سورټ مائده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی








































مقد م


مقدمــــــــــــــــــــــه 4 سورة المائدة 5 ژباړه : 6 تفسیر : 8 دسورة شان نزول 17 دسورة دنزول تاریخ 17 دعوای دسورة 18 دسورة فضیلت 19 دسورة ارتباط دمخکینی سورة سره 19 فقهی مسایل اونورمعلومات 20 هغه حیوانات چی په کتاب الله سره حرام کړل شویدی 38 هغه حیوانات چی په سنت نبوی سره حرام کړل شوی دی 39 مأخذونه 41







مقدمــــــــــــــــــــــه

لکه څنګه چی روښانه ده خوراک اوچښاک یو له هغو ضروریاتو دژوندانه څخه دی چی شپه اوو رځ هر انسان ورته مکمله اړتیا لری او هیڅ ژوندی موجود که انسانان وی او که حیوانات وی او یاهم نباتات وی بدون له خوراک اوڅښاک څخه ژوندانه ته ادامه نشی ورکولای او همدا ډول په اوسنی نړی کی دحلالو اوحرامو توپیر نه ترسره کیږی بالخصوص په غربی نړی کی نو په دی باندی او همداقسم پردی چی اسلامی نړی هم دهمدی مشکل سره مخامخ ده ومی غوښتل چی دسورة مائده په لو مړی رکوع باندی بحث وکړم کو م چی احکام یی اکثریت ذبایح ته شا مل دی نو په راتلونکو صفحو کی په ترتیب سره هغه چی په قرآن باندی حلال او هغه چی ورباندی حرام دی او هغه چی په حدیث باندی حلال او ورباندی حرام دی بیانیږی په لومړی قدم په ادبی ډول ترجمه دایاتونو او وروسته په تشریحی ډول تفسیر او په وروستی قدم کی مهم او ځانګړی مستفاده احکام له دغه ایتو نو څخه بیانیژی دهر څه نه مهم لکه څنګه چی دکابل پوهنتون دشرعیاتو دپوهنځی منو رو او محترمو استادانو دعلم او عرفان او دځوان نسل دتربیی او دهغه دعلم په پرمختګ کی هیڅ ډول کوښښ او تکلیف ندی سپمولی دځوانانو دمعلوماتو اودهغوی دعلم په لازیاتولو کی یی له راز راز څخه استفاده کړی ده په جریان دڅلو رو کلونو کی یی یو له دغه مهمو وسایلو څخه چی د(مونوګراف) یاهم یوه مخصوصه موضوع یوه محصل ته ورکول کیږی چی واقعا هم دمحصل دمعلو ماتو په زیاتولو کی او هم دپو هنځی لپاره یوه خزانه ده . دشرعیاتو دپوهنځی له ټولو استادانو څخه مننه او احترامات وړاندی کوم او بالخصوص دتعلیمات اسلامی او له خاص استاد محترم غلام محمد (محب) څخه ډیره زیاته مننه کو م چی ددغه موضوع په تهیه اوترتیب کی یی زما سره زیاته همکاری کړیده اوزه یی په دغه لاره کی رهنمایی کړی یم چی په حقیقت کی یی زما دمعلوماتو او دعلم درجه مخ په وړاندی بولی ده

  په درناوی                 	    نورالرحمن   امیری      
     

سورة المائدة اعوذبالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحيم 1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ 2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 3. حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ 4. يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّهُ فَكُلُواْ مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُواْ اسْمَ اللّهِ عَلَيْهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 5. الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلاَ مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ o

ژباړه :

