې ددې حکم د نسخې لپاره استدلال کوي، نو دا د نسخ استدلال هېڅکله هم پر نسخې دلالت نه کوي، او څوک چې پر دې استدلال کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو عمار د یو سریې په مشرۍ اوطاس ته د ذوالقعدې په میاشت کې د جګړې لپاره ولېږه، نو دا بې دلیله استدلال دی، ځکه چې دا د هغې جګړې وروستۍ کړۍ وه چې مشرکانو پیل کړې وه، او له حرامې میاشتې وړاندې پیل شوې وه.