سلما برېښناکوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سلما بند نه مخ گرځېدلی)
سلما بند
رسمي نومافغان-هند دوستي بند
هېوادافغانستان
موقیعتچشت شریف ولسوالۍ, هرات ولايت
وضیعتبشپړ شوي
د کار پيل1976
د پرانېستلو نېټه4 جون 2016
د جوړولو لګښت۲۹۰ میلیونه امریکایی ډالره
چلوونکی(ي)WAPCOS
برېښنابند او اوبوېستوني
برېښنابند  ډولEmbankment, earth and rock-fill
پرهریرود
جيګوالی۱۰۷٫۵ م (۳۵۳ فوټه)
اوږدوالۍ۵۵۱ م (۱٬۸۰۸ فوټه)
کاسه
فعاله ظرفيت۵۶۰×۱۰^۶ م3 (۴۵۳٬۹۹۹ acre·ft)
نافعاله ظرفيت۶۳۳×۱۰^۶ م3 (۵۱۳٬۱۸۱ acre·ft)
د ډنډ  ساحه۱۱٬۷۰۰ kم2 (۴٬۵۰۰ ميل2)
د برېښنا اندازه
توربېنونه3 × 14 MW
نصب سوي توربینونو ظرفیت42 MW
کلنی تولید86.6 GWh

سلما بند د سلما پر بند کار د لومړی ځل لپاره د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال په ۱۹۷۰م کال کې کار پیل شو، د دې بند کار تر ډېره بشپړ شو خو په نوي یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جگړو په ترڅ کې پر دې پروژې شوی کار تر ډېره ویجاړ شو. د سلما بند، چې د چشت شريف ولسوالۍ پر هریرود سیند جوړ شوی دی، نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره دی بلکې د اوبه لگونې لپاره هم تری ګټه اخیستل کیږی . دا پروژه د محمد داوود خان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته په افغانستان کې لومړنۍ لویه پروژه ده، چې په ۲۰۱۶م کال کی د هند په مرسته بشپړ او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د ولسمشر نريندرا مودي لخوا پرانستل شو او دی بریښنا کوټ ته د افغان هند دوستی نوم هم ورکول شو.

د هند لومړی وزير نريندرا مودي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډه د افغان او هند د دوستۍ د بند پرانيستنی په دوران کی خوشالی ښودنه

ایران سره مشکل[سمول]

ایران هېوادچې دافغانستان غربي ګاوندۍ حسابېږي او ډیر کلونه کېږي چې دا هیواد د اوبو نه شتون سره مخ دی، او په ځانګري توګه دا هیواد په مشرقي ولایتو د خپل سره جدي ستونزې سره مخامخ دی مخصوصا په بلوچستان او شمالي او جنوبي او رضوي خراسان کي دا ستونزې ډیر د پام وړ دي او دا موضوع په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دایمي ګرد او خاورې او د مال او حیواناتو مرینه عامل شوی دی .د دي عواملو سره د افغانستان اوبه په وړیا توګه او دبین المللي او نریوال قوانینو په خلاف ایران ته روان وي او ایران د برېښناکوټ د جوړولو مخه نیوله او الته یی نا امني جوړولی تر څو د دي شرایطو نه ګته واخلي.

سرچينې[سمول]