• شروع کوم د الله جل جلاله په نامه چی ډیر مهربانه اوزیات رحم لرونکی دی. ای مؤمنانو:دعهدونو اوبندیزونو پوره مراعات وکړی دستاسی لپاره دڅارویو ټول ډولونه حلال وګرځول شول پرته له هغه چی وروسته به ستاسی ته وښودل شی خو داحرام په حالت کی ښکار کول خپل ځان ته مه رواه کوی بی شکه الله جل جلا له چی څه غواړی دهغه حکم کو ی. • ای هغه کسانو چی ستاسی ایمان راوړی دی دخدای جل جلا له پالنی دنښونښانو بی حرمتی مه کوی او مه له حرامو میاشتو څخه کومه یوه حلاله ګرځوی اومه دقربانی څارویو خپل لاسونه اوږدوی او مه هغه څارویو ته لاس وروړی چی دهغه په غواړه کی خدای جل جلاله دنذرانی په توګه پټی اچول شوی وی اومه هغه خلک ځوروی چی دخپل رب دفضل اودهغه دخوشحالی په لټه کی دکعبی دمحترم کور په لور ی حرکت کوی هو کله چی داحرام حالت لری شو نو وروسته ستاسی ښکار کولای شی او باعث دی نشی دهغه قوم دښمنی چی ستاسی یی منعه کوی له مسجد حرام څخه په دی باندی چی دوی زیاتی وکړی نو پرهغی ستاسی غوسه دی ستاسی دومره تاوجن نکړی چی ستاسی هم دهغوی په خلاف په نارواه تیریو باندی لاس پوری کړی اوهغه عمل سرته ورسوی ،نه !هغه کارونه چی دنیکی او خدای پالنی دی په هغه کارونو کی دټولو مسلمانانو سره مرسته وکړی اوهغه کارونه چی ګناه اوظلم دی په هغوکی دهیچا ملاتړی اومرسته مه کوی له الله جل جلاله نه وویریږی دالله جل جلاله عذاب ډیر سخت دی . • پرستاسی باندی حرام کړل شوی ده مرداره ، وینه ،دخوګ غوښه اوهغه څاروی چی له خدای جل جلاله څخه پرته دبل کوم چا په نوم باندی ذبح کړل شوی وی هغه چی په ستونی زندی شوی وی په زخمی کیدو باندی او یاله لوړه ځایه په راغورځیدو سره مړه شوی وی اویا بل څاروی هغه په ښکر باندی وهلی وی او مړوی یاهغه کوم ځناور څیری کړی وی پرته له هغه چی ستاسی هغه حیوان ژوندی موندلی وی اوذبحه کړی مووی همدارنګه داهم ستاسی لپاره نارواه ده چی ذبح کړل شوی وی په غیشو باندی داټول کارونه فسق دی نن ورځ کافران ټول ستاسی له دین لخوا پوره نا امیده شوی دی نو ستاسی له هغوی څخه مه ویریژی بلکه له ماڅخه وویریږی نن ورځ ما ستاسی دین دستاسی لپاره بشپړکړی دی اوخپل نعمتونه می په ستاسی باندی پوره کړی دی او دستاسی لپاره می اسلام ددین په توګه منظور کړی دی له دی کبله چی دحرامو احلالو کو م بندیزونه چی په ستاسی باندی لګول شوی دی دهغه مراعات وکړی البته هغه څوک چی له لوږی څخه څه وخوری بدون له دی چی دګناه خواته یی میلان وی نو بی شکه چی الله تعالی جل جلاله په خپلو بندګانو باندی بښونکی او رحم لرونکی دی . • خلک له تا څخه پوښتنه کوی ای پیغمبر صلی الله علیه وسلم چی دوی ته څه شی حلال کړل شوی دی ته ورته ووایه چی دستا سو لپاره ټول پاک شیان حلا ل کړل شوی دی او کو م ښکاری ځناور چی هغه ستاسی تربیه اوآموخته کړی وی هغوی ته مو دخدای جل جلا له ددرکړی علم په اساس باندی تعلیم ورکړی وی هغه ځناور چی کوم شی ستاسی لپاره ونیسی دهغه خوراک هم ستاسی لپاره حلال دی البته پرهغه دالله تعالی جل جلاله نوم واخلی او دالله جل جلاله دقانون دماتولونه وویریژی دالله جل جلاله په حساب اخستنه کی څه وروسته والی نه رادرومی . • نن ستاسی لپاره ټول پاک شیان حلال کړل شوی دی داهل کتاب خواړه دستاسی لپاره حلال کړل شوی دی اودستاسی خواړه دهغوی لپاره حلا ل کړل شوی دی او پاک لمنی ښځی دستاسی لپاره حلالی دی که هغوی دمومنانو له جملی څخه وی اویا له هغوی قومونو څخه چی هغوی ته ستاسی څخه مخکی کتاب ورکړل شوی وو خو په دی شرط سره چی ستاسی دهغوی مهر ورکړی په نکاح کی دهغوی ساتونکی ووسی نه داچی په ازادی شهوت رانی لاس پوری کړی یا په پټه په غلا سره یارانی وکړی اوچاچی دایمان په تګ لاره انکار وکړی دهغه دژوند ټول کړه او وړه با بی ځه شول اوهغوی به په اخرت کی تش زیانمن اوسیژي . تفسیر : • عقود: هغه ټول احکام دی چی دایمان په تقاضا سره په قران اوسنتو کی لازم کړل شوی دی عموما او په باره دتحلیل اوتحریم کی خصوصا او هرکله چی داسورت نازل شوی دی په وخت دی فتح دمکی کی او دمشرکانو رسوم شرکیه دحلال اوحرام په هغه وخت کی رایج وو نو اول الله جل جلاله ردوکړ په شرک فعلی (شرک فی التحلیل والتحریم )باندی او فرق په منځ دعقودو اوعهودو کی دادی چی عقود خاص دی تر ایمان لرونکو پوری اوهرچی عهود دی هغه عام دی هرهغه څوک چی اسمانی کتاب یی منلی وی هغه که کتابی کافر وی اوکه مومن وی (بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ) بهیمه دبهم څخه اخستل شوی ده هغه څه ته ویل کیژی چی ژبه ولری لکن خبری ورباندی نشی کولای او انعام دنعم څخه اخستل شوی دی او څیرودونکی مال ته ویل کیږی او په حقیقت کی ددواړو مصداق یو دی یعنی څاروی دچارپایه (أُحِلَّتْ) دمطلق تحلیل لپاره استعمالیږی لکن په دغه ځای کی مراد تری رد دی دمشرکانو په تحریم لغیر الله جل جلاله باندی چی هغوی بحیره اوسایبه اوغیره په ځان باندی حرام ګڼل همدا رنګه په معالم التنزیل کی یی ویلی دی (مُحِلِّي الصَّيْدِ) که چیری لفظ دبهیمة الانعام شامل وی صیدته نو استثنا متصله ده اوکه چیر شامله نه نوی نو په دی صورت کی استثنا منقطعه ده (إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ) داعلت دی دمخکنی تحریم اوتحلیل په اجمالی طریقی سره او په دی کی رد دی په معتزله وو باندی ځکه هغوی وایی چی په الله تعالی جل جلاله باندی په احکام شرعیه وو کی مصلحت دبنده ګانو واجب دی خو داخبره په حقیقت کی غلطه ده . • الله تعالی جل جلاله په دی ایت کی حکم ذکر کوی دهغه څیزونو چی دحرم کعبی سره یی تعلق وی هغه که مکان وی اوکه زمان وی څاروی وی او که انسانان وی ( چی دهغه تعبیر په نذور الهیه وو سره کیدای شی ) او په دی کی دری منهیات اودری مآمورات دی او دا دعقدونو دویم عقد دی (لاَ تُحِلُّواْ)احلال دحرمت خلاف کولو ته ویل کیږی او حرمت په دوه قسمه دی . لومړی قسم منهیات دی نو په هغه کی احلا ل دارتکاب دمنهی عنه دی او دوهم قسم یی حرمت په معنی د احترام اوعزت سر ه دی نو په کی احلال په معنی دبی حرمتی او بی عزتی کولو دی لکن په دی صورت کی دوهمه معنی مطلوبه ده (شَعَآئِرَ اللّهِ)شعایر دشعیرة جمعه ده هرهغه څیز چی په هغه سره بل څیز معلومیږی یعنی خاص علامی اونښی ته ویل کیږی وروسته د هر دین اومسلک لپاره خاص خاص علامات دی چی په هغه سره هغه دین او دهغه دین واله خلک پری معلو میږی لکه دهندوانو ددین نښه مندر یعنی درمسال اوزنار په غاړه کول دی او دانګریزانو نښه صلیب ساتل او داسی نوری دی نو دارنګه داسلام ددین لپاره خاص خاص علامات موجود دی لکه مساجد،مناسک دحج ،صفا، مروة،منا،مزدلفه ، عرفات،قران کریم او نورعبادات شرعیه چی داټول سبب دتقرب دالله تعالی جل جلاله دی او مسلمانان په دی سره معلومیږی نو ددی شعایرو دالله تعالی جل جلاله بی حرمتی کول حرام دی (الْقَلآئِدَ)دا تخصیص دی وروسته له تعمیم څخه یعنی هدی اوقلاید هغه څاروی دی چی شا طرف ته یی څه علامات اویزان کړل شوی وی اوحرم ته یی وړی یایی هلته لیږی نو دهغه بی حرمتی کول هم حرام دی (وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ) یعنی څوک چی دعمری اوحج قصد کوی نودهغه منعه کول او دهغه بی حرمتی کول حرام دی اوپه دی مسله کی دوه قوله دعلما وو دی اول داچی دالفظ مشرکانو ته هم شامل دی نو بیا په هغه کی نسخ یعنی تخصیص کړل شوی دی په سبب دایة سره (فلا یقربوا المسجدالحرام )سره دوهم قول دادی چی مراد له دی څخه صرف مومنان دی په دی دلیل سره (وَرِضْوَانًا) خاص دی تر مومنانو پوری او همدغه دوهم قول غوره هم دی (اصْطَادُواْ)دا امر لپاره داباحت دی (وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ) دا تعلق لری تر (آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ)پوری او عطف دی په(لاَ تُحِلُّواْ)باندی مقصد دادی چی په واقعه دحدیبیی کی مشرکانو مومنانو لره دمسجد الحرام نه منع کول وکړل نو دهغوی په زړونوکی ډیر بغض اودښمنی پیدا شوه نو هرکله چی په اتم کال دهجرت باندی مکه مکرمه فتح شوه او ډیرو مشرکانو ایمان راوړ نو هغوی عمری اوحج له راتلل نو شاید چی دمومنانو په زړو نو کی داخیال راغلی وی چی هرکله دوی مونږ دمسجد الحرام نه منع کوی نو الله تعالی جل جلاله مومنانو لره ددی اراده کولو نه په دی قول (وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ)سره منع کړل ددوو وجوهو نه اوله وجهه داوه چی ددوی ایمان دراوړلو سره ټول ګناهونه معاف شو ل نو دهغوی بغض او دښمنی کول هم حرام شول . (لاَ يَجْرِمَنَّكُمْ) داجرام نه اخستل شوی دی یعنی په کسب کولو دجرم باندی اماده کول ،شنان ،سخت بغض ته ویل کیږی (وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ) اثم دالله تعالی داوامرو ترک کولو ته ویل کیږی او عدوان ارتکاب دمنهیاتودی یا اثم هغه ګناهونه چی تعلق دحقوق الله سره اوعدوان هغه ګناهونه چی تعلق لری تر حقوق العباد پوری . • پدی ایت کی تفصیل دمحرماتوالهیودی په ذکرددولسومحرماتوسره چی په هغه کی مااهل اوماذبح علی النصب کی نذردغیرالله مراددی جی هغه عمل دشرک دی اودارنګه داتفصیل د(مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ) چی په اول ایت کی ذکر دی (وَالْمُنْخَنِقَةُ) دا اوددی څلورنورڅیزونه تخصیص ورسته له تعمیم څخه دی دلفظ دمیتة څخه اولفظ دمیتة عام دی (هرهغه څاروی چی نه وی ذبح کړل شوی په ذبح شرعی سره یا حرام دی شرعا اګرچی ذبح شی په ذبح شرعی سره لکه سپی اوغیره ) دا اودا پنځه هغه څاروی دی چی شرعا حلال دی لکن ذبح یی په ذبح شرعی سره نده ترسره شوی نومرداردی. (وَالْمُنْخَنِقَةُ)عام لفظ دی که څوک قصداْ زندی کړی اویا که چیری په خپل طبعی حالت سره زندی کړل شی دامرداره ده په دواړوحالتونوکی (وَالْمَوْقُوذَةُ ) هغه څاروی ته ویل کیږی چی وهل شوی وی په لرګی باندی، اویا په بل داسی څیزباندی او ورسته له وهلو څخه مړه شوی وی اوپه دی کی داخل دی هغه حیوانات چی دغشی په پلنوسره لګیدلی وی یعنی دغشی په تیر ه طرف نه، بلکی په اوږده طرف سره ولګی داهم مرداره ده اودا په حدیث صحیح کی راغلی دی . • اوشربینی ویلی دی چی هغه ښکارچی په بندقه سره ولګی هغه هم په دی جمله حیوانا توکی داخل دی یعنی مرداردی ( بندقه دټوپک ګولۍ ته ویل کیږی ) څکه چی دهغه دروندوالی له وجهی څخه حیوان قتل کیږی اود تیروالی له وجهی څخه یی نه قتل کوی (وَالْمُتَرَدِّيَةُ) هغه حیوان ته ویل کیږی چی دلوړ ځای څخه ښکته ځای ته راوغور ځیږی دغره یاد قمرڅخه ځمکی ته یا له ځمکی څخه کوم کوهی ته وغورځیږی اول هلته پکی مړشی (وَالنَّطِيحَةُ) هغه حیوان دی چی د بل حیوان په ښکرسره ولګیږی اومړ شی اګر که دهغه له ستونی څخه وینه هم وبهیږی مرداره ده (وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ) سپی ، شرمخ ، ګیدړه ، پړانګ ، زمری ، وغیره په دی تر ی مرا دد ی هغه کی یو څاروی وخوری اګرکه که یی په ستونی زخمی کړی اول هغه نه وینه جاری کړل شی اومړه شی نو هغه هم مرداره ده (إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ) دلته استثنی متصله ده دالمنخنقة اومتردیة او النطیحةاونورمابعد څخه ځکه چی هغه عام دی چی ورسته له دی غو عوارضو څخه په هغوی کی روح باقی وی اوکه نه وی نو که چیرته روح پکی با قی پا تی وی او ذبح کړی شی په طریقه شرعی سره نو په دی صورت کی به دهغه ذبح حلاله وی اویا خو استثنا منقطعه ده دا خطیب شربینی لیکلی دی خوبعضی علما‌ و دااستثنا خاص کړی ده ترما اکل سبع پوری لکن تخصیص ته پکی حاجت نشته دی (وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ) به تری خاص کړی دی اودوی ویلی دی چی هغه په ذبح سره حلال ګرځی لکن په حقیقت کی دغه قول حقیقت نلری او دا یو باطل قول دی (وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ) دانوعه خاص ده له (وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ) نه ځکه چی مااهل مذبوح اوغیر مذبوح دواړوته شامل دی او دا په مذبو ح پوری خاص دی دانوعه دنصوب سره خاص دی او ما اهل لغیر الله ټولو غیرالله ته شامل دی برابره خبره د ه که هغه نصوب وی اوکه هغه بوتان وی اوکه غیره نورشیان وی اوکه قبرونه پوهه شی چی هغه اصنام هغه بوتان دی چی دهغه شکل جوړ کړل شوی وی لیکن دهغه عبادت کیږی او نصوب هغه څیزونه دی چی دهغه شکل نه وی جوړکړل شوی لیکن دهغه عبادت کیږی او په هغه باندی نذرانی اوشکرانی اچول کیږی اوپه هغی باندی ذبح کیږی (وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ)استقسام قسمت معلومول یاهم برخه معلومولو ته ویل کیږی ،او ازلام جمع دزلم ده هغه غشی چی دهغه وزر اوتیره څوکه نوی صرف لرګی وی . • ابن جریر ویلی دي چې دا غشی دری یا اووه وو. د هبل بت په خوا کې د کعبې په منځ کې براته وو، چا به چې خپل قسمت معلومولو، د مثال په توګه، چې سفر وکړم یایی ونه کړم کنه؟ نو د هبل مجاور ته به ولاړ او هغه ته به یې سل درهمه او یوه اوښه په نذرانه کې وروړاندې کړل. بیا هغه مجاور د ده لپاره غشي راوایستل، په هغه غشی باندې به مختلفی لیکل شوې جملې موجودې وې، او هغه به دشخص خپل یقینی قسمت ګڼلو، او ویل به یی چې داد هبل شهید پریکړه ده. (ذَلِكُمْ فِسْقٌ)دا اشاره د هغه ماقبل د ټولو یادو شوو محرماتو ته ده یانې استحلال دی د حرامو وتل دی د اطاعت د الله تعالی نه یانې کفر او شرک دی(الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ) په دی ایت کریمه کی مراد د الیوم څخه هغه زمانه حاضره د نزول ددی محرماتو سره سره له د راتلونکو زمانو نه. قرطبی او سراج المنیر. (مِن دِينِكُمْ) په تفسیر کی امام قرطبی ویلی دی چې کافرانو ناامیده شول د رجوع د ستاسو له دین څخه(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) په دی ایت کریمه کی د الیوم څخه ورځ د جمعې ده. چې هغه ورځ د عرفی ده، په مقام عرفات کې وروسته د ماسپښین او مازدیګر له لمنځونو څخه او همدارنګه د سعید بن جبیر څخه روایت دی چې پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم وروسته د نزول ددغه جملو څخه یو اتیا ورځې ژوندی و. وروسته له یو اتیا ورځو څخه هغه وفات شو. اوداکمال دمعنی څخه دامطلب ندی چی له دی څخه وروسته وحی نوره بنده شوه بلکه مراداومطلب ترینه دادی چی تردی پوری فرایض اواحکام تشریعیه اوحلال اوحرام بیان شول اوله دی څخه وروسته فرایض حلال حرام حدودندی نازیل شوی اونوره وحی نازلیدله سوال :اکمال خوپدی خبره باندی دلالت کوی چی تراوسه پوری دین ناقص وو ایاپیغمبراکرم صلی الله علیه وسلم اوصحابوکراموپه ناقص دین باندی عمل کولو اوهمدارنګه له دغی ورځی څخه وړاندی یی چی کوم صحابه کرام وفات شوی دی أیا دهغه دین ناقص وو ؟ جواب :دپیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک دین هره ورځ پوره اوبشپړدی په بشپړتوب سره ترخاص وخت پوری لکن انتظاردنسخ یازیادت پکی موجود وو اوپه دغه ورځ باندی مطلقه بشپړتوب راغی یعنی بشپړاوکامل دی دقیامت ترورځی پوری نه به منسوخ کیږی اونه به پکی داحکامواوغیره څیزونوزیادت پکی راځی (وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي) ددی ایت کریمه په تفسیرکی خازن ویلی دی چی دغه اکمال ددین سبب دی داتمام دنعمت ته ځکه ددین کامل (اسلام) نه زیات بل نعمت نشته دی اوابن قیم رحمة الله ویلی دی چه په منځ د اکمال اواتمام کی فرق موجوددی اوهغه فرق دادې چی اکمال په اصولوکی استعمالیږی اواتمام په فروعواوصیفاتوکی استعمالیږی (وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)په الاسلام کی الف لام عهدی دی یعنی هغه چی هغه کامل اوپوره اوتام دی(فِي مَخْمَصَةٍ) دغه اکراه ته شامل دی په سورة ا لبقره ایت (۱۷۳) کی ځکه چی ددغه سورتونونزول مخکی دغلبی داسلام څخه وو اوپه هغه حالت کی داکراه حالت پیش اووړاندی راتلل اوپه دی سوره کې صرف مخمصه ذکرکړی ده ځکه چی دغه سوره داسلام دغلبی څخه وروسته نازل شوی دی اوپه دغه حالت کی صرف دلوږی ویره وه • هرکله چی په تیرشوی ایتونوکی محرمات ذکرشول نویوضروری سوال پیداکیږی چی ددی په مقابل کی کوم شیان حلال دی اوخصوصا سوال پیداکیداپه باره دښکارکولوکی نوپه دی ایت کریمه کی اولدی څخه وروسته ایت کی تفصیل دحلالودی (الطَّيِّبَاتُ) ددی جملی په تفسیرکی سمعانی ویلی دی چی مرادپه دی سره هغه دی چی چه عرب یی ښه او غوره ګڼی او هغه ته خوند اولذت ورکوی اودهغه په حرمت باندی به کتاب الله او سنت نبوی کی څه نه وی راغلی (وَمَا عَلَّمْتُم) دا عطف دی په (الطَّيِّبَاتُ)باندی په حذف د مضاف سره او یا دایو مستقل کلام دی چی په واقعیت کی مبتدا ده او(فَكُلُواْ)ورته خبر واقع شوی دی اوددی دحلالوالی لپاره پنځه شروط موجود دی جوارح، تکلیب، تعلیم، امساک او ذکر د اسم دالله تعالی جل جلاله .

