سور غر (اونيزه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سور غر اوونيزه

سور غر اوونيزه د افغانستان د کندهار ولايت نه خپرېږي.

سورغر د یوې ورځپاڼي په توګه په لومړي ځل په 2005 میلادي کال کي خپره شوه. دغه ورځپاڼه د پیل څخه په رنګه چاپ کي خپره شوه او په پښتو او انګلیسي ژبو یې سیاسي، کلتوري، علمي او مذهبي مطالب خپرول.

سورغر په 2010 ميلادي کال کي د ټوټیټر حساب هم پرانیست چې ددغې ورځپاڼي مهم خبري سرټکي یې په انګلیسي ژبه خپرول خو تر یو کال وروسته یې فعالیت ودرېد.

سورغر تر یوې مودې د یو لړ تخنیکي او مالي ستونزو له کبله خپروني ودرولې خو په 2016 میلادي کال کي د یوې اوونیزي په توګه راڅرګنده سوه.