سنسکرټ ادبیات

سنسکرټ ادبیات ټول هغه ادبیات په ځان کي رانغاړي چي په سنسکرت ژبه لیکل سوي دي. پدې کي هغه متنونه شامل دي چي د پروټو-هندو-آریایي ژبې په لومړني نسل کي جوړ سوي دي، او د ویدیک سنسکرت په نوم پیژندل کیږي. همدارنګه په کلاسیک سنسکرت ژبه کي ټول متنونه او ددغي ژبي ځیني معیاري او غیر معیاري بڼي هم د یادي ژبي ادبیات ګڼل کیږي. د سنسکرټ ژبي تر ټولو زاړه ادبیات د ویدي عصر اړوند له ریګویدا څخه راپیليږي، چي مخینه یې شاوخوا له 1000 څخه تر 1500 مخکي تر زیږدیز کلونو پوري اټکل سوې ده.
ویدیک سنسکرت په اصل کي د ویدیک مذهب د پراخو مذهبي اثارو ژبه ده، پداسي حال کي چي کلاسیک سنسکرت بیا د ډیرو مهمو متنونو ژبه بلل سوې ده، او ددې ترڅنګ د لویو هندي مذهبونو سره هم تړاو لري، په ځانګړې توګه د هندویزم، بودیزم او جینیزم سره.
د سنسکرټ ځیني بودایي لیکني او اثار چي په دې ژبه کي شتون لري بودایي سنسکرټ ورته ویل کیږي.
د سنسکرت ادب لومړني اثار له پیړیو راهیسي د شفاهي دود له لاري نسل پر نسل لیږدول کېده، څو چي وروسته په لاسي لیک باندي خپاره سول. [۱]
که څه هم ډیری سنسکرت متنونه په لرغوني هند کي لیکل سوي دي، خو نور یې بیا په مرکزي آسیا ، ختیځه آسیا یا سویل ختیځ آسیا کي لیکل سوي دي.
د سنسکرت ادبیات ډېر پراخ ادبیات دي، چي پکښي هندو متنونه، مذهبي کتابونه، د شعر بېلابېل ډولونه (لکه حماسي او غزل )، ډرامه او داستاني نثر شامل دي. په دې ادبیاتو کي د سیکولرو افکارو او تخنیکي علومو او هنرونو د پوښښ لپاره هم د پام وړ کارونه لیدل کیږي. د سنسکریت په مشهوره مضامینو کي قانون او دود ، ګرامر ، سیاست ، اقتصاد ، طب ، نجوم پوهنه - ستورپوهنه ، ریاضي ، هندسه ، موسیقي ، نڅا ، ډراماتیک ، جادو او فال ، او جنسیت راځي.