(الْجَوَارِحِ) جمعه د جارحه ده او جرحه په معنی د کسب سره ده لکه په سورة الانعام (۶۰ ) آیت کی او مرادددی نه سپی، پړانګ، باز، شاهین او هغه ټَول څیزونه دی چه تعلیم قبلوی اوهر کله چه جرحه زخم ته هم ویل شوی ده نو امام ابوحنیفه رحمة الله زخم د ښکار هم شرط کړی دی.

(مُكَلِّبِينَ) تکلیب لیږل او تیزی ورکول په ښکار باندی لدی څخه معلومه شوه چه کوم سپی مثلا بغیر د لیږلو دمالک نه څه ښکار ونیسی او هغه مړ شی هغه ښکار حلال ندی . (عَلَّمَكُمُ اللّهُ) هغه شرطونه چه په قرآن اوسنتو کی ښودل شوی دی چه ښکار په ارسال دمالک پسی ځی او چه مالک یی بیرته راوغواړی راګرځی او دښکار څخه کومه حصه نه خوری . (فَكُلُواْ مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ) امساک دادی چه دښکار نه هیڅ حصه د ځان لپاره ونه خوری او اهل علم داشرط وکړی چه دا کار دری کرته وکړی نو مُعَلَّم به شی. • داهم تفصیل دحلالودی هغه حلال چی تعلق لری دکتابیانو اودمسلمانانو سره (وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ)ددغه ایت کریمه په ترجمه کی ابن کثیرویلی دی چی دمسلمانانوپدی سره اجماع ده چی مرادله طعام نه ذبایح دی اویا عام دی چی ذبایح پکی داخل دی پدی شرط چی نوم دغیرالله یی ورباندی نوی ذکرکړی اودلته له طعام څخه ذبایح مراددی ځکه چی ماسو دمذبوح څخه نورخواراکونه ډوډی میوی وغیره دی خو دغیرکتابی کافرانوهم جایزه ده اونقلې دلیل پری دا دی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم دخیبرپه ورځ باندی دکتابیانودعوت قبول کړی ووچی هغه دوزی غوښه وواودوی ورته پکی زهراچولی وو اوتخصیص دذبحی دیهودیانو دحل پدی وجه سره دی چی ددوی په دین کی ذبح په نوم دغیرالله سره حرامه ده اودی هم په خپلومذبوحوباندی دالله تعا لی نوم ذکرکوی (والمحصنات من المومنات)مرادله دی څخه پاک لمنی دی برابره خبره ده که هغه حره اوازاده وی اوکه وینزه وی ځکه حلال والی دوینزوپه سوره النسا۳۵ ایت کریمه کی ذکرشوی دی اوداجمله تمهید ده لپا ره دوروستنیوجملو. (والمحصنات من الذین اوتوالکتاب)په دی ایت کریمه کی دمحصناتوپه باره کی علماوو دوه قولونه ذکرکړی دی اول داچی په معنی دپاک دلمنوسره دی برابره خبره ده که هغه حره وی که وینزه وی که کتابیه وی که حربیه وی که ذمیه وی اوهمدغه قول دامام ابوحنیفه رحمة الله. اودوهم داچی په معنی دحرایرو(ازادو) دی نونکاح دوینروکتابیه جایزه نده اوداقول دامام الشافعی رحمة الله دی له اوتواالکتاب څخه مرادیهوداونصاری دی سره لدی چی دوی نه شرک اونه کفرکوی ځکه چی مومنان اوموحدان په مخکنی لفظ(المومنات) کی داخل دی اوداقول دټولواهل السنت والجماعت دی. سوال:دابن عمررضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چی نکاح دکتابیانومشرکانوسره جایزه نده جواب:منعه دهغه په کراهیت باندی حمل ده لکه چی دعمررضی الله تعالی عنه څخه هم کراهیت نقل شوی دی (ومن یکفربالایمان ) داجواب دسوال دی هرکله چی نکاح دکتابی مشرکی سره جایزه کړی شوه نومعلومیږی چی دهغوی دین هم صحیح دی ؟ جواب داسی ورته شوی چی دهغه په دین کی کفرګډ دی دایمان سره نوهغه دین باطل دی (بالایمان) څخه مرادمومن به دی یعنی توحید،رسالت،بعث بعدالموت وغیره اوکفرپه معنی دجحود اوانکارسره دی.


دسورة شأن نزول

له حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله تعا لی عنهما څخه روایت دی چی مشرکانوبه دبیت الله شریفی حج کولو اوهغلته بی قربانی کولی اودهغه شعائروبه یی احترام کولو اوهغه بی محترم بلل اوهلته بی خپل اوښان ذبح کول نوپدی وخت کی مسلمانانو پدوی بانی دجنګ کولواراده وکړه چی په دوی باندی حمله اویاجنګ وکړی وروسته الله تعالی دغه ایت کریمه رانازل کړ(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ)

دسورة دنزول تاریخ

دغه سورت المائده سورت مدنی دی چه نا زل شوی دی ورو سته له هجرت څخه اګر که په مکه کی نازل شویدی وروسته دحدیبیی له را ګرځیدو څخه او دا خبره ثابته ده چه په صحیحینو(بخا ری او مسلم)کی چه روایت یی حضرت عمر رضی الله عنه څخه دی چه داقول دالله جل جلاله تعا لی(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)د بیګا په و خت کی په عرفه کی نا زل شو چه روځ دجمعی وه او کال دحجت الوداع وو او روایت شوی دی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ده مباراک سورت المائده په حجة الوداع کی ولوست او وویل چه ای خلکو سورت الما ئده اخری سورت دی چه نازل شو ستاسی دهغی سورت حلال حلال حساب کړی اوحرام حرام حساب کړی اوروایت کړی احمد او ترمزی له حضرت عبدالله ابن عمرڅخه چه اخرینی سورتونه چه نازل شویدی هغه سورت المائده او سورت الفتح دی. ب:هلته دشرابو دتحریم لپا ره دتمهید بیان شوی وو چه عبا رت دی (ولا تقربو الصلاة وانتم سکاری) او په دی سورت کی دشرابوقطعی حکم نازل شویدی. ج:هلته داهل کتاب(یهودو اونصاراوو)اوبالاخره دمنافقینو اومشرکا نو بیان ؤ اوپدی سورت کی هم همدغه موضوعګانی تعقیب شویدی خو دنصارا ؤ بیا‌ن لږ څه اوږد دی (د):ذکر شوی دواړه سورتونه دفرعی (عملی) احکامو په بیان باندی مشتمل دی لکه څنګه چه البقره او العمران په عقیدوی احکامو مشتمل ؤ دسورة احکام

دعوای دسوره داده چی په دغه ځای کی امرکړل شوی دی دعقدونو په وفاسره عموما اوپه باره دتحلیل اوتحریم کی خصوصا سره دردکولو په هغه کسانوباندی چی هغوی پخپلوعقدونوباندی وفانده کړی چی هغه یهوداونصاری دی اوهمدانګه رددی په اقسامو دشرک یعنی شرک فی التصرف ،شرک فی العلم ،شرک فی العباد ه شرک فی التحلیل والتحریم اودمعرفت الهیه لپاره یی شپاړس اسمأالحسنی ذکرکړی دی اوهمدارنګه روایت کړی دی امام احمد اوامام ترمذی اونسایی اوحاکم له بی بی عایشی رضی الله څخه چی دی وویل چی دغه سورت اخری سورت دی چی هغه رانازل شوی دی هغه څه چی ستاسی پکی پیداکړل هغه حلال وبولو اوهغه څه چی ستاسی دحرامونه پکی پیدکړل هغه حرام وبولو.


