سورریالیزم
د دغې مقالې بېطرفي تر بحث لاندې ده.
د دې لپاره چې دغه ليکنه د ويکيپېډيا له معيارونو سره سمه شي، بايد ټول لیدلوري په مساوي او ناپېیلې بڼه پکې بیان شي. لطفاً د سمون په برخه کې مرسته وکړئ.
سورريالیزم (فرانسوي: Surréalisme) یو ادبي او هنري مکتب دی چې په ۱۹۲۰ لسیزه کې په فرانسه کې د انډرې برېټون له خوا بنسټ ایښودل شوی دی. دا خوځښت چې د رولیزم او منطقي فکر پر ضد راپورته شو، هڅه کوي چې د انسان د "لاشعور" نړۍ او خوبونه د هنر او ادبي اثارو له لارې بیان کړي.
فکري او فلسفي بنسټونه
[سمول]سورريالیزم د سيګمنډ فرويډ له رواني څېړنو او د هغې له خوا د خوبونو له تفسیر څخه الهام اخستی دی. پلویان یې په دې باور وو چې د انسان واقعي شخصیت په لاشعور کې پټ دی او یوازې د "اتوماتیک لیکلو" له لارې، چیرې چې عقل او منطق کنټرول له لاسه ورکوي، رښتیني حقایق راڅرګندېدلی شي. دا لیدلوری په سیاست کې د ازادۍ او د ټولنیزو دودونو د ماتولو هڅه هم وه.
په فرانسوي ادبیاتو کې اغېز
[سمول]دغه مکتب د فرانسې په ادبیاتو کې یو لوی انقلاب رامنځته کړ. د رومانتیزم په څېر، دلته هم احساساتو ته ځای شته، خو په ډېره پېچلې او نوي بڼه. نامتو سورریالستان لکه پاول ایلوار او لوېي اراګون داسې شعرونه ولیکل چې له منطقي پلوه ناشوني خو د تخیل له نظره خورا بډایه وو.
د سورريالیزم ځانګړتیاوې
[سمول]- د شعور او لاشعور ګډول: د ورځني ژوند د حقایقو او خوبونو ترمنځ د پولې له منځه وړل.
- عجیب انځورونه: د هغو شیانو یوځای کول چې په واقعیت کې سره هیڅ تړاو نه لري.
- د عقل ردول: د هغو منطقي اصولو سره مبارزه چې د انسان تخیل محدودوي.
- اتوماتیک لیکنه: پرته له فکري سانسور څخه د کلمو او فکرونو ژر ژر لیکل.
سرچینې
[سمول]- د سورریالیزم لومړۍ بیانیه - Magister
- فرانسوي هنري ارشیف - Centre Pompidou
- Breton, André, Manifestes du surréalisme, Folio Essais.