سليمان خېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتنو د بېټنيو د غلجي قام يوه قبيله ده 

په 1924کال کي،سلېمان خېلو د خوست په بغاوت کيچي د منګل قوم له خوا پيل شوى وو  ګډون وکړ .

سليمان خېل د غلجي پښتنو يو له سترو قبيلو څخه ده ،ددغي قبيلې زيات وګړي په پاکستان او افغانستان کي اوسي . دوى په تېر کي له هوتکو سره يو شوي وو. ددوى قبيلوي وېش په لاندي ډول ده خزر خېل،عليزي،دوستوخېل،سلېمانزي،احمدزي او جلالزي. بل وېش يې په لاندي ډول ده علي خېل ،نيظام خېل،دينار خېل،شه خېل.د علي خېل قبيله د پکتيکا په شمال لويديځ کي اوسي.سليمان خېل مبارزخلک دي چي د روسيې په وړاندي په جهاد کي يې ستر رول لوبولى.  سليمان خېل په صوات،هزاره،ابيټاباد،منشېره،بلوچستان ،دېره اسماعيل خان،کراچۍ،او د افغانستان په غزني ،زابل،پکتيا،خوست،لوګر،وردګ،کابل،ننګرهار او هلمندکي په پراخه پيمانه شتون لري.په شمالي ولايت کندز کي هم ګڼ شمير سليمان خېل استوګن دي،په ځانګړي توګه په زاخېل کلي کي.د سليمان خېلو دغه ډله دشلمي پېړۍ په پيل کي د پکتيا ولايت له [[زرمت ولسوالي]] نه کولاب (د تاجكستان يو ښار ) ته کډوال شوي.او د روسيې له خوا د تاجكستان په اشغال سره بيرته افغانستان ته راغلي.او پکتيا ته د تګ پر ځاى د سليمان خېلو دغه ډله د کندز په زاخېل کلي کي مېشت شول.د سليمان خېل قوم نوى رسمي دفتر په کابل کي  شتون لري چي د عدلې وزارت او د سرحداتو او قبايلو چارو له وزارتو سره ثبت ده، چي ايوب خالقيار سليان خېل يې مشري کوي. 

خوراک [سمول]

غوښه ددوئ مشهور خوراک ده کوم چي دوى معمولا له شوروا سره خوري 

کلتور[سمول]

دغه قوم په سختي سره د پښتونولي اصول مراعات کوي،ددوئ مخکي له اسلامه  دور هم زيات مشهور وو،دوئ په 330مخکي له ميلاده کال کي الکساندر ته ماتي ورکړي وه

نوموتي خلک (مشاهير)[سمول]