دسورة فضیلت

دحضرت عبدالله ابن عمربن العاص څخه رواېت شوې دې چې هغه وېلې دې چې پیغمبر صلې الله علېه وسلم چې هغه مبارک په خپله اوښه باندې سپورؤپه هغه باندۍ سورت المائده نازل شونودهغه مبارک اوښه ترډېرفشارلاندې راغله وروسته پیغمبرصلې الله علیه وسلم دخبلې اوښې څخه ښکته شواوپه خپلومبارکوپښوباندې روان شو. دسورة ارتباط دمخکینی سورة سره

سورة مائده اوسورة النسا دواړه یواوله بل سره کلک ارتباط لری چی دهغه دجملی څخه یی په لاندی ډول بیانیږی الف:هلته ټولو عقدونو ته اشاره شوی وؤچی ځنی صراحتا بیان شوی ؤلکه نکاح ،مهر،عقدموالاة اوداسی نور اوپه لومړیوټولوعقدونوباندی دغه ایت کریمه مشتمل ؤ(ان الله یأمرکم ان تؤدوالامانات الی اهلها)اودلته دټولوعقدونودپوره کولو په فرضیت باندی حکم کړل شوی دی .

فقهی مسایل اونورمعلومات

ددی سورة داول ایت اواوله جمله یوه داسی جمله ده چی ددی په تفسیرکی په زرګونی صفحی لیکل شوی دی چی الله تعالی فرمایلی دی (یاایهاالذین امنوا اوفوا با العقود)

یعنی ای مومنانوخپلی وعدی پوره کړی پدی ځای کی یی اول په (یاایهاالذین امنوا)سره خطاب وکړو ددغه مضمون داهمیت طرف ته یی توجه راوګرځوله چی په دی کی کوم حکم دی داعین دایمان غوښتنه اوتقاضاده اولدی څخه وروسته یی فرمایلی دی (اوفواباالعقود)عقوددعقدجمع ده چی دهغه لفظی معنی تړل دی اوهمدارنګه چی کومه معاهده ددوډلویاددووقومونوترمینځ وتړل شی هغه ته هم عقدویل کیږی . داکثره مفسیرینولکه ابن جریرجصاص په دی باندی اجماع ده چی کله عهدیاعقدوویل شی په داسی یوه معامله باندی یی اطلاق کیږی په هغه څه باندی چی ددوفرقواویادوډلوترمینځ په اینده زمانه کی دیوکارکولواویاپریښودلوپابندی په یوبل باندی اچولی وی چی دهغه نوم زمونږپه عرف کی معاهده دی له همدې کبله ددجملې نتیجه داشوه چې دېواوبل سره دمعاهدوپوره کول ضرورې اولازمې وبولې. اوس دې ته کتل دې چې ددۍ معاهدو څخه څنګه معاهدې مراددې پدې کې دعلماؤنظرېات مختلف ښکارېږې چاوېلې دې چې ددې څخه مرادهغه معاهدې دې کومې چې الله تعالې دخپلوبنده ګانونه داېمان اوفرمانبردارې متعلق اخیستې دې ېاهغه معاهدې کومې چې الله تعالې جل جلاله دخپلونازلوکړېواحکامودحلالواوحرامومتعلق دخپلوبنده ګانونه اخیستې دې ېاهغه معاهدې کومې چې الله تعالې جل جلاله دخپلونازلوکړېواحکامودحلالواوحرامومتعلق دخپلوبنده ګانونه اخیستې دې چې دانقل دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله څخه دې اوځینې علمافرماېې چې دمعاهدونه دلته هغه معاهدې مراددې کومې چې خلق ېوله بل سره په خپل منځ کې کوې دمثال په ډول دنکاح معاهده داخستلواوخرڅولومعاهدې وغیره چې داقول دابن زېداوزېدبن اسلم دې اوڅېنې علماواېې چې دجاهلیت په وخت کې دېواوبل دامدادلپاره اخیستې شوې دې داقول دمجاهد،ربیع،قتاده وغیره مفسرېن دې.لیکن غوره قول دادې چې پدې کې هیڅ اختلاف اوتضادنشته بلکې داټول قسم معاهدې به لفظ دعقودوکې داخلې دې اودټولوپوره کولودپاره قرانکرېم ښودنه کړېده. له همدې کبله امام راغب اصفهانې واېې چې دمعاهدوچې څومره قسمونه دې ټول په دې لفظ کې داخل دې اووروسته فرماېې چې دمعاهدوابتداېې درې قسمونه دې: اول:هغه معاهده ده چې هغه دانسان دخپل خداې سره ده مثلاداېمان اوطاعت عهد. دوهم:هغه معاهده ده چې ېوانسان ېې دخپل نفس سره کوې لکه دڅه شې نذرپه خپل ځان باندې منل. درېم:هغه معاهده ده چې دېوانسان دبل انسان سره ده او په دی دریم قسم کی هغه ټو لی معاهدی داخلی دی کو می چه ددوو سړیو یا دوو ډلو یا دووحکومتونو په منځ کی له دی څخه وروسته دایت کریمه په دوهمه جمله کی ددی عا می قاعدی دخاصو جوزونو ذکر یی فر ما یلی دی (أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ) دلته دبهیمی لفظ ته په کی اشاره شوی بهیمه هغه ځناورته ویل کیږی چه هغه عادتا بی عقله وی. امام شعرانی وایی چی بهیمة ته په دی وجه نه وایی چی ددوی عقل نشته لکه دی عامه خلکو چی داخیال دی بلکه حقیقت دادی چی دعقل اوادراک نه یو ځای نه بلکه کاڼی بوټی هم خالی ندی البته ددرجو فرق ضرور شته په دی څیزونوکی دومره عقل نشته لکه چی څومره په انسان کی دی نو په دی وجهه یی انسان داحکامو مکلف کړی دی اوځناوران یی ندی مکلف کړی همدا وجهه ده چی هرشی دالله تعالی جل جلاله تسبیح وایی (وان من شٸ الا یسبح بحمده ) نو هرکله چی عقل ونه لری نو خپل خالق اومالک به یی څنګه پیژندلو او څنګه به یی دهغه تسبیح کوله . او انعام د نعم جمعه ده هغه حیوانات ته ویل کیږی چی هغه ساتل کیږی لکه اوښ غوا میښه وزه اوغیره چی دهغه اته نوعی په سورت انعام کی ذکر شوی دی نو ځکه دوی ته انعام ویل کیژی او بهیمه عامه ده خو انعام یو خاص لفظ دی خو دی ایت کریمه مطلب دادی چی دکورونو دحیواناتو څخه اته قسمه حیوانات دستاسی لپاره حلا ل کړل شوی دی دعقو دو په لفظ کی ستاسی ولوستل چی ټولی معاهدی پکی داخلی دی او په دی جملو کی ددغه خاصو معاهدو بیان شوی دی چی الله تعالی جل جلاله ستاسی لپاره اوښ غوا ميښه وغیره حلا ل کړی دی چی هغه ستاسی دشریعت دحکم اوقاعدی سره سم ذبح شی اووروسته وخوړل شی دالله تعالی جل جلاله دی حکم لره په دی حدونوکی دننه ساتی او پاوبندی یی کوی خو دبت پرستانو اومجوسیانو په رقم مطلق دری ځناور ذبح حرامه ګڼی چی دالله جل جلاله په دی حکمت باندی اعتراْض اودهغه نعمتونو ناشکری کوی اونه دنور فریقو په شان دهغه ذبح یی قیده شی چی هرقسم ځناورحلال بولی بلکه الله تعالی جل جلاله ددرکړل شوی قانون لاندی کوم ځناورچی هغه کوم حلال کړیدی هغه خوری اوکوم یی چی حرام کړی دی له هغه څخه ځان وساتی ځکه چی الله جل جلاله خالق دټولو کایناتودی هغه دهر ځناور په حقیقت اوخواصو او په انسان دهغه دنه پیداکیدونکو ښه خبردی هغه پاک څیزونه دانسانانو لپاره حلال کړی دی چی دهغه په خوړلوسره دهغه جسمانی صحت یا روحانی اخلاقو باندی بد اثر نه پریوزی اودګنده اوناپاکه ځناورو څخه یی منعه کړیده هغه چی دانسان دصحت لپاره هلا کونکی وی په همدی وجه له دی عام حکم دیو څو څیزونو استثنا راغلی ده . 1. (إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ)یعنی بغیر دهغه ځناورو نه چی حرمت یی په قران کریم کی بیان شوی لکه مردار ځناور خنزیر اوغیره . 2. (غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ) :په دی سره یی وفرمایل چی مطلب ورنه دادی چی چارپایه حیوان دستاسی لپاره پاک دی اوهمدارنګه دځنګل هم حلال دی مګر کله چی ستاسو دحج اویا عمری احرام تړلی وی نو په دی وخت ښکارکول حرام دی له دی څخه ځان وساتی دایت کریمه په اخر کی داسی ارشاد کړی دی (إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ) یعنی الله تعالی چی څه غواړی دهغه حکم کو دهیچا لپاره داحق نشته چی دهغه په وړاند ی بهانی جوړی کړی په دی کی شاید دغه حکمت ته اشاره وی چی دانسان لپاره دځنی ځناورو دذبح کولو اوخوړلو اجازت دهغه په حق کی څه ظلم ندی کو م مالک چی داټول روحونه جوړکړی دی هغه په پوره حکمت سره داقانون هم جوړکړی دی چی ادنی یی داعلی لپاره خوراک جوړکړی دی دځمکی خاوره دونو خوراک ده او ونی دځناورو خوراک دی اوځناور دانسانانو خوراک دی او له انسان څخه هیڅ اعلی مخلوق په دی دنیا کی نشته نو په همدی وجهه باندی انسان دچا خوراک نشی جوړی دی . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ):پدې لفظ كې د شعائر چې ترجمه په نښو سره شوېده جمع د شعيره ده چې د هغه معنى نښه ده په همدې وجه شعائر او شعيره هغه نښې ته ويل كیږي چې د يو شي علامه (نښه) وي شعاېرالله هغه عملونو او كارونو ته ويل كېږي چې په عرف كې د مسلمانیدو نښه ګڼل كیږي او محسوس او ښكاره وي لكه لمونځ، اذان ،حج، ختنه او مطابق د سنتو ږيره پرېښودل او همداسې نور...د شعائر الله تفسير په دې ايت كې په مختلفو طريقو سره نقل شويدى ليكن غوره خبره دا ده چې په بحر محيط او روح المعاني كې د حضرت حسن بصري او حضرت عطاء نه نقل ده او امام جصاص دېته د ټولو قولونو جامع قول ويلى دى او هغه دا دى چې د شعائرالله نه مطلب ټول شريعتونه او د دين مقرر شوي واجبات،فرايض او د دوى حدود دي په دې ايت كې د لا تحلوا شعائرالله د ارشاد هم دا مطلب دى چې د الله تعالي جل جلاله د شعائرو بې حرمتي كوي او د الله تعالي جل جلاله د شعائرو بې حرمتي خو يو داده چې له مخكې يو د ا احكام پرېښودل شي دويمه داد ه چې په دې باندې عمل كوي ليكن نيمګړى عمل پرې كوي دريمه دا چې د مقررو شويو حدودو څخه تجاوز وكړي او په لا تحلوا شعائرالله كې د دغه درى واړو صورتونو نه منعه راغلې ده . دا هدايت دقرانكريم په بل عنوان سره داسې ارشاد فرمايلى دى : (ومن يعظم شعائرالله فانها من تقوي القلوب): يعنې كوم سړى چې د الله تعالي جل جلاله د محرماتو تعظيم كوي نو دا د زړونو د تقوى يو اثر دى د ايت په دوهمه جمله كې د شعائرالله يو خاص قسم يعنې د حج د شعائرو څخه تفصيلات بيان شويدي. الله تعالي جل جلاله فرمايې : (وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا): يعنې په مياشت د حرمت كې په قتل قتال سره د دې بې حرمتي مه كوئ د حرمت مياشتو مجموعه څلور دي چې په دې كې شرعا جنګ كول حرام دي ذي القعده ، ذي الحجه، محرم او رجب وروسته دا حكم د جمهورو علماوو په نزد باندې منسوخ شو همدارنګه د مكې په حرم كې د قربانیدونكي څارويو او خاص هغه چې د هغه په غاړه كې د قربانى پټې اچول شوې وي د دوى بې حرمتي مه كوئ د دې څارويو د بې حرمتۍ يو صورت دا دى چې حرم ته د رسیدو نه منعه كړل شي دويم صورت يې دا دى چې د دوى نه علاوه د قربانۍ څخه بل كار د سورلۍ يا د پيو واخيستل شي دې ايت دا ټول صورتونه ناجايز وښودل او بيا فرمايي:( وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا): يعنې د هغه خلكو بې حرمتي مه كوئ چې د حج لپاره د مسجد حرام قصد وكړي او د دې سفر نه د دوى قصد دا وي چې د خپل خداى جل جلاله فضل او دهغه رضا وي د دې خلكو د بې حرمتۍ كولو مطلب دا دى چې په دې سفر كې د دوى لپاره كوم تكليف ونه رسول شي په ذكر شوي آيت كې د دې معاهدې دا جز هم بيانېږي چې د هر انسان او رب العلمين په منځ كې ده د دې يو څو جزونو بيانول د لته غواړم اول مطلب د شعائرالله د تعظيم او د دوى د بې حرمتۍ نه د ځان ساتلو ښودنه ده او په خاص ډول سره د دغه شعائرالله څه خاص تفصيلات دي چې تعلق يې د حج سره دى په دوى كې د حج په قصد سره د راتلونكو مسافرو او د دوى سره د راتلونكو قرباني د څارويو سره د څه قسم معامله كولو نه منعه او د دوى د بې حرمتۍ كولو ته د ځان ساتنې لارښوونه شوېده. له دې څخه وروسته د معاهدې په دويم جز كې داسې فرمـــــــــــــــــــايي: (وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ): يعنې كوم قوم چې د حديبيې په واقعه كې تاسو د عمرې نه او مكې ته د داخلېدو نه منعه كړي وى او ستاسې د ډېر سخت غم اوغصې سره ناكامه بیرته راغلي او اوس كله چې ستاسې ته قوت او قدرت دركړل شويدى نو داسې نده پكار چې د تیرې واقعې د غم او غصې او بغض بدل داسې واخيستل شي چې ستاسې دوى د بيت الله او مسجدالحرام د داخلیدو څخه منعه كړي ځكه چې د ظلم دى او اسلام د ظلم بدل په ظلم سره اخيستل نه غواړي بلكه د طلم په بدل كې انصاف كول غواړي دوى د خپل قوت او قدرت په وخت كې مسلمانانو سره د مسجد حرام د داخلیدو نه او د عمرې كولو نه په ظلم سره منعه كړي و نو د هغې جواب دا نه دى چې اوس مسلمانان د خپل اقتدار په وخت كې دوى د حج د كارونو څخه منع كړي . په يو بل تفسير كې داسې راغلي چې په شعائرالله كې خطاب دى لپاره د مومنانو چې ثابت دي يعنې تاسې تجاوز مه كړى د حدودالله په هیڅ امورو كې ابن عباس او مجاهد وايې چې صفا ،مروه، هدي او بدنه دغه ټول په شعائرو كې داخل دي او همداسې يو شاعر په خپل شعر كې داسې وايې : نقتلهم جيلا فجيلا تراهم شعائر قربان بها يتقرب مشركانو به حج او عمره كوله نو مسلمانانو اراده وكړه چې دغه حالت ته تغير وركړي وروسته الله تعالي جل جلاله دغه آيت رانازل كړ : (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّه).عطاء بن ابي رباح وايې چې مراد د شعائرالله څخه ټول هغه څيزونه دي چې

