سني اسلام

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د سني اطلاق په هر هغه چا كېږي، چې د اهل سنت او جماعت د ډلې غړې وي.

اهل سنت او جماعت (سنيان) د مسلمانانو ډېركۍ ډله (فرقه) ده. دا ډله خلك هغه څوك دي، چې په څښتن او د هغه په رسول صلى الله عليه وسلم باندې ايمان لري، او د هغه اطاعت كوي، د ټولو اصحابو درناوې او عزت كوي، او ددوي پر وړاندې ټول اصحاب يو شان دي، په ځانګړي توګه راشده خلفاء ددوي پر وړاندې حق دي، او د هغوي پير د اسلامي تاريخ له زرينو پيرونو څخه ګڼي.

د اهل سنتو پر وړاندې هر مومن كولې شي چې د خلافت لپاره ونومول شي، او يا وټاكل شي. پدې شرط چې هغه (مومن) ددې وړ وي، او د ټول ملت په خوښۀ وټاكل شي.

د سني ډلو څخه دا لاندې مذهبونه ډېر نامتو دي: شافعی ، مالکی ، حنفی او حنبلي.

لدې څخه پرته د نورو اسلامي پوهانو مذهبونه هم شته چې ددې ټولو شمېره بيا له لسو څخه اوړي، چې له دې مذهبونو څڅه د ظاهري، ابن تيمييه، او داسې نور يادولې شو.