منځپانگې ته ورتلل

سلیمان بن عبدالملک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلیمان بن عبدالملک ( زوکړه ۵۴ هجري _ مړینه ۱۰ صفر ۹۹ هجري / ۶۷۴ - ۲۲ سپتمبر ۷۱۷ ز) د اموي واکمنۍ اووم خلیفه وو، چي د جمادي الآخر له ۱۵مي نېټې نیولې د ۹۶ هجري سپوږمیز کال چي د ۷۱۵ زیږدیز د فبروري له ۲۳ مې سره سمون خوري، تر خپلي مړیني پوري یې حکومت وکړ. د نوموړي د خلافت موده دوه کاله او اته میاشتي وه. سلیمان د خپل پلار، خلیفه عبدالملک بن مروان او ورپسې د خپل ورور، ولید بن عبدالملک د واکمنیو پر مهال د فلسطین د ولایت چاري په غاړه درلودې. دا چي د اموي واکمنۍ مشهوره قومندان حجاج بن یوسف له سلیمان سره ښې اړیکي نه درلودې، نو ځکه سلیمان د خپل ورور د واکمنۍ په ترڅ کي د هغه مخالف یزید بن مهلب ته پناه ورکړه، چي دې کار ددوی اختلاف نور هم ژور کړ. سلیمان پخپله واکمني کي د رمله مشهوره ښار چي دده ماڼۍ او سپین جومات هم پکښي شامل وه، د بنسټ ډبره کښېښودل. دا ښار پخپل وخت کي د ډیرو مسلمانو عالمانو د استوګنځای او سوداګریز مرکز په توګه زیاته وده وکړه، او تر یوولسمې پیړۍ پوري د فلسطین ولایت اداري پلازمینه پاته سوه.

سليمان بن عبدالمالک
سُليمان بن عبد الملك بن مروان بن الحكم الأُموي القُرشي (عربي

)
سلیمان بن عبد الملك (عربي

)
[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۶۷۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۴ سېپتمبر ۰۷۱۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Dabiq (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
بلننوم
  • أبو أيُّوب ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د ولید بن عبدالملک تر مړیني وروسته سلیمان په رسمي ډول خلافت په غاړه واخیست، او د ولید وفاداره کسان، والیان او ټول هغه کسان یې چي د حجاج بن یوسف ملګري ګڼل کېدل، له دندو ګوښه کړل. سلیمان ددوی پر ځای یزید بن المهلب واک ته ورساوه او عمر بن عبدالعزیز او رجاء بن حیاء یې د سلاکارانو په توګه ورته وټاکل، چي هغوی هم له ټاکل کېدو سره سم لوی شمېر بندیان خوشي کړل او د خلافت زندانونه یې بیخي تش پاته کړل. د اسلامي تاریخ مشهوره جنګیالی قتیبه بن مسلم چي د حجاج وفادار او د ابن المهلب څخه یې سخته کرکه درلوده، د سلیمان د واکمنۍ په پیل کي یې دده په وړاندي پاڅون وکړ او ووژل سو. د یاد قومندان تر وژني وروسته د حجاج د تره زوی محمد بن قاسم الثقفي هم په مرموز ډول مړ سو. که څه هم د سلیمان د واکمنۍ پر مهال د بغاوتونو له امله د اسلامي نړۍ فتوحات څه ناڅه ودرول سوه؛ خو بیا هم مسلمانانو په ۹۷ هجري / ۷۱۶ زیږدیز کال کي د کسپین سمندرګي په جنوبي ساحل کي د طبرستان د جګړې په مټ سوبي ترسره کړې، او وروسته له هغه چي د دې سیمي خلکو بغاوت ته لاس واچاوه، ګورګان ، طبرستان او دهستان سیمي د یزید بن المهلب په لاس دویم ځل بیا ونیول سول. د سلیمان زوی داود د اوړي په موسم کي د "المراة" په نوم یوه کلا فتحه کړه، او مسلمه بن عبدالملک د "ابن عوف" کلا، د "الحدید" کلا او برجمه فتح کړلې. همدارنګه عمر بن هبیره د سمندر له لارې د رومیانو پر ځمکو باندي یرغل وکړ. د بازنطیني امپراتورۍ سره د پرله پسې جګړو له امله په ۹۸ هجري / ۷۱۷ او ۷۱۸ زیږدیز کلونو کي د قسطنطنیې یوه کلابندي هم ترسره سوه.

سلیمان د خپل زوی، ایوب تر مړیني وروسته د غم او خفګان له امله یوازي ۴۲ ورځي وروسته د قنصرین په دابق کلي کي مړ سو. نوموړي تر ځان وروسته د خلافت چاري د خپل د تره زوی عمر بن عبدالعزیز ته وسپارلې، چي ډېر عادل شخصیت وو. سلیمان په ۹۹ هجري کي مړ سو او د جنازې لمونځ یې عمر بن عبدالعزیز ترسره کړ.

  1. سرچينې تړی: https://id.wikipedia.org/wiki/Sulaiman_bin_Abdul_Malik.