الله جل جلاله  امر پرې كړى وي او يا يې نهې ترې كړې وي امام حسن صاحب وايې چې مراد دين د الله جل جلاله دى. 

د سورت مائدې په دريم آيت كې ټول اصول او فروع بيان شوي دي چې لومړۍ مسئله د حلالو او حرامو حيواناتو ده د كومو حيواناتو غوښه چې د انسان لپاره مضره ده په هيجاني طور سره يا په روحاني طور سره چې په هغه سره د انسان د اخلاقو او زړه د خرابیدو وېره وي هغه قرآن بد بللي او د هغه حرمت يې بيان كړيدى او په كومو حيواناتو كې چې څه جسماني او روحاني ضرر نشته هغه يې پاك بللي دي البته په دې ايت كې فرمايي چې په تاسې باندې حرام شوي دي ټول ځناور د مردار نه مراد هغه ځناور دي چې بغير د ذبحې نه د څه بیمارۍ په سبب يا په خپل طبعي مرګ باندې مړه شوې وي البته په حديث شريف كې پيغمبر صلی الله علیه وسلم دوه څيزونه له دې څخه مستثنى كړي ده يو ماهى او دوهم ملخ دي دا حديث ابن ماجه دار قطني بيهقي وغيره روايت كړي دى . دوهم شى يې چې په دې آيت كې حرام كړيدي هغه وينه ده چې د دې وينې څخه مراد بهیدونكې وينه ده په دې وجه جيګر او تورى له دې حكم څخه مستثنى دي په ذكر شوي حديث كې چې كوم ځاى ماهى اوملخ د مردارې څخه مستثنى كړيدي هلته جګر او تورى هم د وينې څخه مستثنى كړيدي . دريم قسم هغه غوښه د خنزير ده د غوښې نه مراد د ده ټول بدن دى چې په هغه وازده او نور شيان ټول داخل دي. څلورم هغه څاروي دي چې د غيرالله د نوم لپاره مقرر كړل شوي وي بيا كه د ذبحې په وخت كې په ده هم د غيرالله نوم واخيستل شي نو دا ښكاره شرك دى او دا ځناورپه اتفاق سره د مردارو په حكم كې دى . پنځم : منخنقه ده يعني هغه حيوان مراد دى چې د مرۍ د زندي كیدو په وجه مړ شي او يا په خپله په څه شي كې ونښلي او په ساه بندۍ سره مړ شي اګر چې منخنقه او موقوذه دواړه په مرداره كې داخل دي ليكن په جاهليت كې به يې دا حلال بلل نو ځكه يې د دې ذكر جدا وكړ. شپږم : موقوذه يعنې هغه حيوان دى چې د وهلو په وجه باندې مړ شي لكه په لكڼه يا په تيږه وويشتل شي او كوم حيوان چې د غشي په څوكه مړ نشي هغه هم په دې كې داخل دى حضرت عدي بن حاتم پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته عرض وكړ چې زه ځينې وقت په غشي باندې ښكار كوم نو كه ښكار له دې څخه مړ شي آيا زه هغه وخورم ؟ پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل چې كه چیرته دغه حيوان د غشي په پلنو سره ولګیږي او مړ شي هغه په موقوذه كې داخل دى او كه په تیرو سره ولګیږي او زخم كړى يې وي نو هغه خوړى شې چې همدغه روايت جصاص په احكام القرآن كې ذكر كړيدى او شرط په كې دا دى چې په وخت د ويشتلو كې به بسم الله ووايې كوم ښكار چې د ټوپك په ګولۍ ولګیږي او مړشي دغه هم فقهاوو د موقوذه په حكم كې داخل كړى دى او حرام دى امام جصاص د حضرت عبدالله ابن عمررضی الله څخه نقل كړي دي چې هغه به فرمايل: المقتولة بالبندقة تلك الموقوذة: هغه حيوان چې د ټوپك پواسطه ولګي او مړ شي دا هم موقوذه ده او حرامه ده امام ابوحنيفه،امام شافعي ، امام مالك وغيره ټول په دې خبره باندې متفق دي (قرطبي). اووم: مترديه يعنې هغه حيوان چې د غره يا لوړ ځاٰى څخه ولوېږي او يا په كوهي كې ولوېږي او مړشي دغه هم حرامه ده له عبدالله ابن مسعود څخه روايت دى چې كه يو ښكار په غره باندې ولاړ وو او تا په غشي بسم الله وويله او هغه دې وويشت او هغه د غشي د لګېدوڅخه وروسته راوغورځید او هغه مړ شو هغه مه خورئ ځكه چې په دې مهال كې د دې احتمال شته دى چې د غشي په وجه مړه وي او كه د لوېدلو په وجه باندې مړ شوى وي نو په مترديه كې داخل دى همدا شان كه په يو مارغه يې وار وكړ هغه په اوبو كې ولوېد نو د هغه د خوراك څخه يې هم منعه كړېده (جصاص) حضرت عدي ابن حاتم دا مضمون د پيغمبر نه هم روايت كړى دى. آتم : نطيحه هغه حيوان دى چې د ښكر په وهلو سره مړ شوى وي دا هم حرامه ده . نهم: هغه حيوان دى چې بل حيوان يې مړ كړي د دغه نهو قسمونو د حراموالي بيانولو ته پس د يوې استثنا‌‌ء څخه اشاره شوې ‌ده چې وايې الا ما ذكيتم : يعنې كه په دې ځناورو كې تاسو يو ژوندى پيدا كړ او ذبحه مو كړ نو هغه حلال دى او خوړل يې روا دي دا استثناء د اولو څلورو قسمونو پورې تعلق نلري ځكه چې په مرداره او وينه كې د دې امكان نشته او خنزير او مااهل لغيرالله په خپل ذات كې حرام دي ذبحه كول يې او نه ذبحه كول يې په دې وجه حضرت علي ، ابن عباس، حسن بصري، قتاده رضی الله عنهم وغيره سلفو صالحينو په دې باندې اتفاق كړى چې دا د استثنا د اولو څلورو نه پس يعنې منخنقه او د دې نه وروسته سره تعلق لري نو په دې وجه د دې مطلب دا شو چې په دې ټولو صورتونو كې كه حيوان ژوندى پيدا شي او په دې حالت كې د الله تعالى جل جلاله په نوم ذبحه شي نو هغه حلال دى كه هغه منخنقه وي يا موقوذه يا مترديه او يا نطيحه يا كوم بل حيوان څيرې كړى وي په دغو كې هر يو د ژوندي كیدو نښې پكې وي هغه حلال دى . لسم: هغه ځناور حرام دي چې په النصب باندې ذبحه شوي وي نصب هغه تيږې دي كومې چې د كعبې شاوخوا كې به درېدلې وې او دهغه عبادت به يې كولو او حيوانات به يې راوستل او د هغه په خوا كې به يې د دوى لپاره قرباني كول او دا به يې يو عبادت بللو د جاهليت خلكو د دې ټولو قسمونو ځناورو د خوړلو عادت وو كوم چې په داخل دي قرآنكريم دا ټول حرام كړل. يوولسم شى چې په دې آيت كې حرام شويدي هغه استقسام بالازلام دى ازلام جمعه د زلم ده زلم: هغه غشي ته ويل كیږي كوم چې په جاهليت كې عربو د دې كار لپاره مقرر كړي وو چې قسمت ازمايي به يې په دې كوله او دا اووه غشي وو چې په يو يې نعم په بل يې لا او همدغه شان نور الفاظ ليكلي وو . اوداغشی به دبیت الله دخادم سره وو کله به چی یوه سړی خپل قسمت معلومولویاد آینده لپاره به یی دیوکارګټه اوتاوان معلومولو دکعبی خادم ته به ورغلو اوهغه به یی سل روپی دنذرانی په شکل ورکړی اویویو غشی به یی دترکش نه راویوست که لفظ د (نعم)به پری راووتلو نو ویل به یی چی داکار فایده من دی اوکه (لا)به راووتلو نو ویل به یی چی دار کول پکار ندی دحرامو ځناورو په سلسله کی ددی دذکر کولو وجه داده چی دعربو داهم یو عادت وو چی څوکسان به شریک شول څه اوښ وغیره به یی ذبح کړل خو دغوښی تقسیم به یی دشراکت مطابق نه کولو بلکه پدغه غشو باندی به یی تقسیم کولو چی څوک به پکی محروم شول او چاته به ډیره زیاته اوچاته به دخپل حق نه کمه ورسیده پدی وجه دځناورو دحراموالی سره یی ددی کار حرام والی بیان کړو (الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ) داایت دهجرت په لسم کال په حجه الوداع کی په پیغمبر صلی ا لله علیه وسلم باندی نازل شوپداسی وخت کی چی مکه المکرمه اوتقریبا ټول عرب فتح شوی وو په ټوله جزیره العرب باندی اسلامی قانون نافذ وو پدی وجه یی وفرمایل چی داوس نه وړاندی کفارو کومی منصوبی جوړولی چی دمسلمانانو جماعت زموږ په مقابل کی هم کم دی اوکمزوری دی داټول ختم شول اوس په دوی کی نه هغه حوصله پاتی اونه پکی دغه طاقت پاتی دی نو مسلمانان دی ددوی دطرف نه مطمین شی دخپل رب په اطاعت او عبادت کی دشروع وکړی . (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)ددی ایت کریمه شان نزول خاص شان دادی دعرفی ورځ ده په ټولوورځو کی غوره اوسرداره ورځ ده اواتفاقا داورځ دجمعی په ورځ راغلی وه چی ددی فضیلتونه معلوم دی مقام میدان عرفات جبل رحمت ته نژدی چی دعرفی په ورځ دالله تعالی جل جلاله دطرف نه درحمت خاص مقام دی وخت یی دمازدیګرنه پس دی چی په عامه ورځوکی یی هم مبارک وخت دی اوخاص دجمعی په ورځ چی ددوعا دقبلیدو ساعت دډیرو راویانو مطابق پدی وخت کی راغلی او دعرفی په ورځ نورهم زیات په خصوصیت سره دجبل رحمت لاندی په خپله اوښه (عضبا)سوردی اودحج په ستر رکن یعنی وقوف عرفات کی مشغول دی دصحابه و کرامو بیان دی وایی چی په پیغمبرصلی الله علیه وسلم باندی دغه ایت نازل شو نو دعادت سره سم دومره دروند والی پری راغی چی اوښه په ځمکه کیناسته اودی مبارک تری ښکته شو حضرت عبدالله بن عباس وایی چی داایت تقریبا دقرانکریم اخری ایت دی لدی څخه وروسته یو ایت هم داحکامو په باره کی ندی نازل شوی فقط دترغیب اوترهیب دیوڅوایتونو نزول ښودل شوی دی اووروسته لدی ایت څخه پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دونیا کی(۸۱) ورځی نورژوندی وو ځکه چی په سنه هجری په نهمه دذوالحجه دغه ایت نازل شو اوپه سنه هجری دولسم دربیع الاول نبی کریم صلی الله علیه وسم وفات شو. (يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ)په ژوندی آلی سره ښکارکول داحنافو علماوو علیهم الرحمة په نزد باندی په لاندی شرطونوسره حلال دی اول شرط: باید ښکار کوونکی حیوان تعلیم یافته وی لکه چی په ایت کریمه کی دعلمتم ټکی ورباندی دلالت کوی سپی اودهغه امثال په هغه وخت کی تعلیم یافته بلل کیږی چی ښکار ونیسی او خپل خاوند ته یی وساتی نوکوم سپی چی دغه عمل(دښکارساتنه)تر دری ځله پوری تکرار کړی هغه سپی تعلیم یافته بلل کیږی اوښکار کول ورباندی رواه دی اوهمدارنګه باز یابښه اویا نورمرغان هغه وخت تعلیم یافته بلل کیږی چی دخپل خاوند(تعلیم ورکوونکی)په وربللو سره ورستنیږی اوپه ورپاللو سره ورځغلی یعنی تابع دده دامر وی اماخپل خاوند ته دښکار ساتنه پکی شرط نده . دوهم شرط : باید چی ښکار کوونکی حیوان زخمی کوونکی وی چی ښکار کړل شوی په غاښونو داړو نوکونو باندی بایدزخمی کړی ځکه چی الله تعلی په (من الجوارح) لفظ سره تعبیر کړیدی او جوارح خو جمعه دجارحه ده چی دهغی معنی زخمی کول دی له همدی قبیلی څخه د (جروح)كلمه هم راغلی ده ځکه الله جل جلاله پخپل مقدس کتاب کی فرمایلی والجروح قصاص یعنی ټول زخمونه برابر دی . دریم شرط : دریم شرط دادی چی ښکار کوونکی یا اموخته سپی یا بل حیوان په قصدی توګه په ښکار پسی ورخوشی کړی که بالفرض پخپله ورپسی وروځغلی او هغه ښکار مړکړی دهغه خوړل رواه ندی ځکه چی الله تعالی جل جلاله پدی ځای کی کلمه دمکلبین ذکرکړیده چی هغه دتکلیب څخه اخستل شوی ده تکلیب دتسلیط‎ معنی ورکوی ځکه چی دعلم لغت کتابونه وایی چی المکتبة المسلمة علي صيد یعنی مکلبه هغه حیواناتوته وایی چی هغه په ښکار باندی مسئلت کړل شوی وی برابره خبره ده چی هغه اموخته سپی وی اوکه پړانګ وی او یا نور ښکار کوونکی حیوانات وی لکه باز بښه اوداسی نور څلورم شرط : باید ښکار کوونکی دورخوشی کولوپه وخت د تکبیرکلمه پری ووایی چی هغه عبارت ده له بسم الله ،الله اکبر څخه چی ته به یی وایی چی ښکاری حیوان په حقیقت کی یوه چاړه ده او ښکارکوونکی یی دښکار په مری راکش کوی اوداځکه چی الله د وذکرو اسم الله علیه جمله نازله کړی ده یعنی دلیږلو په وخت باید دالله جل جلاله نوم پری وریاد کړی دامام ابوحنیفه رحمة الله علیه په نزدیو بل پنځم شرط هم شته چی هغه عبارت دی چی داښکاری حیوان ښکار کوونکی باید زخمی هم کړی چی ددی شرط طرف ته په لفظ د (جوارح) کښی اشاره موجوده ده اوداحکم دهغه ځناورو حیواناتولپاره دی چی هغه پخپله قبضه اواختیارکی نوی او که یو وحشی حیوان یی پخپل واک کی راوستلی وی نو دی بیا بغیر دباقاعدی ذبحی څخه نه حلالیږی دایت کریمه په اخر کی دا هدایت هم کړیدی چی ښکار خودځناورو په ذریعه الله تعلی حلال کړیدی مګر په ښکار پسی تلل لمونځ اویا نور شرعی احکام پریښودل رواندی. (الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ) یعنی نن ستاسی لپاره حلال کړل شوی ټول پاک څیزونه دنن نه مراد هغه ورځ ده په کومه چی داایت اوددی نه مخکی ایتونه نازل شویوی یعنی مطلب یی دحجه الوداع او عرفی ورځ ده چی لکه څنګه ستاسی دپاره ستاسی دین مکمل کړی شو اودالله نعمت په تاسی پوره شو دغه شان دالله جل جلاله پاکیزه څیزونه چی دمخکی نه هم تاسی ته حلال وو دهمیشه لپاره حلال شول اوددی دمنسوخ کیدو احتمال ختم شو ځکه چی دوحی سلسله په ختمیدو باندی ده په دی جمله کی دطیباتو دحلالیدو بیان دی او په یوبل ایت کی داسی ارشاد دی : (یحل لهم الطیب ویحرم علیهم الخبائث) : یعنی حلالیږی ددوی دپاره طیبات او حراموی په دوی باندی خبائث پدی کښی دطیباتو په مقابل کی خبائث ذکرکړل اوددواړو لفظونو حقیقت یی ښکاره کړ .طیبات په لغت کی پاک صاف اوخوندورواشیاووته ویل کیږی اوخبائث ددی په مقابل کی ګنده اوناپاک څیزوته ویل کیږی نوپدی وجهه دا آیت دی جملی دا وښود چی څومره څیزونه پاک صفا فایده مند اوپاکیزه دی هغه دانسان لپاره حلال شواوکوم چه ګند ه اوناپاک دی هغه حرام کړل شول وجهه یی داده چی دانسان دنورو ځناوروپه شان ندی چی دده دژوند مقصد په دنیا کی خوړل ، څښل ، ویده کیدل وی ده لره الله تعالی جل جلاله دکایناتومخدوم جوړکړیدی دیوخاص مقصد لپاره اودغه لوی مقصد دپا کیزه اخلاقونه بغیرنه حاصلیږی پدی وجه بداخلاقه انسان په حقیقت کی دانسان ویلو قابل ندی نوځکه قران کریم دداسی خلکو په باره کی فرمایلی (بل هم اضل )نو هرکله چی دانسان دانسانیت مدار داخلاقو په اصطلاح باندی دی نو ضروری ده چی څومره څیزونه دانسان اخلاق ګنده او خراب کوونکی دی ددی څخه دانسان پرهیزکول پکار او ضروری دی نو هر کله چی دماحول څیزونه دانسان په اخلاقوباندی اثر اچوی نوکوم شی چی دده دبدن جزجوړیږی دهغه نه به دده اخلاق څومره متأثره کیږی پدی وجه دخوراک څښاک په ټولو څیزونو کی ددی احتیاط لازمی شو دغلا ،سود ،رشوت، وغیره هغه په لازمی طوردانسانیت نه لری او شیطا نت ته نیږدی وی پدی وجه دقران کریم ارشاد دی (یا یها الرسول کلوا من الطیبت واعملوا صالحا ) په حلال خوراک دنیک عمل کولو حکم ورکړل شوی دی ځکه چی دحلال خوراک نه بغیر نیک عمل نشی تصور کیدای او په خاص ډول سره دانسان غوښه چی دانسان اهم جر جوړیږی په دی کی احتیاط دټولو نه زیات ضرور دی چی څه داسی غوښی دده په خوراک کی داخله نشی چی دده اخلاق خراب کړی همدغه شان هغه غوښه چی په جسمانی طور سره دانسان دپاره مضره وی چی دبیماری او هلاکت جرایم څومره ځیزونوته چی شریعت خبایث ویلی د ی هغه په یقینی طورسره دانسان جسم یا روح یا دواړو لره خراب کوونکی او دانسان روح یا اخلاقو لره تباه کوونکی دی پدی وجه یی داحرام کړل ددی په مقابل کی په طیباتو سره دانسان دجسم او روح تربیت او دښو اخلاقو پرورش کیږی دایی حلال کړل غرض دادی چی دقران کریم جملی (احل لکم الطیبت)دحلالو اوحرامو فلسفه هم وښودله او ددی اصل یی هم وښود لکه څنګه چی دحضرت نوح علیه والسلام دزمانی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم تر مبارکی زمانی پوری هر پیغبر دمردار ځناورو او خنزیرو وغیره دحرامولو پخپل خپل وخت علان وفرمایلی دی ددی نه معلومه شوه چی دا خنزیرونه داسی خبائث دی چی دهری زمانی سلیم الطبع حضراتو دوی لره مضر ګنده ګڼلی دی حضرت شاه ولی الله په حجة الله البالغة کی فرمایلی دی څومره ځناور چی شریعت اسلامی حرام کړی دی په دی ټولو باندی چی غور وکړای شی نو نتیجه یی ددواصولو لاندی راځی اول داچی یو ځناور دخپل او طبیعت په اعتبارسره خبیث و ی دهم داچی دده ذبح په غلته طریقه سره شوی وی چی نتیجه به یی داوی چی د به دذبح په ځای مردار شی دسوره المایده په دریم ایت کی نهه څیزونه حرام ښودل شویدی چی خنزیر دهغه په اول قسم کی داخل دی باقی اته قسمونه په دوهم کی ( ویحرم علیهم خبائث )وفرمایل په اجمالی طور سره دټولو خبیثو ځناورو دحرام والی حکم ورکړ اوددی په تفصیل کی څومره څیزونه قرانکریم په وضاحت سره بیان کړیدی لکه کوم خنزیر دم مسفوح وغیره دباقی څیزونو بیان یی پیغبر صلی الله علیه وسلم ته وسپارلو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دیوځناور دخبیث کیدویوه علامه روښوده چی دیوه قوم په طور دعذاب سره دکوم ځناور په شکل باندی مسخ اوبدلو ن شویوی نودا ددی علامه ده چی داځناور طبعا خبیث دی نوپه کوموخلکو چی دالله تعلی غضب نازل شو نوددغه ځناورو په شکل یی کړل مثلا په قرانکریم کښی فرمایلی دی (وجعل منهم القردة والخنازیر.......... )ددی ایت نه معلومه شوه چی دځناور ودادوه قسمونه په طبع سره په خبایثو کی داخل دی که چیری ذبح هم کړل شی خونه حلالیږی اوډیر ځناور داسی هم شته چی دافعالو اواثارو نه ددوی عام خبیث والی محسوس کولی شی لکه درنده ځناور چی کاریی دنوروځناورو زخمی کول دی پدی وجه یوچا دپیغمبر صلی الله علیه وسلم نه دشرمخ متعلق تپوس وکړ وچی ایا څوک دی خوړی شی دغسی ډیر نور ځناور دی چی طبعیت یی ازار رسول دی لکه مار، لړم ،سمسره،وغیره پدی وجه رسول الله صل صلی الله علیه وسلم دیو قاعدی په طور سره فرمایلی دی: چی هر یو درنده ځناور چی په غاښونو شکول کوی لکه شرمخ وغیره او په مرغانوکی هغه ځناور چی په پنجو سره شکول کوی لکه باز داټول حرام د ی یا داسی درنده ګان چی په طبیعیت کی یی خساست یا ذلت یا په ګنده ګی سره ککړ کیدل وی لکه ټپوس وغیره داټول داسی دی چی ددوی نه هر بسم طبع انسان لره کرکه ورځی او ضرر او نقصان یی معلوم دی هر سلیم طبع انسان پری باندی پوهیږی لنډه داچی کوم ځناور چی اسلامی شریعت حرام کړی دی پدی کی یو قسم هغه دی چی هغه په ذاتی طور سره خبایث وی او دوهم قسم هغه دی چی پخپل ذات کی خبیث ندی خو دځناورو دذبحی چی کومه طریقه الله جل جلاله ښودلی په هغه طریقه ذبح نشی خواه دسرنه ذبح نشی مثلا دمری دغورځیدویا ذندی کیدو سره لړه شی یا ذبح شی مګر دالله جل جلاله دنوم بغیر دچا نوم پری وویل شی نوداذبح هم معتبره نده بلکه داسی ده چی بغیر دذبح نه یی هلاک کړی وی دلته یوه خبره دیادولو وړ ده چی انسان چی څه خوری یا څه څښی داټول دالله جل جلاله ورکړل شوی نعمتونه دی مګر دځناورو نه سوا دبل شی په خوړلو پخولو باندی دا پابندی نشته چی الله اکبر یا بسم الله ددوی د پخولو یا خوړلو په وخت کی وویل شی او بغیر لدی څخه حلا لیږی دزیاتو نه زیاته خبره داده چی دهر شی دخوړلو یاڅښلو په وخت کی بسم الله ویل مستحب شویدی اوکه څوک قصدا پدغه وخت کی دالله تعالی جل جلاله نوم پریږدی نو هغه ذبح کړل شوی مال به حرام او مردار کړل شی او پدی کی ډیر حکمتونه شته دی. (وطعام الذین اوتو الکتاب حل لکم وطعامکم حل لهم )یعنی داهل کتابو خوراک دستاسی لپاره حلال کړل شوی دی په دی ایت کریمه کی دجمهورو صحابو (رضی الله تعالی عنهم)اوتابعینو رحمة الله علیهم په نزد دخوراک نه مراد ذبیحه ده حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه ابودرداء رضی الله عنه ابراهیم ،قتاده ،سدی ،ضحاک،اومجاهد(رضی الله تعلی عنهم اجمعین)نه دانقل دی اوروح المعانی جصاص ځکه چی په نورقسم خوراکونوکی اهل کتاب بت پرست مشرکین ټول برابردی چی ډوډی ،دال ،اوړه ،میوه وغیره چی دذبح ضرورت پکی نشته داچی په هره جایزه طریقه ترلاسه شویوی نودمسلمانانو لپاره ددوی خوړل جایز او روا دی اوکچیری مسلمانان دغه مذکورشیان ددوی لپاره پیداشی نوهغه ددوی لپاره حلال دی له همدی وجه ددی جملی د مضمون نتیجه داشوه چی داهل کتابو ذبح دمسلمانانو لپاره او دمسلمانانو ذبح داهل کتابو لپاره حلاله ده اوس پدی ځای کی یوڅومسلو ته توجوکړل ضروری دی اول داچی اهل کتاب دقران په اصطلاح کی کوم خلک دی او دکتاب نه څه مطلب یاڅه مراد دی ؟ او ایا دکتابی کیدو لپار ه داهم ضروری ده چی دغه خلک په خپل کتاب کی په صحیح طورسره دایمان او عمل لرونکی دی ؟ پدی کی خوداخبره ښکاره ده چی دکتاب نه خو مراد هره یوه لیکل شوی پاڼه نشی کیدای.

هغه کتاب تری مراد کیدای شی کوم چی دالله  جل جلاله له طرفه راغلی وی پدی وجه په اتفاق دامت دکتاب نه مراد هغه اسمانی کتاب دی چی دقران په تصدیق سره هغه دالله جل جلاله  کتاب منل شوی دی لکه تورات،انجیل،زبور،دحضرت موسی علیه السلام اودحضرت ابراهیم علیه السلام صحیفی وغیره پدی وجه هغه قومونه چی په څه داسی کتاب ایمان لری اوهغه وحی الهی بولی په قران او سنت سره هغه یقینی ډول سر ه دکتاب څخه ثابت کړی وی نوهغه قومونه په اهل کتابوکی نشی داخلیدای لکه دمکی مشرکان ،مجوسیان،بت پرست ،هندو وغیره ددی څخه معلومه شوه چی یهود اونصارا چی په تورات اوانجیل ایمان لرونکی دی دوی دقران په اصطلاح کی په اهل کتابو کی داخل دی دریم یوقوم چی هغه ته صایبین وایی دهغه حالت شکمن دی دکومو حضراتو په نزدهغه دی چی دداود علیه السلام اپه زبور ایمان لری هغوی دوی لره هم په اهل کتابو کی شاملوی اودکومو صاحبانو تحقیق چی داوی چی دذبورسره ددوی هیڅ تعلق نشته دوی دستورو عبادت کوی هغوی دوی لره دبت پرستواومجوسیانو سره شریک کوی په هرحال په یعقینی طورسره چی په اتفاق باندی کوموخلکو ته چی اهل کتاب ویلی شی هغه یهوداو نصارا دی نو دقران کریم ددی حکم حاصل داشوه چی دیهودو او نصاراو ذبح دمسلمانانو لپاره اودمسلمانانو ذبح د دوی دپاره حلاله ده اوداخبره پاتی شوه چی یهودو او نصاراو ته داهل کتابو ویلو دپاره داشرط دی چی دوی په صحیح طور سره په اصل تورات او انجیل باندی عمل کوی او که دبدل شوی تورات انجیل تابع داری کوونکی دی او عسی او مریم علیهم السلام لره دخدای جل جلاله سره شریک جوړونکی هم په اهل کتابو کی داخل دی ؟  پس دقران کریم دبی شمیره وضاحتونونه ښکاره ده چی داهل کتاب ویلو لپاره صرف دومره خبره کافی چی دوی دیو اسمانی کتاب قایل دی اودوی دتابع داری دعوا هم کوی اګرکه پدی تابع داری کولو کی دوی په هرڅومره ګمراهی کی پریوتی وی قران کریم چی چاته داهل کتابو لقب ورکړی دهغه په باره کی یی  هم داارشاد ځای په ځای فرمایلی دی چی داخلک په خپلو اسمانی کتابو کی تحریف کوی(یحرفون ا لکلم عن مواضعه)او داهم فرمایی چی یهودو عزیر علیه السلام دخدای جل جلاله زوی بولی اونصارا و حضرت عیسی علیه السلام لره (وقالت الیهود عزیرن ابن الله وقالت النصارای المسیح ابن الله )ددی حالاتو او صفاتو باوجود قرانکریم دوی ته اهل کتاب ویلی دی نو معلومه شوه چی یهود اونصاراچی تر څوپوری چی یهودیت او نصرانیت بلکل پرینږدی دوی په اهل کتابو کی داخل دی اګر که هر څومره په خرابو عقیدو اوبدوعملو کی اخته وی امام جصاص په احکام والقران کی نقل کوی چی دحضرت عمر فاروق اعظم رحمة الله علیه په خلافت کی دوی ته یو عامل یو خط ولیکلو اویوه پوښتنه یی تری وکړه چی دلته ځینی خلک داسی دی چی تورات لری اوخالی دورځی تعظیم هم دیهودو پشان کوی مګر په قیامت ددوی ایمان نشته دداسی خلکو سره څه معامله کول پکاردی ؟ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چی دوی داهل کتابو یوه فرقه شمیرل پکاردی په همدغه ځای کی یو څومطلبه دی چی باید هغه ته پوره توجو وشی اول داچی دالیوم څخه یعنی نن ورځ دیو ډلی مفسیرینو په عقیده دعرفات ورځ ده اوبعضی نور وایی چی وروسته دفتح دخیبرورځ ده خوداخبره بعیده نده چی هغه ورځ دشی چی په هغه ورځ مسلمانان په کفارو غالبه شول اهم ذکر کول دطیباتو دحلالوسره لدی چی هغه مخکی هم لدی ورځی څخه حلال و ددی پخاطر دی چی هغه یوه مقدمه دذکر داهل کتابو شی دریم پدی ایت کی چی داهل کتابو طعام ذکر شوی څه مطلب دی ؟ ذیاتره مفسرین اودانشمندان داهل سنت والجماعت پدی عقیده دی چی هرنوع طعام ته شامل دی برابره  خبره ده که هغه دحیوان غوښه وی چی هغه یی  په خپل لاس ذبح کړیوی او یابل چاذبح کړی وی او همدا رنګه زیات ایتونه دی چی داهل بیت صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی دی چی هغه هم همدغه مطلب تا ئید کوی چی مطلب دطعام څخه غیر داهل کتابو طعام دی . 

هغه حیوانات چی په کتاب الله سره حرام کړل شویدی

الله جل جلاله په خپل کتاب کی فرمایلی دی (حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ) اطعمه اودهغوی اقسام: ۱- هرهغه حیواندی چی مړشویوی پخپل مرګ سره بدون دقتل او شرعی ذبح څخه . ۲- الْمُنْخَنِقَةُ: هغه حیوان دی چی زندی کړل شی او وروسته مړشی. ۳-الْمَوْقُوذَةُ: هغه حیوان دی چی په عصا یابل څه شی ووهل شی اوروسته مړشی. ۴-الْمُتَرَدِّيَةُ:هغه حیوان دی چی له لوړځای نه راوغورځول شی اووروسته مړشی. ۵- هغه حیوان دی چی بل حیوان یی په ښکر یابل څه شی ووهی اومړشی. ۶- هغه حیوان چی درنده ګانوخوړلی وی . ۷- هغه وینه چی هغه بهیدونکی وی . ۸- دخنزیرغوښه . ۹- چی په هغه باند غیردالله تعالی جل جلاله دنامه څخه دبل څه شی نوم پری ذکرشویوی . ۱۰- هغه چی ذبح کړل شویوی غیردالله تعالی جل جلاله دپاره . ۱۱-هغه چی دیو حیوان څخه قطعه کړل شویوی پداسی حالت کی چی هغه حیوان ژوندی وی.


هغه حیوانات چی په سنت نبوی سره حرام کړل شوی دی

۱-غوښه دهغه خره چی په غروکی ګرځی . ۲-هغه حیوان چی هغه داړی لری . ۳-هغه چی پنجی لری دمرغانو څخه یعنی هغه مرغان چی زخم کوونکی وی. هغه کوڅه ګشته جرګه . هغه چی شارع دهغه په قتل سره امرکړی وی دهغه خوړل هم ندی حلال لکه چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلی دی چی پنځه شیان دی چی هغه دقتل کړای شی په حرم کی چی هغه موږک دی. او لړم دی. اوصدیادی .اوکڼاخ دی .اوخوړونکی سپی دی اوهمدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امرکړی دی په قتل دڅرموښکۍ سره . ۶-هغه چی شارع نهی کړی وی دهغه قتل نه دهغه خوړل هم حلال ندی لکه چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم نهی کړی ده دڅلورو حیواناتو دقتل څخه چی هغه مږی ،مچی،هدهد،اوکربوړی دی .ددغه پورته ذکر کړل شوی حیواناتو خوړل په کتاب الله اوسنت النبوی صلی الله علیه وسلم سره حرام بلل شوی دی.











مأخذونه

شماره مصنف نوم کتاب نوم دچاپ ځای کال ۱ قران کریم






۲ بخاری محمد بن اسمعیل صحیح البخاری رحمانی

۱۳۳۷ه ش

۳ جذری عبدالرحمن فقه اسلامی علی مذاهب الاربعة تاج محل کمپنی ۱۹۸۷م ۴ جصاص ابی بکر احمد بن علی رازی تفسیر جصاص تاج کل پشاور ۱۳۷۰ھ ش ۵ جمال الدین امام ابی الفظل محمدبن مکرم ابن منظور لسان العرب ۱۳۶۱ھ ش ۶ رستمی شیخ ابی زکریاعبدالسلام تفسیر القرآن الکریم بلغة البشتو دار اسلام ۱۴۲۳ھ ق ۷ زحیلی استاد دکتور وهبة فقه اسلامی وادلته فریدیه فشاور ۱۹۸۴م ۸ زحیلی استاد دکتوروهبة تفسیر منیر رشیدیه پشاور ۱۹۹۱م ۹ شیرازی ایت العظمی مکارم تفسیر نمونه دارالکتب الاسلامیه ۱۳۸۵ھ ش ۱۰ صابونی محمدبن علی صفوة التفاسیر دارالافوق بیروت ۱۳۸۵ھ ش ۱۱ عزیزی ابو حذیفة مولوی سلطان عزیز عزیز التفاسیر ۱۳۷۹ھ ش ۱۲ قرطبی ابی عبدالله محمدبن احمد انصاری تفسیر القرطبی انتشاراتی ناصرن خصرو تهران ۱۹۴۵م ۱۳ قشیری ابو الحسن مسلم بن حجاج بن مسلم صحیح المسلم رحمانیه ۱۳۳۷ھ ش ۱۴ کشاف قیام الدین قرانکریم پښتوترجمه احمدی ۱۳۸۸ھ ش ۱۵ مولانا مفتی محمد شفیع معارف القران تاج محل کتاب خانه یی پشاور ۱۴۰۵ھ ق ۱۶ سید سابق فقه السنه دارالحدیث ۲۰۰۵م